نیلسن منډیلا په زړونو او کوڅو کې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصرالله احمدزی
نه پوهیږم چي ولی نیلسن منډیلا د نړی دولسونو زړونو او کوڅو ته لار پیدا کړه ځکه دهغه مبارزه د خپل ولس لپاره وه نه د نړۍ د ملتونولپاره خو هغه څه چي څرګند دی هغه دده د مبارزۍ سیورۍ چي په نړی غوړیدلی دې دنومړی مبارزه د ظلم په وړاندی دمظلوم د حقوقو چیغه وه ،خو ددنیا پرمخ دقوم پرستی او نژادپالنې،نفاق او ځان غوښتنۍ درنځ په وړاندې یوه منل شوۍ نسخه او فورمول ثابت شو موږ او راتلونکي نسلونه چي دمنډیلا د قوم په

څیر له دی رنځ کړیږو دا فورمول مو مخکې پروت ده .افغانستان د نړیوالو د وسلو او فوځونو دازمیښت له رنځ سره مخ ده راځي چي دجنوبی افریقا د اتل له تګلارۍ ګټه واخلو،زغم ترینه زده کړو ،د ولسونو د یوالی او ژغورنۍ وسیله يې کړو ،له واک سره د مینی او دواک نه د استفادي طرزالعمل ترینه کاپی کړو ،هغه چا چي نیلسن منډیلا ته د یو ترهګر او وحشی خطاب کاؤ نن هغوي ددی لوړشخصیت په وړاندی دماتی او تعظیم سر ټيتوئ .
۲۰۰۳ کال ؤ صنف کې د انګلیسی زده کړی لپاره ناست وم استاد وپوښتل تاسو هر یو راته ووايې چي په نړیواله سطحه مو کوم مبارزین او سیاستمداران خوښیږي دهندوانو،سریلنکایانو اود پاکستان زده کوونکو ټولو په یوه خوله ګاندهی انتخاب کړ تورپوستو نیسلن منډیلا او کله چي زما نمبر راغی نو ما دروسانو په وړاندی دخپل هیواد د ازادی لپاره جنګیدونکي افغان مجاهدین غوره مبارزین وګڼل او سیاسی مبارزینو کې می د نړی په سطحه  نیلسن منډیلا د غوره او ښه مبارز په حیث انتخاب کړ له دۍ سره سم صنف کې ټولو تورپوستو ماته وکتل او بیا يې یو بل سره پسپسک پیل کړ  یوه تور پوستی زده کونکی زموږ له انګلیس نژاد استاد سره په ګډ غږ بیا وپوښتل هو هو ؟ ما بیا خپله خبره تکرار کړه استاد ما ته وکتل او سر خوځول يې پیل کړل له دی وروسته تورپوستو او اسیاي زده کونکو له ماڅخه زما د هیواد په هکله پوښتنی شروع کړی  استاد د زده کونکو خبری قطع کړی بس بس درس شروع کوو.
ما د نلیسن منډیلا باره کې کومه مطالعه نه وه کړی خو صرف دده د مبارزی له ستونزمن جریان د میډیا له لارۍ خبر وم  خو زه نه پوهیږم چی ولی زه هغه ته د یو ښه مبارز په حیث  په زړه کې دومره قایل وم  شاید دده دعادلانه او معصومانه مبارزۍ ترڅنګ دده د لوړهمت برکت هم وئ .
خو متاسفانه موږ نن خپل هیواد کې داسی کسانو هم لرو چي دخپل کروزینګ موټر ددرلودو پخاطر،دکوم خپلوان او ګوندی ملګرو د اقتدار لپاره  نه د هیواد ملی ګټې په نظر کې نیسی ،نه دولسی خلکو د سر ،مال او عزت پروا ورسره شته ،نه تر اوسه د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون په اصلی جزیاتو خبر دی بس همدا یو غږ کوی چي ژر دی لاسلیک کړئ، په پټو سترګو يې لاسلیک کړه ،د افغانستان د خلکو لپاره هیڅه ګټه مه غواړه ،که ولسمشر کرزی او د هغه نږدی ملګري په دقت سره ددوست او دشمن نظریات واورئ پروا نکوئ که دا ددولت مامور او کارمند وی،که د حزب اسلامی مشر او یا د طالبانو مشران وي ،که عام افغانان وی  ،سمه ده نن ټول یو اوبل سره وران او یا د نظر اختلاف لرو خو د ستراتیژیک او امنیتی تړون مسله د هیواد په سطحه ده او د هیواد په سطحه سوچ ،زغم او فکر غواړی ،ایران،پاکستان،هند،روس او امریکا ته ښکنځل کول د هرچا زده دی خو متاسفآنه  دولسو کلنو کې موږ دومره نران او قابل نشو چي دآفنډیسی مرض د تدواۍ لپاره خپل خلک په طورخم له اوښتو خوندی کړو خو دپنجاب او تهران ټاپه لګول مو زده دی فکر کوو هرڅوک کور کې فریج او یخچال ترڅنګ څلوریشت ساعته بریښنا لرئ ،که لاسلیک هم شی نه خپله امریکا په ژمنو دریږی او نه دا تړون عملی ده او که لاسلیک هم نشی  نه د ګاونډیو هیوادونو له شر خوندی یوو نو بیا ولی موږ عاجله وکړو ؟ اوس خو يې حیثت هم دومره راښکته شو چي جان کیری وايې هر دولتی مامور يې لاسلیک کولی شی اوس پوښتنه دادی چي ولی مودومره بیړه او ترینه عادی خبره جوړه کړی اندیښنۍ او شکونه ډیر دی نو باید ډیر احتیاط وشی ،موږ افغانان باید اوس د نیلسن منډیلا د زغم فورمول خپل منځ کې وکارو نه داچي حامد کرزی دی ته اړ کړو چی قلم راواخله لاسلیک يې کړه هغه مسؤل ده چي د افغان ولس اندیښنو او مشورو ته غوږ اوځواب شی . له اسرایلوپرته دامریکا په شمول هر هیواد سره دپتمنو اړیکو ملاتړ کوو .
نصرالله احمدزی
۰۶/۱۲/۲۰۱۳