دلته خدمت کول جرم دی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله روشن
په يوه ځای کې  له يوه ډاکټر سره مخ شوم، خبرې مو سره کولی پوښتنه يې رانه وکړه چې ،څه نومېږم اوڅه دنده لرم، ځان مې ور ورپېژانده،له ده څخه مې هم وغوښتل ترڅو ځان راته معرفی کړي،، نوم يې ډاکټر جاوېد راوښود،دننګرهار اوسېدونکي و، له بې روزګارۍ څخه يې سر ټکاوه، دده له نوم سره د ډاکټر کلمې او ورسره بې روزګاري يادولو وهڅوولم چې موضوع وسره وغزوم، ورته ومې ويل ولي وظيفه نه اجراکوي، هم به دې اقتصادي

ښه شي اوهم به خلکوته خدمت وکړې،ددې زده کړو اوستاد ډاکټرۍ سند اخستلو نوتاته کومه فايده شوه،چې ته اوس بيکاره ګرځي،ډاکټر سوړ اسوېلي وکېښ او ورسره مل يې وويل دځمکې دخدايانو له لاسه نشم کولاي چې دنده اجراء کړم،هغه وويل دننګرهار د غني خېلوکې په دولتي کلينک کې زه او مېرمنه مې ډاکټران و، هم زمونږ اقتصاد ښه و اوهم د هغه سيمي خلک خوشحاله و،دناروغۍ په وخت کې له ستونزو خلاص ول، يوه ورځ دمازيګر له لمانځه وروسته دکور په لور روان وم چې څو وسله والو کسانو چې يو کرولا موټر ورسره و زما  دتښتولو هڅه وکړه، هغو ماباندې له حملې کولو سره راباندې ګزارونه پيل کړل او دموټر په لور يې کش کړم، کله چې زه پوي شوم چې تښتوي مي نو مې له ځانسره وويل چې له دې نه راته داښه ده چې همدلته مي ووژني،ځکه که ما له ځانسره يوسي نو دوي به مي له کورني څخه په لکونو ډالر غواړي او هغوي به يي نه شي ورکولاي نو له ماسره به هغوي هم هره لحظه مړه کېږي،نو مي له تښتونکيو سره مقاومت پيل کړ، چې بالاخره دکلي دخلکو په مرسته وژغورل شوم، په سبا يي راته شبنامي غورځولي چې که دنده پرېنږدم نو ما او مېرمنه به مي ووژني،اخر مجبور شوم چې دنده پرېږدم، ډاکټر جاويد وايي له کله نه چې له هغه کلينک څخه زه او زما مېرمن راغلي يو نو هره ورځ ورڅخه د ناروغانو شکايات پورته کېږي ډېري ميرمني د ولادت په حال کې مړې کېږي ،دډاکټر جاويد په وينا چې دد دندې له پرېښودلو وروسته بياهم دي له هر ډول مرګوني تهديدونوسره مخ دي،اوس هم ورته دوژل کېدو ګواښونه او اختاريي ورکول کېږي، وايي چې له وېرې کله په يوه اوکله هم په بل ځاي کي اوسيږم،دانوڅه ژوند دي چې مونږ يې لرو هغه له دولت اوپه خاصه توګه د  عامي روغتيا وزارت څخه ډېر ګيله من و،ويل يې چې له دومره لويي پېښې وروسته هم دوي زما هېڅ پوښتنه ونکړه حال داچې زه ددوي رسمي مامور وم ،کله چې زه مصؤون ونه اوسم نوڅنګه به په ډاډه زړه دخلکو خدمت وکړم دلته خو خدمت کول لوي جرم ګڼل کېږي.
اخ! څومره ظالمه زمانه ده، څومره په زړه سخت وګړي په دې ټولنه کې ژوند کوي، دالاڅومره بده ده چې يو ورور او خور دبل ورور او خور د ژوند دنجات په خاطر اقدام نشي کولاي،يوډاکټر دناروغ دمعالجې لپاره زړه نه ښه کوي ايا له دې به هم وحشت اوبربريت زيات شي؟