خپل اختيار،خپل حاکميت او واک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع.شريف زاد

ع.شريف زاد

وا ېې چې د تېمور ١٤٠٥م اولاد مېرزا شا رح ١٤٠٤¬١٤٤٧م د يوه بزګر څخه پوښتنه وکړه چې ته څومره کار کوي؟ بزګر وويل د سهار څخه تر ما ښامه پورې. بيا پوښتنه وکړه چې ولې ارام نه کوې؟ هغه وويل دا ددې لپاره چې زه ژوند غواړم. په دې وخت کې ېې بله پوښتنه وکړه چې کر کيله يا کرهڼه ولې نه پرېږدې او بل کار نه کوې؟هغه وويل چې قلبه کې د تړل شوې غواېې به څه اختيار وى چې هغه د خپلې خوښې، رضا، ارادت

، خپلواکي او اختيار مطا بق کار وکړي. مخکې له دې چې په مشورتي يعني تش په نوم جرګې يا چرګې باندې چې د ورځې څو هګۍ اچوي او ددرې ورځو لپاره ېې انتخابي/زراعتي چرګانو اته ساعته کټ کټاک
نارې ووهلي ښه به داوى چې لږ شاته ولاړشو او له ځانه سوچ وکړو دسولې او وروري خبره په نظر کې ونيسو او د ولس ګټې په ډيره اساني بې له بې ځايه مصرفونو، فرعوني او ملعوني ګروېږنو، د تا او ما له ځانګړو ګټو نه بهر، بې له قوت او غرو پش، سوله په ډيره اسانې سره امکان لري په لاندې ډول:
تورات کې وايي هرڅوک چې د خداى (ج) په ور کړه راضي شو، نو په دې دنيا او اخرت کې ارام شو . چې د ارام کلمه د هر چا لپاره سکون او امن مينځ ته راوړي او د شخړې مسله له مينځه ځي په ځانګړې تو ګه بني ادم ته!
انجيل کې وايي هر چا چې د نفس د غوښتنو په خلاف کار وکړ نو په دنيا او اخرت کې به عزتمن وي. چې عزت بيا په انساني کرامت او ښيګڼو کې ستر کمال دى چې ه هر چا لپاره د منلو وړ دى.
زبور کې راغلي هر چا چې له خلکو څخه ځان وساته، په دنيا او اخرت کې ېې ژغورنه وموندله. ژرغورنه هم په يو ه ټولنه کې د امن او سوکالي برخه ده.
په فرقان کې فرماېې چا چې خپله ژبه وساتله، په دنيا او اخرت کې به سلامت او خوند ي پاتې شي. سلامت په دې معنا چې له هر ډول ازار او اذيت نه په امن کې وي .
درې لسيزې يو عمر دى چې مونږ د خاورې لپاره، ولس لپاره، د سکون او امنيت لپاره، د يوه متدين او منلو وړ حکومت او رژيم لپاره ټول ولس هلې ځلې کړي او تر خپل توان پورې ېې د دې خا ورې ملي حاکميت، بشپړې خپلواکي او د خاورې تماميت لپاره بې ساري قرباني ورکړى. دلته هر ډول ستونزه په لومړي سر کې د کومو خلکو خپله ملي او ايماني دا عيه ګڼل کيږي؟ دلته ديوه داسې ملت ټول مستقبل د نړيوالې ټولنې په ترازو کې تلل کيږي چې نه ېې په سر پوهيږي او نه بر ددې کار په وړاندې څوک تورن دى.؟ زمونږ تش په نوم زعامت ولې د خلکو په تصميم نه ټاکل کيږي او يا ټاکل ېې زمونږ په اسلامي عقا يدو کې دوم�
�ه مشکل کار دى چې د اکثريت برخه ور باندې برباديږي او له مينځه ځي.
داڅه ډول يرغل دى چې په کور کې دننه راته د انګريزانو له خوا ډنډورې وهل کيږي؟
په درناوي