انتون چیخوف
ژباړه :عبدالملک پرهیز
پر ستېژ د « جامو د بدلولو » کمیدي وه . کلاودیا ماتوبیونا دولسکایا کائوچوکوا یوه ښکلې او ښایسته ځوانه هنرمنده وه چې خپل ټول ځان يې په زیاتې ميڼې او علاقې سره د تیاتر سپېڅلې دندې ته بېلګه کړی ؤ ، په منډه منډه د خپل کالیو بدلولو خونې ته ننوته ، د سیګانانو (جټانو) مخصوصې جامې يې له ځانه وایستلې څو د سترګو په رپ کې د سورلۍ مخصوصې جامې واغوندي . دغه د ښه ذوق لرونکې لوبغاړې نه غوښتل چې جامې يې غونجې و
لري ، پریکړه يې وکړه ځان بیخي لوڅ کړي او د سورلۍ جامې ، هغه دچا خبره د حضرت حوا پر جامه واغوندي. ځان يې لوڅ کړ او په داسې حال کې چې د خونې د یخنۍ له امله لږه رپېدله ،د پتلون د ګونځو په صافولو يې پيل وکړ چې ناڅاپه د ځګېروي غږ يې تر غوږ شو . سترګې يې له حیراتیا ووتې. په زیاته ځيرتیا يې غوږ ونیوه . د ځګېروي غږ بیا پورته شو او په زارۍ يې وویل:
- ای خدایه ګناه مې وبښه ... اوه...
- ځوانې هنرمندې په حیرانتیا شا او خوا وکتل خو د شک وړ څه يې ونه لیدل ، خوسره له دې يې د احتیاط له مخې د هغه یوازنۍ اوږدې څوکۍ لاندې ته نظر واچوه چې د خونې په یوګوټ کې ایښې وه . څه ګومان کوۍ چې څه يې و لیدل ؟ هلته یو سړی تر سترګوشو چې اوږد غزېدلی ؤ . ښخې له ډېره ډاره شاته ټوپ کړ ، د آس د سورلۍ لنډۍ کمیس يې پر خپلو اوږو واچوه او په نیولي غږ يې وویل:
- څوک يې ؟
د څوکۍ له لاندې ترهېدلی غږ راپورته شو:
- زه ...یم ... زه ... مه ډارېږه ، زه یم ... ز ز !
کله چې ځوانې هنرمندې د سړي خبرې واورېدې چې په پزه کې غږېده او په ارکاره کې د غوړیو ترق پرق ته ورته ؤ ، یویه شوه چې د څوکۍ لاندې څوک پټ دی. هغه د تیاتره لارښود یا دایرکتر او اجاره لرونکي ، ایندیوکف نه پرته بل څوک نه ؤ . میرمن لکه د مڼې سره واوښته او په قهرجنه لهجه يې وویل :
- ته ؟ څنګه ؟...څنګه؟ دې جرئت وکړ ؟ ټيټ فطرته بوډا ! ښه نو ته ټوله موده همدلته پټ وې ؟ بس همدا لږ ؤو!
ایندیوکف خپل پېټا (ګنجی) سر د څوکۍ له لاندې څخه را بهر کړ او په وش وش يې ځواب ورکړ:
- ګرانې ... ته زما ژوند يې ! مه په قهرېږه ګرانې ! مړ مې که ! فکر وکړه چې زه یو مار یم ، تر لغتو لاندې واچوه او ښه مې و ډبوه خو په خدای قسم درکوم چې غالمغال مه کاوه ! ما ستا لوڅ بدن نه دی ليدلی او نه يې وینم او زړه مې هم نه غواړي چې ويې وینم . ګرانې، زما ښکلې، زه هغه څه هم نه وینم چې ته يې په عادي وخت کې نه پټوې ! زه خو د مړينې پر پوله ولاړ یم خبرې مې واوره ! ما د ځان له وېرې تر څوکۍ لاندې ځان پټ کړی ؤ ! نژدې دی له وېرې مړ شم ! نه وینې چې د سر ويښتان مې له ډاره شخ ولاړ دي ؟ پوهېږۍ پربندین د ګلاشا جانې مېړه له مسکو نه را غلی اوټول تیاتر يې په ماپسې لټ پټ کړی اوس کوټه په کوټه ما پسې ګرځي څو ومې وژني . ډارېږم ! ډېر بوږنونکی دی ! د ګلاشا جانې سره د اړیکو سربېره ددغه سړي وژونکي ۵۰۰۰ روبله هم پوروړی یم !
- دا خبرې په ما پورې اړه نه لري ! همدا اوس رنګ دې له دې ځایه ورک کړه او که نه .... او که نه داسې بلا به درباندې راولم چې ... ټيټ فطرته رذیله!
خیر ! ... خیر دی ګرانې عذر کوم ! پښو ته دې لوېږم ! ستا د جامو ایستلو له ځایه پرته بل مناسب ځای مې پيدا نه کړ! بل هر ځای کې چې پټ شوی وای پيداکولم يې، خو دلته د راتلو جرئت نه شي کولی ! هیله کوم ! دوه ساعته دمخه مې ولید ! د لومړۍ پردې د نندارې په بهیر کې ، د دیکورونو تر شا ولاړ وم ، هغه د لوژ له لارې د ستېژ په لور روان ؤ.
لوبغاړې میرمن په وارخطايۍ پوښتنه وکړه:
- نو د نندارې په ټوله موده کې ته همدلته پروت وې؟ او....او هر ځل چې ما جامې بدلولې تا راته کتل ؟
ایندیوکف په ژړا ځواب ورکړ:
- وګوره لړزېږم ! سر تر پښو لړزېږم ! وای مورجانې ، وګوره لړزېږم ! هغه لعنتي سړی مې وژني ! پخوا يې هم په نېژني کې پر ما ډزې کړې وې ... پېښه دومره مهمه وه چې ان ورځپاڼو خپره کړې وه.
ـ اوه ! ستاسې چلند له زغمه وتی دی ! وځه ! زه وخت نه لرم ، اوس باید جامې واغوندم او ستیج ته باید لاړه شمه ! وځه که ... نه چیغې وهم ، او غالمغال به جوړ کړم ... دا مېزي څراغ به دې په سر ووهم !
اوف !... زما هيلې ... زما د ژغورون پرښتې ! که ما له دې ځایه و نه باسې، ۵۰ روبله به ستا په معاش کې زیات کړم . ۵۰ روبله !
ځوانې هنرمندې خپل لوڅ بدن په هغه جامو کې پټ کړ چې په لاس کې يې ول او د ور په لور يې منډه کړه څو هورا وباسي . اندیوکف د څوکې له لاندې را ووت او په خاپوړو د هغې پسې روان شو او ښځه يې له پښې ونیوله او په داسې حال کې چې هن هن يې کاوه ويې ویل :
- ۷۵ روبله ! له دې ځایه مې مه باسه ۷۵ روبله د تیاتر د عاید سم نیمايي برخه !
- دروغ وايې !
خدای مې دې ووهي که دروغ ووایم ! قسم خورم ! نامراده دې شم که دروغ ووایم ! کومان کوې دومره رذیل یم !... ۷۵ روبله د عاید نیم!
ځوانه هنرمنده یوه شیبه په شک کې ولوېده او له هغې يې واټن واخیست . او په ژړه غوني غږ يې وویل:
- زه پوهېږم چې ته دروغ وايې !
- د نیستۍ پر ټغر دې کینم که دروغ ووایم ! خدای دې ما ټيټ او ذلیل کړي که دروغ ووایم ! ګومان کوې دومره ذلیل یم !
ځوانه ښځه په پای کې راضي شوه :
- ښه ډېر ښه ... خو خپله ژمنه هېره نه کړې ...ځه اوس د څوکۍ لاندې پریوځه .
ایندیوکف لوړ آوسېلی وایست اوپه داسې حال کې چې پوس پوس او هیس هیس يې کاوه د څوکۍ لاندې ننوت . دولسکایا کائوچوکوا هم په چټکۍ سره د خپلو جامو په بدلولو پيل وکړ. له دې چې یو بېګانه يې تر څوکۍ لاندې پروت دی د ډار احساس يې کاوه خو هغه پوهېده چې د تمثیل له هنر سره د مینې او علاقې له امله يې دغه تېریدنه کړې، دومره تر اغېزې لاندې راغلې وه چې ان کله چې يې د خپلو ولو څخه کمیس ایستلو، نه یوازې يې سپکې سپورې ونه ویلې بلکې ان خواخوږي يې هم وکړه:
- کوزما الکسیویچ ، ګرانه ډارېږم جامې دې خيرنې نه شي ! زه ټول چټل شیان د څوکۍ لاندې آرتوم !
ننداره پای ته ورسیده . نندارچیانو یوولس ځله ښکلې او استعداد لرونکې هنرمنده د سټج سرته را وبلله . او د ګلو ګېډۍ يې ورکړه چې پر یو کارت يې لیکلي ول «هیڅکله موږ یوازې مه پرېږده! » . همدا چې د نندارچیانو چکچکۍ او احساسات کم شول ، ښځه د جامو بدلولو خونې ته روانه شوه خود دیکورونو شاته د ایندیوکف سره مخامخ شوه . نوموړی چې ويښتان يې پریشانه او جامې يې ناولي او غونجې شوې وې او خپل لاسونه يې مښل او دومره خوشحاله ؤ چې په جامو کې نه ځاییده ،په داسې حال کې چې ښځې ته نژدې کېده ويې ویل:
- هه هه هه باور کولی نه شې!... نه تر هر څه دمخه زما په شان د مزخرفه بوډا په ږیره وخانده ! فکر وکه ، هغه سړی بېخي پریندین نه ؤ ! هه ، هه ، هه! ... دا ببره او اوږده ږیره يې خاورې شه چې زه يې بیخي ګنس او ډار کړی وم ... پوهېږې ، پريندین هم اوږده او ببره ږیره لري ، او زه لوده تېر وتم چې ګنې هغه دی! هه ،هه ،هه... بښنه غواړم چې بې ځایه ستا مزاحم شوم ، ښایستوکې ګلالۍ...
- خو خپله ژمنه هيره يې نه کړې...
- نه مې ده هېره کړې ګرانې ، ته زما ژوند يې .... خو هغه پریندین نه ؤ! زما قول او ژبه له تا سره د پریندین پر سر وه ، نه د بل چا په سر ... او اوس چې څرګنده شوه هغه پریندین نه دی ، لازمه نه ګڼم پر خپله ژمنه وفا وکړم . هو که هغه پریندین وای ، نو حالت به بل شان وای خووینې چې تېروتی وم ... پر هسي یو لوده سړی مې د پریندین ګومان کړی ؤ !
دولسکایا کائوچوکوا په قهر او غوصې اعترض وکړ :
- رذیله ! رذیله ، بې شرمه !
- که هغه په رښتیا پریندین وای تا حق درلود له ماغوښتنه وکړې ... خو پریندین نه ؤ ! هغه یا موچې ، یا ګنډونکی (خیاط) ؤ او تاسې وايۍ چې دداسې یو چا په خاطر باید پيسې ورکړم ؟ ګرانې زه یو پتمن سړی یم ... پوهېږې ...
او په داسې حال کې چې روان ؤ ، خپل لاسونه يې و خورول او زیاته يې کړه:
- او که بیا هغه په خپله پریندین وای نو زه مکلف وم پر خپله ژمنه وفا وکړم خو زه څه پوهیږم دا سړی څوک او څه کاره ؤ !... يو ببر سړی ... هغه خو پریندین نه ؤ!...