نظرمحمد مطمئن
د حضرت صاحب د وينا مهم ټکې
يوه ښځه خبري کوي څوک يې نه پريږدي حضرت ورته وايې چې بفرمايد
ولسمشر چې څه وویل ډیر يې ښه او د افغانستان په ګټه وو، مګر موږ ته قران تعليمات راکوي، آیت دی چې دعوت په سم ډول وکړئ
ولسمشر زما د اولاد او شاګرد پرځای دی، زه يې ولي نعمت يم، زه يې د اولاد په ډول ساتم، تراوسه د ملګري او وروري لاس مو ورسره کړی ده
۵۰ سلنه دده په رياست کې زه هم برخه لرم، هغه هم زما احترام کوي، په محضر عام کې زما لاس مچوي، مګر زما خبرو ته غوږ نه نیسي. عمل زما پر خبرو نه کوي
که زما پر خبرو يې عمل کولای دا مشکلات به نه وای پيداشوي
زه مسلمان يم او الحمدلله په شريعت برابر يم
کله چې امريکا ته تلی او له اوباما سره يې مجلس درلود، ورته مې وویل چې احساساتی نه شي، او احتیاط کوه
زه يو سپين ژیری یم که زما خبرو ته غوږ رئیس جمهور ونيسي دده په ګټه ده
ولسمشر وایې چې امریکا زموږ خلک ووژل ، بنديان کړل او نور...
اوس چې هر څه ده وویل سم دی حق په جانب دی، امریکا بايد خپلې تيروتنې تکرار نه کړي
که تړون امضاء شي او امریکا تخطي کوي، دا ملت ژوندی دی مړ نه دی، موږ روسانو ته ماتی ورکړي، اوس هم زه تعهد له تاسي او حکومت سره کوم، موږ مړه نه يو که امريکا مخالفت کوی موږ پاڅو کوو، اګر که په تش لاس وي
امریکا هم بايد فکر وکړي چې افغانان غريب دی، روس موږ مات کی آوس امريکا ابر قدرت دی، دا زموږ د جهاد له برکته
د تړون له لاسلیک څخه نه شاته کيږو، ولسمشر دي موږ ته وعده راکړی چې قرارداد ژر لاسلیک کوم
که امريکا په آینده کې سرغړونه کوي موږ له ولسمشر سره دريږو
که تړون نه امضاء کوي، زه له ټولو چوکيو استعفی کوم او کوم بل ملک ته هجرت کوم، زه په دوه درې ورځو کې له هيواده څخه ؤځم، مجبوره یم چې هيواد پريږدم، ځکه زما خبره څوک نه اوري او زما نصيحت ته څوک غوږ نه ږدي.
تړون زموږ په ګټه دی، او زموږ له پاره مهم دی
ولسمشر ته وړانديز کوم چې صادق مدبر ته د ښه کار مډال ورکړي
له ټولو مشرانو، امنيتې ادارو او رسنيو څخه مننه کوم
کرزي بيا سټیج ته ولاړشو، حضرت وايې که هر څه دي په ذهن کې درغلي وي اوس فايده نه کوي
وایم چې تکراری ووایم ، امريکا زموږ کورونو ته نه شي تللای او زموږ خلک نه شي وژلای، سوله به راځي او سوله به کوو
د کرزي او حضرت مشاجره شروع شوه
که تړون امضاء ن کړي زه خفه کيږم، حضرت وايې
کرزي حضرت ته وویل برو (زه ولاړ شه)