پوهنیار بشیرمومن
د انساني علومو د څیړونکو له مطالعاتو څخه داسې ښکاري، هغه ستونزې چې نن د افغاني ټولنې په وړاندې پرتی دي په سرسري او بې بنسټه خبرو علاج کیدای نشي. نو په دې وجه لازمه دا ده چې په دې اړه ژور فکر اوسوچ وشي. خو ژوند او روزګار دا خبره جوته کړې چې پرته د انساني علومو موږ هیڅ کولای نشو. ځکه چې انساني علوم مختلف اړخونه لري د سیاسته نیولې تر اخلاقه او د ژوندانۀ چاپیریاله تر نورو ټولنیزو مسایلو. به بله وینا د
انساني علومو اصلي موخه او هدف دا دی چې موږ څنګه وکولای شو چې پر ناخوالو بری ومومو. خو دا ساده خبرې نه دي، دا ټولې لاسته راوړنې د پرمختللو هیوادونو د متفکرانو او د کلونو کلونو هلو ځلو او مشاجرو نتیجه ده. ِیعنې داسې په وړیا توګه تر لاسه شوې نه دي. خو نه یواځې زموږ به ملک کې، بلکې په یو شمیر هغو هیوادونو کې لکه زموږ هیواد هم د دې فکر خاوندان هم نه دي توانیدلي چې داسې بریاوو ته ورسیږي. دا ځکه چې انساني علومو ډیر پخوا معلومه کړې چې هر فکر له دوو برخو څخه جوړېږي: 1- عقل 2- احساس
بر سیره پردې چې احساسات ډیر مهم دی خو کله نا کله د شخړو او توپیر عامل کیدای شي. موږ د انساني علومو مختلفو اړخونو څخه داسې زده کړي دي چې عقل په ټولو انسانانو کې یوشان عمل کوي او څومره چې عاقلانه او هوښیارانه په کې برخه واخیستل شي هغومره د نږدیوالې او د ملګریتوب سبب ګرځي او د شخړو او توپیر میدان لنډیږي. د بیلګې په توګه اوس د افغان ولس پروړاندی یوه مهمه او حیاتی مسئله پرته ده او هغه ټولټاکنه ده. نن سبا د دریم ځل لپاره افغان ولس خپل ولسمشر په د موکراتیک ډول ټاکی. البته ټولټاکنه یوه لاره ده چې د هغې له طریقه جمهور ریسان سره بدلیږی خو د ولسمشرانو په دی تګ او راتګ کی، دا خلک او ولس دي چی اصلي رول لوبوي. خو له بده مرغه چې حالات زمونږ په هیواد کې په بل ډول دي چې د ټولنې پیژندنې د اصولو سره سمون نه لري. پر دی بنسټ، دغه بنسټیزه اړیکه چې نن د انتخباتو ګټنه او بایلنه ټاکي او تعینوي، له نظره ونه غورځوو. په کار ده چې دلته له احساساتو نه نه، بلکې له عقل او هوښیارۍ نه کار واخلو او دغه ملي دنده په بریالیتوب سره سرته ورسوو، تر څو دموکراسی زموږ په هیواد کې بنسټیزه شي. او له بلې خوا د دنیا خلکو ته به دا خبره په ډاګه کړو چی افغانان دا فرهنګ هم لري. د دې انتخاباتو بل مهم اړخ دا دی چې د لومړي ځل لپاره زمو په هیواد کې به په سوله ييز ډول، قدرت نوي ولسمشر ته انتقال شي. نن سبا زموږ د هیواد حساسي شیبې دي. هر څوک هر چا پسې څه چې زړه یې غواړي وایی، خو افغان سیاست پوهان او په وطن او خلکو مین وطنوال ته په کار ده چې په سړه سینه او حوصله مندۍ دغه وضعیت تر کنترول لاندې راولي او د تاوتریخوالو مخه ونیسي. په هر حال، خو د عقل خبره دا ده چې نن ورځ زموږ په ملک کې ډیرې مهمې او د ژوندانه خبرې شته چې لومړی هغوئ ته باید پاملرنه وشي چې ټول افغان منورین (پښتون، تاجیک، ازبک هزاره اوټول هغه څوک چې نن په دغې جغرافیا کې چې افغانستان نومیږي، ژوند کوي) په ګډه سره ملي ګټې تعریف کړي. داسې یو مضبوط دولتي سیستم او میکانیزم رامينځ ته کړي چې سبا یو هندو افغان هم وکولای شي، جمهوري ریاست ته لار پیدا کړي. خوا دلته له دې لیکنې موخه دا ده چې زموږ منورین تر اوسه کامیاب شوي ندي چې د نن او سبا لپاره یوه ګډه کارنده لاره پیدا کړي. دا ځکه چې یو شمیر د فکر خاوندان په فرعي مسایلو مشغول دي چې په عمومي ډول پر دوو برخو ویشل کیدای شي: 1- جهادي 2- غیر جهادي
جهادي ډیری هغه ګروپونه دي چې په پاکستان او ایران کې روزل شوي دي او تر اوسه د هغو هيوادونو ګټې ساتي، نو په دې وجه دوئ ته په ظاهره کې اسلام لومړیتوب لري نه ملي ګټې. بې ځایه به نه وي چې دې وروڼو ته ووایو چې وروڼو سعودي عرب د حضرت محمد (ص) کور دی. کله چې د حضرت محمد(ص) بی عزتي کیږي، د هغوی غږ څوک نه اوري ځکه چې هغوی خپلو ملي ګټو ته ګوري نه اسلام ته. خو افغان خوارکیان چې نه د دنیا نه خبر دي او نه هم داسلام نه، په تش نس او لغړ وجود واټونو ته راوځي او د اسلام د دفاع خبرې کوي. دا په دې حال کې چې د سعودي مشران د شرابو پیکونه جنګوي او په دې بیچارګانو ملنډې وهي. دا خو معلومه ده چې دوئ د ملي ګټو په معنا او مفهوم نپوهیږي، خو په دې باید پوه شي چې د مور او کور ساتل پر ټولو انسانانو او په خاصه توگه پر افغانانو فرض دی. لومړۍ باید دا کار وکړي او بیا د ګاونډیانو غم وخوري.
غیر جهادي ګروپونه بیلابیل دي. لومړې هغه افراد او اشخاص چې ږیرې نه درلودې او په غربي ملکونو کې او یا په ګاونډیو هیوادونو کې اوسیدل. دوی ته دوهم سورت مجاهدین ویل ګږي، ځکه چې دوی د شوروي اتحاد پر ضد هم لیکنې او تبلیغات کاوه. د دغو جنګي او د ږیرو خاوندانو مجاهدینو او غیر جنګي او بې ږیرو مجاهدینو په تړاو یوه خبره را په یاد شوه، هغه دا چې په قندوز ولایت کې دوه ډوله مړزان (بودنی)، چې قنداریان ورته کرک وایي، پیدا کیږي. الف- جنګي بودنې چې په ځانګړي توګه د جنګ له پاره روزل کیږي. ب- صورتي یا خوانشي بودنې چې سندرې وایي. دغه توپیر دې کیسې ته ورته دی. همدا رنګه دغیر جهادي په برخې خوارکیان کمونيستان هم شامل دي چې نن ورځ له موده غورځیدلی دي. د دوی داستان هم ډیر تراژیک دی. دا په دی چی د دوی رهبرانو یو بل سره ووژل او په دی ډول د مجاهدینو او وروسته د طالبانو د راتګ زمینه یې برابره کړه. خو له بده مرغه چې یو شمیر بیچاره ګان د دغو رهبرانو عاشفان دي. په بله وینا دوی پر ځای د دې چې پر وطن او خلکو مین وي پر رهبرانو واله او شیدا دي. خو د دوی د ډیریو د صداقت او وطن پالنې سارې نشته. دوی ډیر په وطن او خلکو مین خلک وو، خو مشکل دا وۀ چې ډیر ارماني او رومانتیک خلک وو، او د افغاني او سنتي ټولنیزو نزاکتونو ته یې په لومړي ځل کې چندان پاملرنه نه درلوده او یا خو د ټولینیزو علومو له پلوه د خپلی ټولنې نه سم تحلیل نه درلودۀ. په بله خبره، دوی خپل ارمانونو ته په ډیر مقدس نظر کتل خو د خپلی ټولنی واقعیتو ته لږ اهمیت قایل وو. خو د خوشحالۍ ځای دی چې نن دا خلک هوښیار شوي او دنیا او وطن ته ډیر په ریالستیک توګه ګوري اوڅیړي يې. له دې خبرو څخه که تیر شو، اصلي موضوع دا ده چې افغان منورین باید د دې حساسو شیبو په اهمیت ځان پوه کړي. هر مخالف ته د دښمن خطاب ونه کړي او د یوې ګډې کړنلارې لپاره باید ټول سره په ګډ ه هڅه وکړي چی د یوۀعالم او په علم او سیاست پوه سړي، یعنی ډاکټر اشرف غنی احمدزي ملاتړ وکړي چی خپل صداقت او له وطن او افغان ملت سره يې د خپلې مينې ثبوت ورکړی دی. د امنیت د پخواني وزیر په اند « دا وطن یوصادق با تقوا او پوه شخصیت ته اړتیا لري» . دا سمه خبره ده خو د انساني علومو پربنسټ د سیاسي مشرۍ او یا با تقوا لارښودنې په څنګ کې سیاسي سیستم یعنې لوی او عملی پروګرام هم ډیرمهم دی. خو کاشکې چی ښاغلی امر اله صالح هم د ډاکټر اشرف غني سره یوځای وای. زما په فکر د ښاغلی صالح ګډون په دې کمپاین کې کولای شو چی یو خاص رول ولوبوی او هغې ته بله ښکلا وروبخښي. په هر حال ډاکټر اشرف غني یواځنی څوک دی چې کولای شي افغانستان له دې بد بختیو څخه وژغوری. ځینی افغانان پر ډاکټر اشرف غني نیوکې کوی چې ولي له دوستم سره یوځای شو؟ خو زه به داسې ووایم چې دا افغانستان دی او دغه یې دسترخوان. هر چاته چې خلک رایې ورکوي هغه مشروعیت لري. شاید اکثریت زموږ ازبک ورونه جنرال دوستم ته رایې ورکړي چې دې جریان ته مشروعیت ورکوي . دا خبره هم باید په پام کې ونیسو چې ارګ او مجاهدین په دې هڅه کې دي چې د ډاکټر عبدالله او یا قیوم کرزي تر مشرۍ لاندې یو ایتلافی حکومت جوړ کړي او د ډاکټر اشرف غنی د کامیابۍ مخه ونیسی تر څو د ارګ او مجاهدینو جنایتونه، رسوایی ګانی او فساد پټ پانې شي. نو په دې وجه په کاردی چې له هر امکان څخه د ډاکټر غني د بریالیتوب په موخه او هدف استفاده وکړو. پرته له دې چې سترګې په لار شو چې زموږ برخه به په دې کې څه وي. موږ باید د خلکو او هیواد او ملي ګټو ته وګورو نه خپل شخصی ګټو ته. ځکه چې په ملي ګټو، خپلو شخصي ګټو ته لومړيتوب ورکول، به لویه او نۀ بخښونکې ګناه وي. د هیواد روانو حالاتو دا خبره جوته کړې ده چې دا به یواځنۍ او منطقي لاره وي اوپه دې کې باید له خپل وطن د روانو حالاتو او له مدرنو ملکونو له تجاروبو څخه سمه او پر ځایه ګټه پورته کړو. او په انساني علومو او افغاني ځانګړو نزاکتونو ځان پوه کړو. که نه نو سبا به ډیره ناوحته وي، او له اختر نه بعد نکریزو ته به ورته وي. زما په اند دا به له غلو او توپګ سالارانو څخه د خلاصون وروستی چانس، او د ترقۍ، امنیت اوثبات په لور يوازينۍ لاره وي.
بریاوې او سوکالي دې د افغان ملت په نصیب شي