حبيب الله غمخور
همدا نن شپه مي دارياناافغانستان تلوېزيون دشپې داتو بجو په خبروکي داسي يودردونکی اوبوظهونکی خبر واورېدي چې دبشرپه تاريخ کي ساری اوېلگه نلري .
په خبرکي راغلي وه ،په بغلان ولايت کښي دخلکو پر وړاندي پر يوه (( ۱۵)) کلنه انجلۍ تجاوزي وسو،داځکه چې ددې ماشومی انجلی دکورنۍ کوم غړي ددې بلې کورنۍ پر((۹)) کلنې ماشومی انجلی تجاوز کړئ وو.دېته په
افغاني کلتور کي بدل وايي . خوددې پنځلس کلنې پېغلوټی گناه څه ده ؟ چي ددې دکورنۍ ديوه نارينه غړي لخواپر يوې بلې ماشومی دتجاوزکيږي . دابشری وحشت اودانساني کرامت نه لري کړنې دي . دولت بايد پدې هکلیه دبشردحقوقودنړيوالی اعلاميې ،بشری قوانينو اوانسانی عاطفی په نظرکي نيولوسره چې په اسلام کي ورته دقدرپه سترگه کتل سوی ډير عاجل او ضرو راقدام وکړی ،پدې وحشی کړنه کښي ټول نارينه له يوه سره بايد محاکمه سي ،ترڅودنورودې وحشی پلوه عنعنولپاره عبرت وگرځی . زماپه نظر دقلم خاوند ټول افغانان ،که انسانی احساس لري اوځان دبشريت پر وړاندي ژمن بولی ،بايد داډول وحشی اوله انسانی ادب اواحساس نه ليري کړڼي په ټول توان اوطاقت وغندی .ددولتی چارواکونه په کجلکه وغواژی چې ډيیر ژر اوپر دواړو ماشومو انجونوباندي جنسی تيری کونکی دبغلان دښار په يوه څلور لارې کي په دار وځړېږي .ترڅودنورولپاره عبرت اودالعنتی عنعنه دتل لپاره چې ټول افغان ولس په ټوله نړۍ کښي تر حيوانانونه بدتر معرفی کوي دابد لپاره ورکه سي ، لعنت پرداسي عنعنې . ددې بشری وحشت پر خلاف ملي مبارزه په افغانستان کي دټولو سياسي گوندونو،فرهنگی ټولنو ،مدنی ټولنو اوسازمانو ،سياسی څېړونکو ،ملی شخصيتونو اوخپلواکو قلموالو اوهغو مذهبی شخصيتونوده چې په رښتيا يوازي خداي او رسول ته ئي وفاداروي نه کوم بلې مسلې ته .... ملي او انسانی دنده ده چې ددې وحشت پر خلاف دخپلو ټولوامکاناتو نه پراخه استفاده وکړی .ددې وحشت پر خلاف مبارزې نه دولت په هره ټولنه کښي عاجز دی داددغوپه گوته شويو سازمانو ،گوندونو اوټولنيزشخصيتونودنده ده چي خلک پوه اوله دې وحشت نه را وگرځوی . داليکنه پدې ټکو رانغاړم چې که موږ هر افغان ددې وحشی داستان لوبغاړي اوسو احساسوم اوپدې متيقن يم چې سمدواره ئې پر خلاف راپورته کيږو.ددې ناوړی عنعنې لپاره هيڅ نوع دليل اوبرهان دمنلو وړنه دی ،داوحشت دی او وحشت .