زړه بوډۍ له خپلو منګیو سره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

یوه لنډه چینايې کیسه

ژباړه : د عبدالملک پرهیز
وه نه وه یوه زړه ښځه وه چې په دوو منګیو کې به يې له ويالې اوبه راوړل، دغه منګي د یو لرګې دواړه سرو ته ځوړند ول چې ښځې به پر خپلو اوږو ايښې ؤ.
یو منګې درز درلود ، په داسې حال کې چې بل منګی روغ ؤ او اوبه ترې نه څڅېدل، هر ځل به چې ښځې منګي ډک کړل او له ګودره تر کوره اوږده لاره به يې وهله نو د هغه منګي چې درز يې درلود اوبه څڅېدل او کله به چې ښځّه کور ته ورسېده نو منګی به یم تش ؤ.

پوره دوه کاله هره ورځ به ښځې همداکار کاوه او تل به د هغې درزلرونکی منګی نیم تش کور ته راتله.
ډک منګي به تل پرځان ویاړ کاوه ، او درز لرونکی منګی به تل شرمېده. د منګي عیب ددې سبب کېده څو خپله دنده چې ورته سپارل شوې وه ، نیمه بشپړه کړي.
تر دوه کلونو وروسته په پای کې مات منګي د ګودر تر څنګ زړې بوډۍ ته وویل :
زه له ځانه شرمېږم ، ځکه دغه درز چې په ما کې شته سبب شوی څو زه نیمې اوبه په لاره کې له لاسه ورکړم او کله چې ته کور ته رسې نو نیم اوبه په لاره چې تويې شوي وي.
ښځّه مسکۍ شوه او مات منګي ته يې وویل:
آيا تا هغه ګلانو ته پام کړی چې په هغه اړخ کې چې ته يې غوړېدلي دي؟
وینې چې د لارې بل اړخ ته کوم ګل نه دی شی شوی !
زه ستا له نیمګړتیا تل خبره وم ، نو ځکه مې ستا په اړخ لاره کې د ګلان تخم و شینده څو هر ځل چې له ګودره کورته راځم ته هغوی خړوب کړې.

ما پوره دوه کاله له دغه ځایه ګلان ټول کړي او خپل کور مې پرېښکلی کړی. که تا درز نه درلود هيڅکله به دغه ګلونه او د هغوښکلا زما کور ته نهوای راغلی، موږ ټول خپل عیبونه او خپلې نیمګړتیاوې لرو.
خو همدا نیمګړتیاوې دي چې زموږ ژوند ته ښکلا وربښي او په زړه پورې کوي يې.
موږ باید خلک څنګه چې دي هغسې يې ومنواو هغه ښېګنې ته وګورو چې دوی يې لري.
تاسې ټولو ته چې مات منګي مو اخیستي ، د خوښۍ هیله کوم او په یاد ولرۍ که هغه ګلان چې ستاسې په یو اړخ کې غوړیدلي دي ، بوی کړۍ.
له خپل نیمګړتیاو مه ډارېږۍ ، ځکه زموږ د ژوندانه په لاره کې خدای ګلونه کرلي چې زموږ له نیمګړتیاو خړوبېږي او غوړېږي.