رفيع الله روشن
نشه يي توکي هغه څه دي چې له سالم بدن څخه سليم عقل اخلي،احساس،حواس،عقل اوشعور وژني،حتی تر دې چې انسان د مرګ تر کندې رسوي،نوپکار ده چې ورڅخه ځان ساتنه وشي،هغه ځوانان چې معتاد وي بايد تر درملنې لاندې ونيول شي،معتاد اشخاص بايد د نورو پر وړاندې نشه ونکړي،بالخصوص د ماشومانو په مخکې،ځکه ماشوم چې څه په کوچنيوالي کې ياد کړي بيا يې تر ډېره عمره له ياده نه وځي.
که سترګې پټې نکړو اوحق تر پښولاندې نکړو نو په اوسنۍ حاکمه دولتي اداره کې ددغو ناوړه توکيو داستعمال په خاطر يوڅه مبارزه هم شوې، چې ډېره ونډه پکې رسنيو لرله اوپه رسنيوکې بيا ځينو ټلوېزيونو،چې د نشته يې توکيو پروړاندې دمبارزې لپاره يې ځانګړې خپرونې جوړې کړې دي په هره خپرونه کې د دغو موادو په زيانونو له يوه متخصص شخص سره خبرې کوي، له سټډيوګانو بېرون ښار اوکوڅوته ځي اوهغه څوک چې په لاس کي يې سګرټ،نصوار،چرس اونور مضر نشه يي توکي وي ورڅخه اخلي او خبري ورسره پرې کوي،چې هغه شخص هم متوجه کېږي اوپه اينده کې ځان له دغه بدمرغي څخه ژغوري، بلخوا له مخدره موادو سره دمبارزې وزارت لخوا په وروستي ورکړشوي راپور کې چې د د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې په همکارۍ چمتو شوی دی ويل شوی چې ددغه وزارت او نورو هغو ادارو له هڅو اوزيارونوسره سره چې دنشه يې توکيو داستعمال،پلور،پېراوکرنې دګراف په ټيټولوکې يې کړې، ويل شوي چې تر يو ميليون افغانان په نشو روږدي دي،چې له دې جملې څخه يې زياته فيصدي د ترياکو او هيروينو استعمالوونکي دی، په دغه راپور کې راغلې دغه معتاد افغانان هر کال د ۳۰۰ميليونه ډالرو په ارزښت مخدره مواد کاروی،چې ټول يې په کورکې (افغانستان) دننه توليدېږي.
خوله دې هرڅه سره سره بياهم زمونږ ډېري هېواد وال بيا هم په دغووژونکيو،بې عزته کوونکيواوله انسانيته وېستونکيو توکيو اخته دي اولا هم اخته کېږي،ددغه قشر شميره دومره زياته ده چي له مهار کولو څخه وتي ،که څه هم له نشه يي توکيو سره دمبارزې وزارت په راپور کې ويل شوي چې دغه فيصدي يې ۵۸ ته راښکته کړې خو بيا هم کمه ده ،اوس هم په ځينو ځايونوکې ددغو توکيو مصرفونکي سره راټول اوخپلې لوخړې اوباسي،دبېلګې په توګه يې يواځې دکابل په ښار کې له ځينوځايونوڅخه يادونه کوم.
دشهرنوپارک هغه ځای دي چې هره ورځ تر شلوزيات پوډريان پکې دېره وي،دغه پوډريان دورځې لخوا سوال کوي،ددوکانونو لمخې خالي کارتنونه سپنجونه،کاغذونه او نور شيان پټوي اودشپې لخوا يې په پارک کې دځان لاندې هواروي او ورباندې ويده کېږي،ډيري خويې په پارک کې دحلقه يې سړک لاندې تېرشوي د اوبو بلولونوکې ننوځې اوهلته دژمي له يخنۍ څخه پټېږي،چې په دې ډول سره خپلې دژوند دغه بدبخته شېبې تېروي،ډېري وخت کله چې په ماذيګر وخت کې پوډريان سره راټول شي او نشه کوي، په پارک کې هغه ځوانان اوماشومان چې د لوبو لپاره راغلي وي، دهغوي د پوډرو اوچرسو لوګي دتنفس په واسطه تر خپلو ستونو تېروي، چې دايې يوبل خطر دي چې دنشه يانو لخوا دټولنې ځوان اوسالم قشر ته متوجه دي،ددې ترڅنګ بايد ددې يادونه هم وکړم چې ددغو نشه يانو په بنډارونو باندې پوليس هم ښکته پورته کېږي خو په تاسف بايد ووايم چې هېڅ هم نه ورته وايي.
يواځې دشهرنوپارک نه بلکې،دکابل ښار نور ډېر ورته ځايونه لکه : پول سوخته، پول خشتي،شاه دوشمشېره ولي زيارت،ګذرګاه ... اوداسې نور ډېرځايونه په دغو مکروبونو ککړ دي،بلخوا اوس له دغو بې کوره اوبې کسه نارينه پوډريانوترڅنګ ځينې ښځې هم ليدل کېږی چې په نېشو اخته دي،خو دغه ښځينه معتادينې بيا د ښاريانو اوځوانو هلکانو لخوا په بېلابېلو ډولو ځورول کېږي،چې دوی هم ان د کنزلو او بدرو ردو تر پولې ورسره رسېږی هغه دځينو په اصطلاح بېخي کچې ته سره وځي، خودغه ښځينه نشه يانې هم له ګاونډي هېواد ايران څخه را اوختې هغه افغانانې دي چې کلونه پخوا هلته دمهاجرو په توګه تللي اوپه ترياکو،پوډرو او نورو توکيو معتادې شوې او اوس دهغه دولت لخوا بېرته را شړل شوې دي.
سوال داپيداکېږي چې ولې دغه ځوانان په نشه اخته کېږي لامل يې څه دي او ولي ورته ډېره توجه نشته، ځواب يې دادي چې دغه وګړي له زده کړو لرې پاتې شوي،بل داچې هغه ځوانان چې زده کړې هم لري خو په دفاتروکې ورته دکار کولو موقع نه ورکول کېږي ،دهغوي مايوسيت،نا اميدي او ډېپرېشن ددې لامل شي چې دخپل سوچ اوفکر د بدلون اونسبي ارامتيا په موخه دغو مضرو توکيوته مخه کړي،همدارنګه هغه ځوانان چې له هېواده بهر نورو همسايه اوهغو هېوادونوته ولاړ شي چې دنشه يې توکيو استعمال،دود او ازاد وي ،دوي هلته دکار کولو وروسته دخپلې ستړتيا د لرې کولو لپاره نشه يي توکي استعمالوي،چې په هغو هېوادونوکې دغه مواد په مختلفو دولونو اوبېلابېلو شيانوکې کاريدلي دي لکه،مشروبات،ژاولي،ککو اوداسي نورو خوراکي توکيوکې يې ګډ کړي وي.
نوله دولت اوخصوصاً له مخدره موادو سره دمبارزې وزارت بايد دغو خلکوته لا توجه وکړي،ددوي د راتلونکي په اړه دې فکر وکړي،همدارنګه دې ددوي کورنيوته فکر وشي، که څه مخکې مې يادونه وکړه چې په دې برخه کې کار شوي دي خوڅومره چې لازمه ده اواړتيا ورته ليدل کېږي په هغه پيمانه ندی شوی.