دخواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بیا زموږ  د پښتو ادبیاتو په   معاصر  تاریخ  کې  د ویر  او ماتم  غږ  راپورته  شو. یو دروند، قدرمن او نوښتګر لیکوال او شاعر ارواښاد استاد نصرالله  حافظ په کابل  کې  له   دې  فاني  نړۍ څخه  د تل  لپاره  سترګې  پټې  کړئ :
انالله وانا الیه راجعون


د پښتو ادب  په  ګلبڼ  کې ( ارواښاد نصرالله حافظ ) هغه   غوړیدلې ، سمسور، تازه  او ښیرازه ګل  و،  چې  د خپل لوړ  ذکاوت ،   او څپاند هنري او ادبي استعداد  په  وسیله  یې  د شعر په  اسمان کې داسې ستورو ته  لاس غځولې و، چې  د  ده  ښکلي او اغیزمن  شعرونه  زموږ  د هیواد د ادبیاتو په  تاریخ  کې څرګنده او ځلانده بیلګې دي  .  د ده  منظوم او منثور آثار  د مضمون، محتوا او فورم  له  مخې  د پښتو ادب  او شعر په  بڼ  کې ارزښتمن، ګټور، رنګین او په زړه پوري ملي ، ادبي او هنري شتمنې شمیرل کیږي .
د ارواښاد استاد نصرالله حافظ  دروند  او ویاړلی نوم  زموږ  د پښتوادب اوهنر په رنګینه  نړۍ کې د تل  لپاره  ژوندی، نه  ورکیدونکې او نه  هیریدونکې دی .
زه  د ارواښاد نصرالله حافظ صاحب  د مړینې په  مناسبت  د زړه  له کومې خپګان  او ژوره  خواشیني څرګندوم، د ده  درنې کورنۍ ، خپلوانو  او د ادب  مینه والو ته  د زغم،  صبر او تسلیت مراتب  وړاندې کوم، او د لوی خدای څخه  ده  ته  د  فردوس  جنت  غواړم .
اروا دې  ښاده وي .
په ډیر درنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود