د نصیر الدین حقاني وژنه! علتونه، دلالتونه او سپارښتونه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بریالی مجاهد
   نصیر الدین حقاني د وتلي او مشهور جهادي قوماندان ښاغلي جلال الدین حقاني مشر زوی تېره ورځ په پاکستان کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو، دا چې نوموړی ولې ووژل شو؟ ښکاره خبره ده، نوموړی له یوې خوا د امریکې دښمن و، له بلې خوا د کرزي د حکومت، او ای اس ای د دواړو لپاره منځګړی!!


  که څه هم چې په عام ډول ویل کېږي چې نوموړی په اسلام آباد کې وژل شوی، خو تر اوسه په دقیقه توګه نه ده یقیني شوې چې د اسلام آباد په کومه سیمه کې؟ ځکه اسلام آباد هم ځینې داسې سیمې لري چې داسلام آباد نوم ور پورې دی، خو په حقیقت کې بیدیاوو ته پاتې کېږي، په کوم ځای کې چې د هر څه کولو امکان شته.
  دا هم ویل کېږي چې نوموړی په اسلام آباد کې په خپل کور کې اوسېدو! که دا خبره رښتیا وي نو یقینا چې ځینو کسانو ته د اندېښنې وړ ده، ځکه دومره یو لوی او مهم شخصیت چې امریکې یې پر سر په ملیونونو ډالري جایزې ټاکلي وي، څه ډول په اسلام آباد کې چې د امریکې د غلامانو مرکز دی اوسېدای شي؟
  خو د ای اس ای د آني ګټو تقلبي پالیسیو ته په کتو سره دا دومره د اندېښنې خبره نه ده، ځکه ای اس ای وخت پر وخت د خپلو ګټو لپاره اوړي را اوړي، په دې اړه هېڅ انساني ارزښت، اسلامي اصل او اخلاق نه پېژني، کله کله مسلمانانو ته ځان دومره ورلنډ او د اسلام د مبارک دین ریښتني سرتېري او غمخور جوړ کړي چې هغوی په خپل ایمان کې شکمن کړي، چې سړیه اصل مسلمانان خو دا دي! مونږ خو هسې په خوله د اسلام او مسلمانۍ نارې وهو! د بېلګې په توګه استاذ یاسر په همدې ډول جعلي او تقلبي پالیسۍ باندې د بې ځایه خوشباورۍ ښکار شو!  هر هغه څوک چې په ای اس ای باور کوي، په حقیقت کې په سر کې ماغزه نه لري!
 او کله کله بیا د کفر او کفارو مخلصانه چوپړ ته داسې مټې را ونغاړې ته به وايي چې د نړۍ پر مخ بل کافر نشته!
  په هر صورت لیرې نه ده چې نصیر الدین حقاني دې په پټه توګه نوموړي ځای ته د څه خاص هدف لپاره تللی وي، خو خبر نه و چې هغوی پل پسې اخیستی دی! د نوموړي په وژلو کې د ای اس ای لاس او رول په هېڅ ډول له پامه نشي غورځول کېدای:
لومړی: کېدای شي نواز شریف په سپېنه ماڼۍ کې له تور اوباما سره د ډرون حملو په څېر کومه توره معاهده لاسلیک کړې وي، چې دا دي تر ننه یې په ښکاره مخالفت کوي، خو په حقیقت کې د پاپي په څېر لکۍ ورته ښوروي! او امریکه یې هم پروا نه لري، وخت په وخت یې د ټولې نړۍ په وړاندې د شا له خوا لمن ور پورته کوي! چې ډرون حملې د پاکستان دحکومت په خوښه او موافقه تر سره شوې دي او تر سره کېږي! خو شرم او حیا په چا کې او چېرته!!
 نو له دې کبله د حکیم الله مسعود او دا دي ورپسې د نصیر الدین حقاني وژنې، په دې وروستیو کې د اسلام آباد او واشنټن تر منځ د نويې کوزدې او یارانې محصول ګڼل کېدای شي.
دوهم: دا هم لېرې نه ده چې د کابل استخباراتو په دې ترور کې لاس لرلی وي، څه وخت مخکې په لوګر ولایت کې د امریکایانو له خوا د پاکستاني طالبانو د یو مشر عبد اللطیف مسعود نیول هغه څه وو چې د کابل استخباراتو او عبد اللطیف تر منځ یې د یارانې مزی را لوڅ کړ، کوم څه چې په سیمه ایزه او نړیواله کچه یې که یوې خوا په افغانستان کې د امریکې د مطلق العنانۍ او ټولواکۍ ثبوت وړاندې کړ، په دې معنی چې امریکا څه وغواړي او هر وخت یې چې وغواړي کولی شي، نه د احمد او نه د محمود د چي میکني او چي نمیکني پروا لري!  له بلې خوا یې د پاکستاني حکومت پر خلاف له پاکستاني طالبانو سره د کرزي خیلو د ځان ور لنډولو له هڅو نه پرده پورته کړه!
 اوس به کابل خېلو غوښتي وي، پاکستان ته وښيي چې که مونږ ستاسو له مخالفینو سره مزي غځولي، نو تاسو هم زمونږ له مخالفینو سره لاس یو کړی، او دا یې ثبوت چې زمونږ دومره لوی او مهم مخالف ستاسو د کور په زړه کې اوسي. په دې حال کې هم د ای اس ای د ځینو شبکو له ملاتړ پرته دا کار نشي ممکن کېدی!
دریم: که ای اس ای هر څو ووايي چې دا کار یې نه دی کړی؛ ځکه د منلو نه ده چې که دا کار په رښتیا دوی نه وي کړی، او یا یې له ترسره کوونکو سره مرسته نه وي کړي، نو دېته څه ځواب لري چې: په دې کې خو د شک ځای نشته چې دوی دې د نصیر الدین حقاني په اړه معلومات نه وي لرلي، دوی به خامخا خبر وو چې نصیر الدین حقاني چېرته دی، که دوی په رښتیا د نصیر الدین وژل نه غوښتی، نو لومړی خو یې باید د هغه امنیت ساتلی وای، که یې دا کار نه کولی، په دې خو به خامخا خبر وو چې د ترور لپاره یې هڅې روانې دي، کم تر کمه  باید خبر یې ور کړی وای، تر څو هغه له ځان سره پام کولی!  خو چې نه یې هغه وکړل او نه دا معلومه خبره ده چې کیسه څه ډول ده!!
څلورم: دا کار که د هر چا له خوا او په هر صورت تر سره شوی وي،  څو دلالتونه له ځان سره لرلی شي:
۱ – پاکستان غواړي او یا کولی شي له دې نه نړیوالو په ځانګړې توګه امریکې او کابل خېلو ته وښيي چې په افغان ستونزه کې زما رول له پامه نشي غورځول کېدای، په دې اړه باید تر بل هر چا زما خبرې ته زیات غوږ  ونیول شي، ځکه زه کولی شم د خپل مکر او دوکې له مخې د طالبانو له ځینو مشرانو سره  اړیکې ټینګې کړم او بیا یې د خپل غدر او خیانت له مخې ستاسو په خوښه او ستاسو په واسطه او یا په خپله په ستوني چاړه را تېره کړم!
۲ – په عین وخت کې ښايي د طالبانو ځینو هغو مشرانو ته چې د نورو عامو افغان مهاجرو په څېر په پاکستان کې اوسېږي دا ښودل مطلب وي، چې له ځانونو سره پام کوئ! او بل دا چې که غواړئ په امن او ډاډ کې دلته و اوسئ، نو له مونږ سره اړیکې جوړې کړئ، خبره مو ومنئ، تر څو مونږ ستاسو ډاډ او امنیت خوندي کړو، او که نه، نو دا دي دا ډول پېښې را منځ ته کېږي، او مونږ یې هم مخه نشو نیولی، که څه هم چې په حقیقت کې هر څه دوی خپله کوي!
۳ – طالبان باید ځان پوه کړي، او را ویښ شي چې ای اس ای هغه ای اس ای ده چې له امریکې سره ستاسو د واک او ځواک په ړنګولو کې یې له بل هر چا وړاندې او لومړی ګام پورته کړ! نه یې اسلامیت ته وکتل، نه يې ګاونډيتوب ته وکتل، حتی نه یې انسانیت ته وکتل! هغه څه یې وکړل چې تر ننه پورې کافر له مسلمان سره نه دي کړي، خو دوی له تاسو سره وکړل! ویې نیولئ! جامې یې در نه وایستې! او بیا یې د څو ډالرو په مقابل کې په امریکایانو خرڅ کړئ! او ځینې یې په زندانونو کې په ناځوانمردانه توګه ووژلئ! او تر ننه پورې یې فکر کوم جسدونه هم نه دي در سپارلي! ځينې نور مو اوس هم په زندانونو کې د ذلت او مظلومیت شپې ورځې تېروي!
۴ – په دې پوه شئ چې ای اس ای په هېڅ نه رضا کېږي، که تاسو فکر کوئ چې ددوی خبره ومنئ، له تاسو به راضي شي، یا به مو د سر او مال ساتنه وکړي، یا کم تر کمه د مرګ او ژوند پروا به مو ولري، او یا به مو په سر سودا و نه کړي! نو یقینا چې دا یوه لویه اشتباه ده، ای اس ای خپلې ګټي او موخې لري، له حالاتو او شرایطو سره سم د خپلو ګټو او موخو لپاره کار کوي، او په دې لاره کې د هر ډول ارزښتونو تر پښو لاندې کولو ته تیار دي!
 ۵ - تجربو ثابته کړې، هغه چا چې د ای اس ای خبره منلې ده، او هغه چې نه یې ده منلې، کله یې چې وخت راغلی دواړه یې په یوه چاړه حلال کړي، ای اس ای په ځانګړې توګه د افغانانو او بیا مجاهدینو او طالبانو په اړه داسې فکر لري چې دوی باید هر وخت د دوی حلقه به ګوش غلامان و اوسي، که یې خپله ضرورت و، استفاده به ترې کوي، او که یې خپله ضرورت نه و ، خو بل یې پرې خوشحالولی شوای، په دې اړه هم باید د خپلې خوښې تصرف وکړي، دوی داسې فکر کوي چې افغانان یعني زما د مېږو یا ګډانو رمه! دتل لپاره باید زما په واک کې وي، نه خپل اختیار ولري، او نه په دې اړه باید فکر وکړي.
۶ – آخر دا ولې؟ د څه لپاره؟ د افغانانو ګناه څه ده؟ خبره جوته ده، ای اس ای غواړي د خپلو نیکونو د غلامۍ غچ د افغان باتور ولس له بچو نه واخلي، دوی وايي که احمد شاه ابدالي، او محمود غزنوي هغه وخت پر هند چې مونږ یې یوه برخه وو غورځنګونه کول! دا دي نن زمونږ وار دی، خو دېته پام نه کوي چې احمد شاه ابدالي او محمود غزنوي، ځوانمردان وو، مجاهدین وو، شهامت یې درلود، په چل او دوکه نه، په غدر او خیانت نه، بلکې په غیرت او شهامت، په انسانیت او افغانیت، او د اسلامي اصولو له مخې یې هر چا ته د مرستې لاس ور وړاندې کړی و، او بل دا چې په هغه وخت کې خو له هېچا سره د ای اس ای خېلو دنطفې د تصور احتمال نه و! دا چې ای اس ای په دې قضیه کې ځان را ګډوي لویه تاریخي او نه جبرانېدونکې اشتباه کوي.
۷ ـ ای اس ای هم باید پوه شي چې د ظلم کاسه نسکوره ده، په حقیقت کې دمظلومانو له اوښکو او سویو آهونو څخه د سمندر توپاني څپې جوړېږي! کومې چې د ظالمانو دنګې ماڼۍ د سترګو په رپ کې د ځمکې له مخ سره یو کوي.
بس ده! دا دیرش څلويښت کاله د افغان مظلوم ولس له مجبوریت او مظلومیت نه سوء  استفاده بس ده! که مرسته نشئ کولئ، که مو زړه نه پرې خوږيږي، ظلم خو مه کوئ! که ددښمن په وهلو کې مرسته نشئ ور سره کولئ،  لاس او پښې خو یې مه ورته تړئ! که یې ددښمن له ظلم او وحشت نه نشئ ژغورلئ، ددښمن چاړې ته خو یې مه څملوئ! که ځای نه ور کوئ، یا یې نشئ ور کولی، دښمن ته خو یې مه ښیئ!
بریالی مجاهد