رفيع الله روشن
دهېواد پلازمېنه کابل به د روان ۱۳۹۲کال د لړم دمياشتې په وروستيو څلور ورځوکې يوځل بيا د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو شاهد اوسي،په دې مشور تي لويه جرګه کې چې دهېواد له ډېرو ولاياتوڅخه به پکې تر ۲۵۰۰مشران ګډون وکړي،دامريکا هېواد سره د امنيتي تړون پرسر بحثونه وشي اوخپلې مشورې به په دې اړوند افغان دولت ته ورکړي.
ددې جرګې لپاره مشر حضرت صبغت الله مجددې ،دوه مرستيالان نعمت الله شهراني او سيدحامدګيلاني اوهمدارنګه ۲۸نور غړي له مخکې ټاکل شوي دجرګې لپاره دتياري په خاطر جلسې هم کوي، خو د غړيو له ټاکل کېدو لس ورځې وروسته سيدحامدګيلاني چې مشورتي لويې جرګې لپاره دوهم مرستيال ټاکل شوي و،له خپلې دغې دندې څخه انکار وکړ او ويې ويل چې نه غواړي په دې جرګه کې ګډون وکړي ،هغه وويل دوه کاله وړاندې چې کومې خبرې له امريکا سره دستراتيژيک تړون په لاسليکولوکې وشوې هماغه دې عملي شي ،نوره هېڅ اړتيا نشته،بل پلو ددې جرګې مشر اوپخواني جمهور رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي،هم په ډاګه کړه چې د مشورتي لويې جرګې د رياست لپاره د يو لړ فشارونو ورورسته اماده شوی دی، بلخوا ولسي جرګې چې د مشورتي لويې جرګې سره يې مخالفت ښودلی،ددې جرګې دويم منشي،په ډاګه کړې چې ددوی اداري پلاوی او يوشمېر نور وکيلان به په دغه جرګه کې ګډون ونکړی.
دغه مشورتي جرګه به تر څلورو ورځو دوام وکړي،داسې ويل کېږي که په ځينو موضوګانو بحثونه اوږده شي شايد جرګه له دې هم زياتې ورځې وخت ونيسي،په دې جرګه کې به په ډېرو اوهر اړخيزو مسئلوبحثونه وشي،له دې جملې څخه تر ټولو عمده او هغه څه چې د جرګې د راغوښتلو باعث کېږي هغه له امريکا سره د افغانستان د امنيتي تړون په سر بحث دي، دا جرګه به په ټولو هغو مواردو چې پدغه تړون کې راغلي په مشخصو کمېټو کې بحثونه وکړي، او بيا به عمومي تالار ته وړاندې شي، ددې جرګې مشورې به له جمهور رئيس سره شرېکې شي،خو ددې جرګې ددارالانشاء ريس صادق مدبر بيا وايي چې په دې مشورتي لويه جرګه کې به يوازې له امريکا سره په امنيتي تړون خبرې وشي، اونوروموضوګانو ته به پکې ځاي ورنکړل شي ځکه دا دهمدې موضوع لپاره ځانګړې شوې او نورو مسايلوته به پکې وخت ورنکړل شی.
دغه لويه جرګه په داسي حال کې راغوښتل کېږي چې دوه کاله وړاندې هم د يوې دوديزي لويې جرګې په رابللو سره له امريکا سره ستراتيژيک تړون لاسليک شو،ويل کېږي حضرت صبغت الله مجددي ولسمشر ته ويلي وچې بيا د لويې جرګې راغوښتلوته کومه اړتيا نشته،خکه امنيتي تړون هم د ستراتيژيک تړون يوه برخه ده نو په هماغه بايد اکتفا وشي او ولسمشر دې داتړون هم لاسليک کړي،خو کرزي دا نده ورسره منلي،بلخوا داسې اوازې هم شته چې داهم له امکانه لرې خبره نده چې ولسمشر کرزي په واک دپاتې کېدو لپاره د لويې جرګې دراغوښتلو لپاره هلې ځلې کوې او ولسمشر کرزی به په جرګه کې اوسنيو حالاتوته په کتلو سره بعضي ستونزي رامخي ته کړي او پرسر به يي جرګه د اوسني دوري د اوږدېدو پرېکړه وکړي،ځينې خلک بيا وايي چې داهسي ددولت لخوا ولس غولونه ده او امنيتي تړون وختي نهايي شوی دي فيصله ورباندې شوي لويه جرګه هسي يوه بهانه ده ،هغه هم ددې لپآره چې ولسمشر کرزي ته په اينده کې څوک د ملامت ګوته ونه نيسي،نوپه دې صورت کې به پړه ټوله د هغو مشرانو په غاړه وي چي په جرګه کې ګډون کوي ،که چېرې د ولس غولول اوتېرباسل نه وي نو په ستراتېژيک تړون کې خو داهم راغلي چې که چېرې دافغانستان په سرحد يا حريم دکوم متجاوز هېوادياکومې نه مهارېدونکې ډلې لخوا بريد کېږی نو ،امريکايان به يې له افغان امنيتي ځواکونوسره اوږه په اوږه مقابلې ته وردانګي،خو ددوی په شتون او تړون سره سره پاکستان په افغانستان توغندي ورول ولې امريکا چوپه خوله وه اوهېڅ اقدام يې ونکړ؟
له دې سره جوخت د کابل د پولتخيک او ښوونې او رزنې پوهنتون محصلين شکايت کوي چې ،د مشورتي لويې جرګې د دايرېدو له اوازې سره يې درسونه په ټپه ولاړ دي،ان تر دې چې هغه محصلين چې په ليليوکې اوسېږي ورته ويل شوي چې د څه مودې لپاره دې په نورو ځايونوکې ځانته په کرايه اطاقونه ونيسی اوخپل مشکل دې حل کړې،محلصين وايي داچې کله او تر کومې به د مشورتي لويې جرګې کارونه خلاصېږي ،دوی ايد خپل غم وخوري،په وينايې چې ژمی هم را ورسېد داد استوګنې لپاره د فرش اوظرف له يوه ځايه انتقال اويا نور په بيه رانيول ورته ډېر سخت دي،دليل دا وړاندې کوي که چېرې له موږ سره دومره امکانات وای نوبياموليليه څه کوله،خوپه ځانونولپاره به مو دښار منځ کې په لوکسو هوټلونو اويا لوړپوړيزو ودانيوکې په کرايه د درسونو د پای تروخته اطاقونه نيولي وای،دوی وايې کاش چې دا خو يو قانوني کار واي چې مشروعيت يې لرلای،محصلين هم دانه مني چې لويه دې دقانون په رڼا کې وي.
داچې له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کېږي اوکنه داځانته مسئله ده خو له دغو مشرانوڅخه چې په دې لويه جرګه کې دګډون په خاطر کابل کې سره را غونډېږي،د افغان ولس غوښتنه او تمه داده چې دوي بايد دخپل هېواد اوخلکو د راتلونکې په اړه فکر وکړي،دوي بايد نور ددغه مظلوم ملت پرسر قمار ونه وي او خپل هېواد نور خپل وګڼي د خپلو شخصي ګټو پرځاي دي دهېواد ملي ګټې په پام کې ونيسي،ترڅو له نورو همسايه هېوادونوسره د سيالۍ جوګه شو او نور په پرديو جېبونو اتکا ونکړو،خپله يې وګټو او ويې خورو،نن که دغه مشران په دې جرګه کې ګډون کوی نو ولس ورباندې اعتماد لري اود همدې اصل له مخی بايد دوی دهغوی اعتماد په ځان داينده لپاره ختم نکړي.