معراج الدين
يوه اونۍ وړاندې چې کله د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې، سعودي دولت خپل لنډ مهالی غړیتوب په دې نامه رد کړ، چې ګواګې دغې ادارې د فلسطيني ولس او اسرائيلو ترمنځ کړکيچنه لانجه نه ده حل کړې، او نه يې د سوريې په مظلوم ولس د بشر ضد ناورين مخه نيولی ده.
د دوی د دغه استدلال په اورېدو سره سړی ځکه ډېر حيرانېږي چې په تېرو شپېتو کالو کې تراوسه سعودي واکمنې کورنۍ د فلسطيني مظلوم ولس په زبيرګيو غوږونه کاڼه کړي وه، نه يې په ملاتړ کې غږ پورته کړی و، او نه یې کوم بل ډول مرسته ورسره کړې وه. خو ناڅاپي يې د فلسطين مظلوم ولس په نوم باندې خوله وازه کړه.
که سعودي په تېرو ۶۰ کلنو کې، له فلسطين ولس سره، څه مرستې نه شوای کولی، خو یوازې دومره خو یې کولی شول، چې د خپل هیواد با احساسه او باشعوره مسلمان ولس مخه یې نه وای نیولې ترڅو یې د فلسطين مظلوم ولس سره مالي او نورې مرستې کړې وای، په دې سره به په ډېر لږ وخت کې فلسطين د غاصبو یهودو له پنجو ژغورل شوی وه.
د سعودي واکمنې کورنۍ که په تېرو کلنو کې د فلسطين مظلوم ولس، د ملاتړ له حیثه هیر کړی وه، خو په مظلوميت کې د ساتلو او ځپلو له حیثه يې نه دی هیر کړی، هغه دا چې کومو مسلمانانو چې د دغه مظلوم ولس سره د مالي مرستو هوډ کړی، نو سمدستي د سعودي امنيتی ځواکونو له لورې نیول شوي او له کلنو کلنو راهيسې د سعودي په وحشي زندانو کې شپی او ورځي تیروي.
د بېلګې په ډول، دا څه وخت مخکې (، 1 أكتوبر 2013) د سعودي حکومت د یوې جزائي محکمې لخوا په رياض کې یوه شخص ته د (۲۰) کاله قید او د بهرنيو سفرونو څخه د منعه کېدلو حکم ور اورول شوی وه. په نوموړي باندې د "الجبهة الإعلامية الإسلامية العالمية" سره د اړيکو تور لګېدلی ؤ، چې د فلسطين د حماس جهادي ګوند، فرهنګي څانګه بلل کېږي. په ده باندې د حماس ډلې سره د مالي مرستو کولو تور هم ؤ.
همدارنګه په نوموړي دا تور هم وه، چې د انټر نټ په مټ يې د لبنان په جنوب کې یوې جهادي ډلې سره اړيکې نیولې او پیسې به یې ورلېږلې، ترڅو د شيعه ګانو یو مشر ترور کړي، دغه جهادي ډله د دوی په قول خپلو جهادي عملیاتو په ترڅ کې، په اسرائيلو باندې بريدونو ته حق اوليت ورکوي، ورپسې بيا په لبنان کې د ملګرو ملتونو ځواکونه، او د حزب الله په نوم د شيعه ګانو مسلحه ډله تر بريدونو لاندې نيسې.
http://maktoob.news.yahoo.com/%D8%A7%D9%84%D8%B3%D8%AC%D9%86-%D9%84%D8%B3%D8%B9%D9%88%D8%AF%D9%8A-%D9%86%D9%82%D9%84-%D8%A3%D9%85%D9%88%D8%A7%D9%84-%D9%84%D9%80--%D8%AC%D9%87%D8%A7%D8%AF%D9%8A%D9%8A%D9%86--%D9%81%D9%89-%D8%BA%D8%B2%D8%A9-122615630.html
که پورتني مطلب ته ځیر شو، نو په پوره یقین سره ویلی شو، چې سعودي د فلسطين او نورو مظلومو ولسونو په هيڅ غم کې هم نه دی، که دوی رښتیا د مظلومانو مسلمانو په حال دردمند او نا ارامه وای. نو ولې يې د غاصبینو په وړاندې مرسته نه کوي،او ولې د فلسطين ولس سره د سعودي ولس د مرستو مخه نیسي.
اوس به راشو دې خبرې ته چې څرنګه د ال سعود کورنۍ ته په ۶۰ کلنو کې ایله اوس د فلسطين مظلوم ولس ورپه یاد شو، په دې اړه ځينې شنونکي په دې اند دي، چې دا کار يې په رښتيني ډول نه دی کړی، بلکې په دې سره غواړي، په اسلامي نړۍ کې خپل بایللی ارزښت بیرته ترلاسه کړي.
هغه دا چې کله د مصر فوځ د حافظ مرسي په منتخب حکومت کودتا وکړه، او کومو لاریون کوونکو چې د خپل منتخب حکومت ننګه کوله، د هغوی په بې رحمانه وژنه یی هم پیل وکړ، خو سعودي د دې په ځای چې د مصر د مظلوم ولس غږ واوري، او د ظالم له پنجو يې وژغوری، د ظالم ننګه يې وکړه چې هم يې په څرګند ډول د مصر د فوځ لخوا د ولسي خلکو وژل وستایل او هم يې پخپله، په خپلو پیسو د مصر د مظلوم ولس د وژلو لپاره بډې ووهلې. هغه دا چې د مصر فوځي استبدادي نظام سره يې تر ۱۲ ملیارده ډالرو پورې مرستې وکړې. په دې کار سره د سعودي واکمنه کورنۍ په اسلامي نړۍ کې سخته منفوره او بې حیثیته شوه. نو اوس غواړي چې په اسلامي نړۍ کې خپل له لاسه ورکړی حیثیت او ارزښت بیرته اعاده کړي، نو د فلسطين ولس په نوم يې خوله وښوروله اوبس. خو څرنګه چې د سعودي واکمنۍ کورنۍ اصلي څېره ټولې اسلامي نړۍ ته د لمر په څېر څرګنده ده، نو ترڅو چې په رښتيني ډول د صلیبي چوپړ څخه په بشپړ ډول ونه وځي، او په رښتيني ډول د مظلومو ولسونو په سر لاس کش نه کړي، خپل پخوانی ارزښت به بېرته ترلاسه نه کړی شي، کوم يې چې په چل او دوکه ترلاسه کړی وه.
معراج الدين