نـــــــــصـــــــرالله احـــــــــمدزی
تیر پسي ........ دولس کاله د مخه د عیسوئ کال ۱۱/۰۹/۲۰۰۱ نیټه په نیویارک ښار کې په ښکار ه ډول د دوه ملکې الوتکو په واسطحه په دوه آسمانڅکو ودانیوو بریدونه و شول چې د نیویارک ښار يې په محشرخیزو لوخړو کې پټ کړ او په زرګونو خلک یې په داسی حال کې ووژل چې غیر محارب او د خپلو دفترونو او
ورځنیو چارو کې مصروف وو خو ددی برید مسؤلیت چا په غاړه وانخیستو مګر د امریکا متحده ایالاتو پړه په القاعده ور واچول دلته هم ډیرئ پوشتني بیځوابه پاتی دی ، مثلآ : دا داسی ستر پیلان و چی جوړیدل او عملی کیدلو یې حتمآ تر څو کلونو وخت ته ضرورت درلودو ، پیلان ، سرتیری پیدا کول، د پیلوټانو تربیه او زده کړه ،مصارف یې ،سفری اسناد ، له ایمګریشن تیریدل او تر الوتکو وسله رسول ، ولی تجارتی ودانی او دفترونه د برید مؤخه وول هغه هم ملکې دفاتر ،د طیارو له ټکر سره سم ودانی په داسی ډول ویجاړیږی چې یو او بل پوړ داسی ښکته منډی وهی لکه یو او بل کې چی ننوزی کچیری الوتکې د ودانیو بیخ سره ټکر کړی وايې نو بیا د همدا ډول ړنګیدل لږ تر لږه ممکن وو ، په دومره اوږده موده کې استخبارات نه و موفق شوی چې پیلان نه معلومات تر لاسه کړی او په وخت یې مخه ونیسی مګر له برید څو ورځي وروسته سمدستی ادعا کوی چی دا کار القاعده کړی او پیلان افغانستان کې جوړ شوی ده ؟ که په افغانستان په دی خاطر حمله کیږی چی اسامه بن لادن هلته و نو په جرمنی ولی برید نه کیدو چی پیلوټان هلته تربیه شوی و ؟ برید ګرو له کوم هیواد او د کوم هیواد الوتکې او امګریشن وکارولو ؟ ولی نن هغه ټول رازونه د مظلوم افغان ماشوم په معصومه وینه کې له ورایه ښکاری او د پټیدو یې هیڅ مجال نشته .
د داکتر عبدالله ډلي له دی حالت ګټه پورته کړه او د امریکا لپاره یې د زمینی پیاده لښکر د تیارولو ټټر ووهه ددوي ترمنځ تاجکستان کې غونډه وشو او هغه لیست تیار کړل شو چې د پیاده ځواکونو لپاره کوم وسایل ضرورت دی خو دی ډلي زیات ټینګار په دی کاؤ چې نغدې پیسی او هوايې بمبارد او د طالبانو له سقوط وروسته مهم سرنویشت ساز وزارتونه د دوي په واک کې ورکول چې همغه ډول وسول د بن په لومړنې غونده کې ددفاع ،داخیله ، بهرنیو چارو او پوهنې وزارت په شمول نور مهم پوسټونه د دوی په واک کې ورکړل شول شخصآ داکتر عبدالله په بهرنیو چارو وزارت کې دومره بیځایه تصرفات وکړل چې له ریسټورنټونو یې آشپزان راوستل او د کونسل تر مقامه یی وټاکل له دی مخکی هم زموږ سفارتونه د همده په واک کې وول او د ښاغلی حامد کرزی په دوره کې هم تر ډیرې مودي پوری د همدوئ په واک کې وول د داکتر عبدالله په دوره کې چې زموږ سفارتونو کومه صدمه ولیده نو تر شلو کلونو پوری نور وخت هم غواړی چې لږ د سفارت مینه مو پری ماته شی هغه هم پدی شرط چی حکومت دا ډول فاسد نه وی چې شپاړس زره کسان پکې داسی وی چې په لکهونو جریبه د بیت المال ځمکه یې چور کړی وی حکومت ورته څه نشی ویلی ،د هیواد پاسپورټ مو په دنیا کی بدنام ترین پاسپورټ وئ ،حکومت مو د فاسد نظام د شرم تغ په تندی لری او داسی ............. ویل کیږی چې داکتر عبدالله د پنځه لکه ډالرو یوازی ساعت او ګوته په لاس کوي د یوی دریشی قیمت يې له دری زره ډالره لوړ ده خو که ورته ووايې چې راشه حساب وکړو معاش دی څو و؟ نو درته وایې مقاؤمت کردیم حق من است ، مقاومت د چا په مقابل کې ؟ طالبان خو ستاسو په نظر یک حرکت خود جوش مردمی بود ، میدان ښار ته خو مو امیر صیب یو کماز ډک دیګونه د پسه غوښي او پلو له ځان سره وروړل ګډ روزماتی مو ورسره کاؤ نو دا اوس ولې چیغي وهئ چې دا بمونه واړه دی لږ یې غټ کړی و آغا بوش .
کندز کی په زرګونو سلامی شوی طالب جنګیالی په بیرحمانه او وحشیانه ډول ووژل چې د عطا محمد او جنرال داود د عبدالله له ډلي او د عبدالله راتلونکئ دویم معاون محقیق ، جنرال دوستم او ترڅنګ د امریکا سپیشل فورس پکې مخامخ او عملی ډول شریک وول عجیبه خو دا وه چې په زرګونو افغان بندیان ووژل شو خو میډیا ورباندی راپور جوړول هم د وخت ضایع ګڼله خو یو امریکایې طالب جنګیالی جان واکر باندی ټوله غربی میډیا راڅرخیدله له همدی قضاؤت وکړی چې د افغان ژوند او د خپل اتباع زوند ورته څومره مهم دی ، د افغان ډیموکرات ، مفکر او روشنفکر ارزښت دوی ته څومره ده او ددوي خپل په خپلو څومره زړه سواند لری؟ دواړه د سټیج په سر د انسانی ارزښتونو د درناوئ کاذب شعار ورکوی خو فرق یې دادی چی یو له خپل نه ددفاع غږ پورته کولی شی خو زموږ د اعتراض غږ هم نشی پورته کولې .
داکتر عبدالله د پښتنو مشرانو د نیولو ، وژلو او تور لیست کې شاملول په خاطر د حامد کرزی د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت په وخت کې نه ستړی کیدونکی هلی ځلي وکړی ډیر بیګناه پښتانه یې د تعصب له مخې ، د سیاسی انتقام او حسد له مخې په لوي لاس د امریکانو په واسطحه تور لیست کې راوستل د شمال ایتلاف اصلآ دا نوم د نفاق معنی افاده کوې دوي د خپل اقتدار په لومړیو کلونو کې بهرنیو عسکرو ته لیکلی سند په پټه ورکړی و چې تاسو کولی شی د پښتون میشته سیمو کې هر چیری چې وغواړی او په چا مو چې هر راز شک راشی نو ، نیول،د کورونو تالاشی ، وژل ،بندیانول،شکنجه او جبری اقرار اخیستل ستاسو حق دی او هر اړخیز عدلی مصونیت څخه به برخمن یاست دغه دول لاسلیک تر مطبوعاتو هم رسیدلی او تر ټولو د مخه کابل کې د ویسا له ورځپاڼې نشر شو دغه سند باندی خپله داکتر عبدالله ، محمد یونس قانونی او بسم الله خان د شورای نظار او جمعیت په نمایندګې هوکړه کړی ده ، د خارجه وزیر په حیث د داکتر عبدالله بل پیلان دا و چې سر په سر یې تهران ته سفرونه وکړل تر څو د ایران له رژیم سره په شریکه داسی یو پیلان باندی کار وکړی چې له مخې به یې انجنیر حکمتیار لپاره یو جال خوروئ او هغه داسی چې د ایران حکومت به هم له دی شرم ځان خلاص ګڼي چې خپل میلمه یې لاس تړلی امریکا ته وسپارلو اصلآ د پردی تر شا افغان حکومت ،ایران او امریکا په راز کې وول خو دا مصنوعی حرکات هسي تر سره کیدل ، د ایران حکومت به انجنیر حکمتیار ته خبرداری ورکوئ چې له ایران ووزي ستا استوګنه د ایران او امریکا ترمنځ نوري ستونزی راولاړوئ دلته شرایط داسی برابر شوی وو چې نه کوم هیواد حکمتیار ته ویزه ورکوله او نه د کوم هیواد له سرحد تیریدای شو هم هواي لار پری بنده وه او هم ځمکنې نو داسی حالاتو کې معلومه خبره وه چې ایران به د خپل میلمه ټول قانونی اسناد باطل اعلانول لکه اسلام اباد چې ښاغلی ملا عبدالسلام ضعیف سره وکړل صرف توپیر به یې دا ؤ چې انجنیر حکمتیار به یې تر سرحده رسولو او هلته به یې ورته ویل نور ورزه هغه دی هیواد دی او اه خوا به د امریکا کوماندویان ورته تیار ولاړ او نیولو به یې خو دا چې شخصآ حکمتیار څنګه له دۍ محاصری ځان وویسته باور وکړی زه یې مستندۍ کیسی لوستلو ته ډیره تنده لرم .
نـــــــــصـــــــرالله احـــــــــمدزی
۲۰۱۳/۱۰/۲۲