سید ولي حامد
تېره ورځ له لندن نه خپرېدونکې عربي مشهورې نړیوالې ورځپاڼې ( الحیاة ) د اسلامي امارت له یو تن مشر ملا محمد حسن رحماني سره د یوې نادرې مرکې خبر او تفصیل خپور کړ، چې بیا وروسته خپله ملا محمد حسن رحماني دغه خبرې نه یوازې دا چې رد کړې، بلکې ویې ویل چې سږ کال بالکل حج ته نه دی تللی! دا خو لا څه کوې چې په منی کې یې
دې له الحیاة سره مرکه کړې وي!
په نوموړې مرکه کې خپله ما ته یو ټکی ډېر جالب ښکاره شو، کوم چې د الحیاة درواغ ښه په ډاګه کولی شي، هغه دا چې ورځپاڼې ادعا کړې چې ملا محمد حسن رحماني له عکس اخیستلو انکار وکړ، او ویې ویل چې لکه څه رنګه چې زما مشر ملا محمد عمر عکسونه نه اخلي دا رنګه یې زه هم نه اخلم!
خو دېته یې فکر نه دی شوی چې څه وخت مخکې ملا محمد حسن رحماني له جیو تلویزیون سره یوه اوږده ویډیويي مرکه وکړه، په هغه کې د ملا محمد حسن رحماني یو عکس نه بلکې تر نیم ساعت زیات په مسلسل ډول عکسونه اخیستل شوي! او دا ویډيويي مرکه اوس هم په نېټه کې شته ده، ډېرو کسانو وکتله! دا اوس نو څه رنګه معقوله ده چې میډیا همدا اوس د ملا محمد حسن رحماني له انځورونو ډکه ده، خو الحیاة وايي چې نوموړي له عکس اخیستلو ډه ډه وکړه! هغه چې وايي: کوږ بار تر منزله نه رسېږي! او دروغگو حافظه نه دارد!
په هر صورت دا خو د الحیاة لوبه وه، خو نن مې د نن لوبه ولیده! نن په خپله ننۍ تبصره کې د الحیاة لوبه د ټولو عربو لوبه ګڼلې ده، او د خپلې ننۍ تبصرې عنوان یې داسې راوړی: ( د غربي تبلیغاتو تر څنګ عربي تبلیغات هم شروع شول ) او حال دا چې حقیقت داسې نه دی، ټول عرب د اسلامي امارت پر ضد تبلیغات نه کوي، یوازې د سعودي کورنۍ ده، چې وخت پر وخت یوازې د اسلامي امارت پر ضد نه بلکې د هر اسلامي تحریک پر خلاف تبیلغات کوي، یوازې تبلیغات نه، بلکې عملا یې د وهلو، ټکولو او ځپلو لپاره لاس په کار کېږي، سعود کورنۍ د قدرت مینې داسې لیونۍ کړې ده، لکه شمالي ټلواله چې د مسلمان پر خلاف له کفر سره درېږي، تر ټولو واضحه بیلګه یې د مصر د وروستیو تحولاتو په اړه د سعود کورنۍ دريځ دی، که څه هم چې عربي امارات هم د سعودي تر څنګ د مصر د مسلمانانو پر خلاف ودرېدل، خو اصلي لوبه د سعودي ده، امارات یې هسې تر څنګ څنګ کېږي، که سعودي نه وي امارات دومره څه نشي کولی.
دا چې سعود کورنۍ د اسلامي امارت پر ضد تبلیغات پیل کړي، نه نوې خبره ده، او نه هم د تعجب؛ ځکه سعود کورنۍ له اسرائیلو سره د مصر د مسلمانانو پر خلاف ودریده، کوم څه چې په فلسطین کې یې د اسرائیلو په وړاندې پر مسلمانانو سخت فشار راوړ، د فلسطین مسلمانان یې سخت ودردول! او له لویو لویو ستونزو او کړاوونو سره یې لاس او ګرېوان کړل!
دېته په کتو سره د اسلامي امارت پر ضد یې تبلیغات ځکه د تعجب وړ نه دي چې افغان ولس ددوی له ستراتيژيک او نېږدې ملګري ( امریکې ) سره جنګېږي، آخر لږ تر لږه د ملګرۍ خیال خو به ساتي! داسې نه چې سبا بیا هغه ترې خپه وي!
بل لوی لامل یې دا دی چې سعود کورنۍ د خپلو غلطو او د اسلام پر خلاف پالیسیو له وجې په اسلامي نړۍ کې خپل حیثیت بایللی، په ځانګړې توګه د افغانستان په قضیه کې، ځکه اوس له یوې او بلې خوا په رښتیا او په درواغو هڅې کوي چې په یو ډول نه په یو ډول ځان دافغانستان په قضیه کې دخیل کړي!
که سعود کورنۍ په رښتیا غواړي چې په خپل لاس بایللی خپل حیثیت بیرته وګټي، زما په نظر لازمه دا ده چې په خپلو پالیسیو له سره غور وکړي، د مسلمانانو پر خلاف له کفر سره له درېدلو په کلکه ډه ډه وکړي، کوم څه یې چې کړي په هغې پښیماني ښکاره کړي، او په راتلونکي کې عملا کلکه ژمنه وکړي چې نور به د مسلمانانو پر خلاف له کفارو سره نه درېږي، د اسلامي امت په مقدساتو به د خپلو شخصي ګټو لپاره سواد بازۍ نه کوي! په ځانګړې توګه د بیت المقدس پر سر له سودا بازۍ به لاس اخلي! ددې پر ځای چې د اسرائيلو لپاره کار وکړي، لازمه ده چې د فلسطین له مسلمانانو سره له بیت المقدس نه ددفاع په لاره کې ودرېږي، او دمصر د وحشي پوځ پر وړاندې د مصري مسلمان ولس ملاتړ او ننګه وکړي!
همدا رنګه په افغانستان کې د اشغالګرو په مقابل کې د افغان مجاهد ولس ملاتړ وکړي. که په خپلو پالیسیو کې ژور بدلون را نه ولي، د جعلي مرکو په خپرولو څه نه کېږي، بلکې خپله دوی ته یې تاوان تر ګټې زیات دی.
سید ولي حامد