څېړندوی :محمد یوسف هېواددوست
څه موده وړاندې دلته د ډنمارک د هېواد په پلازمېنه د کوپنهاګن په ښار کې د یوشمېر افغاني فرهنګیانو په همت د مولانا جلال الدین محمد بلخي د یاد یوه علمي غونډه نیول شوې وه .ما ته هم په دغه درنه غونډه کې د وینا بلنه راکړل شوې وه .ما هلته دغه لنډه مقاله ولوستله چې دا دی دلته یې تاسو ته رانقلوم .
په زړه زخمي مولوي :
مولوي یو صوفي و
مولوي یو عارف و
مولوي شاعر و
مولوي یو موُرخ و
مولوي یو مبارز و
مولوي یو اصیل زاده و ، خو :
مولوي په زړه زخمي یو مهاجر و .
هغه مهاجر چې په پینځه کلنۍ کې تیري کوونکو او د جهالت د استازو د مظالمو له کبله ، خپل پلرنی ټاټوبی د ( بلخ ) ښکلی ښار پرېږدي او تر ترکیې او اروپا پورې ځان رسوي ، خو هیڅکله هم خپل وطن نه هیروي .
هو ! مولانل یو هېوادپالونکی افغان و او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د هېواد د فراق له امله یې د زړه له زخمونو وینې څاڅي او هر دم له خپل پلرني وطن سره وصلت غواړي .
مولانا جلال الدین محمد بلخي که څه هم په یو شعر کې د ځان او خپلې کورنۍ مهاجرت ضروري او اړینه ګڼي او وایي :
(( چون تو در بلخي روان شو سوی بعداد ای پدر ـــــ ذتا به هر دم دورتر باشي زمرو و از هري ))، خو لکه نورو هغو ټولو مهاجرینو په زړه زخمی دی چې د یو چا د مظالمو او د تیري کوونکو د تیریو او د ویجاړونکو له ورانیو خپل ټاټوبی پرې ایښی او ګاونډیو او د نړۍ نورو لرې سیمو ته په کډه شوي .ددغې جدایي او بېلتون زور څوک لري ؟کوم کډوال په بل ځای کې په کراره او بېغمه ساه ورکړې ؟ کوم مهاجر دغه جدایي پرته له دې چې (شکایت) وکړي په چوپه خوله منلې ؟ او یا کوم مهاجر دغه غمجن ( حکایت ) هېڅکله هم ندی بیان کړی ؟ ان همدا اوس موږ او تاسې چې دذ یو چا له لاسه د وطن پءېښودو ته اړ شوي یو له همدغو ( حکایتونو ) او ( شکایتونو ) ډک یو او ښایي همدذغه شان یو غم مولانا هم دې ته اړ کړی چې خپله مثنوي په دې بیت راپیل کړي چې :
(( بشنو از نی چون حکایت می کند ــــ از جدایي ها شکایت می کند )).
زموږ د هېواد د تمدن او فرهنګ د سمسور بڼ دغه خوشبویه ګل چا اجباري مهاجرت ته اړ کړ ؟
ځواب څرګند دی :
متجاوزینو، تیري کوونکو ، متعصبه ملایانو ، سخت دریځه دیني چارواکو او ورسره جوخت د سلطان محمد خوارزمشاه استبداد .خوارزمشاهی مغولو او تاتارانو د خپلو وحشي صفته لښکرو په لاس بلخ او بلخیان چور او تباه کړل .یوه ونه ، یو دېوال او یو مالت د دې قطاع الطریقانو له لاسه جوړ پاتې نه شو .هلته د غوریانو حاکمیت ټینګ و ، او خلک د یو هوسا او بسیا ژوند نه برخورداره وول خو د آمو نه ها خوا یرغلګرو بلخ او بلخیان چور کړل اوپینځه کلن مولانا هم له خپل پلار سره ددغه ام البلاد ( بلخ ) پرېښودو ته اړ شو .
هغه ترکیې ته لاړ او هلته په قونیه کې مېشت شو او دا سیمه دغه راز ټول اوسنی استانبول ( قسطنطنیه) هغه وخت اروپایي روم بلل کېده نو ځکه زموږ مولانا هم په قونیه کې د رومي تخلص او لقب ترلاسه کړ .رومي مولانا په قونیه او بل هر ځای ته چې ولاړ د عزت او حرمت خاوند شو ، ستر عارف او فیلسوف شو ، د ښار قاضي او مفتي شو ، جاه او جلال یې وموند ، ټول مادي او معنوي امتیازات یې ترلاسه کړل ، خو هېڅکله هم د وطن د فراق له غمه خلاص نه شو او تل یې په پټه او ښکاره هڅه وه چې خپل ( اصل ) سره ( وصال ) ومومي :
(( هر کسې کو دور ماند از اصل خویش ـــــ باز جوید روزګار وصل خویش ))
مولانا جلال الدین محمد بلخي د بې وطنۍ محرومیت نه تل ځورېده او ان هر ساعت د خپلې مورنۍ ژبې د ګړېدو لیوال پاتې شو :
(( ناله کن عاشقانه درد محرومي بګو ــــ پارسي بګو ساعتي وساعتي رومی بګو ))
خدازده چې مولانا به د غربت او مهاجرت نورې څه ناخوالې تېرې کړي وي چې دا فریاد یې له خولي راوځي :
(( هم بسوزي ، هم بسازي ، هم بتابي در جهان ...))
مولانا هر پسرلی د نوی ژوند نښه ګڼي ، خو هر ځله د خپل ټاټوبي او دیار د بهار او پسرلي خوبونه ګوري :
((چونی درین غریبی و چونی درین سفر ــــ برخیز تا رویم به سوی دیار ما
ما را به مشک و خم و سبو ها قرار نیست ـــ ما را کشان کنید سوی جویبار ما ))
د غربت او مهاجرت دردون له مولانا سره د ژوند تر پایه وو او طبیعي خبره ده چې له پلار نه ورته په میراث پاتې د مهاجرت دغه غم د مولانا پر بچیانو هم ناوړه اغېزه کړې . یو ځای د مولانا ځوی سلطان ولد په خپلې مثنوي کې چې د (( ولد نامه )) په نوم ورڅخه پاتې ده ، د بلخ یادونه کوي او دا چې څنګه چنګیزیانو او تاتارانو بلخ او بلخیان قتل عام کړل ، د هماغه وخت د افغانستان غمونه داسې بیانوي :
(( کرد از بلخ عزم سوی حجاز
زانکه شد کارګر در او آن راز
بود در رفتن و رسید خبر
که از آن راز شد پدید اثر
کرد تاتار قصد آن اقلام
منهزم ګشت لشکر اسلام
بلخ را بستد و رازی راز
کشت آن قوم بیحد و بسیار
هست حق را هزارګونه عقاب ))
که څه هم په تصوف کې د ( فراق ) او ( وصال ) مفاهیم د ( مطلق حقیقت ) سره تړلي خو د مولانا په ډېرو شعرونو کې د هغه د ( هجرت) له غمه ډېر دردونه موندلای شو ، دغه دردونه د زیاترو پوهانو په اند د هماغه اجباري هجرت اغېزې دي چې مولانا او د هغه کورنۍ یې دې ته اړ ایستلې چې خپل ( بلخ ) پرېږدي او په ( قونیه ) کې چې ده ته یې لوړ منصبونه هم ورکړي د مجبوریت او کډوالۍ ژوند اختیار کړي .هماه د بلخیان قتل عام دده په سترګو کې دی او دا ښار ورته له دېوانو ډک ښکاري . ډېر ځله ګورو چې مولانا د خدای په دې لویه نړۍ کې په ( انسان ) پسې ګرځي، منلي انسان پسې خو له بده مرغه هغه نه مومي او له بدانو او دېوانو سره مخامخ کیږي ، هغه دېوان چې دی یې مهاجرت ته اړ کړی :
(( دی شیخ با چراغ همی ګشت ګرد شهر ــــ کز دیو و دد ملولم و انسانم آرزوست
ګفتم که یافت می نشود ګشته ایم ما ـــــ ګفت آنچه یافت می نشود ، آنم آرزوست ))
مننه
ــــــــــ
ددغې لیکنې لپاره د انترنیت له یوشمېر پاڼو او د مولانا له اشعارو ګټه اخیستل شوې .