سرلوڅ مرادزی
زلفو ته ځیر یمه د مخ په تمه
زه له هندوانو نه کشمیر غواړم ( ۱ )
حمزه بایا
ولسمشر کرزي د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره له دوه ورځو خبرواترو روسته، د دواړو هیوادو ترمنځ د امنیتي تړون په یوه پریکړه لیک، موافقه وکړه.
کرزی روسته، جان کیري سره په یوه رسنیزه غونډه کې راڅرګند شو او هلته يي وویل « د امنیتي تړون په اړه پر یو لړ شرطونو يي موافقه کړې چې بشپړ متن به یې د یکشنبې په ورځ
د اکتوبر په ۱۴مه افغان پارلمان ته وړاندې کېږي. خو د امریکايي پوځیانو د مصونیت په اړه کومې پرېکړې ته نه دې رسېدلي. هغه وویل دا موضوع لویې جرګې ته سپاري ځکه چې دا د افغانستان د حکومت تر صلاحیت لوړه خبره ده.
په غونډه کې ولسمشر کرزي زیاته کړه چې تر څو ساعتونو جدي خبرو وروسته موږ پر ۴ موضوعګانو موافقه وکړه. د ولسمشر په وینا د ملي حاکمیت، د بهرني هېواد د تجاوز په تعریف، د ملکي مرګ ژوبلې او د امریکا پخپلسری عملیاتو سره موافقې ته ورسېدو.
ولسمشر کرزي وویل د امریکا او افغانستان تر منځ د ستراتیژیک تړون روسته، امریکا په افغانستان کې د بهرنیو د مداخلې دفاع ونه کړه نو په دې دلیل دا مهمه وه چې د بهرنې مداخلي یو تعریف مو پیدا کړی وی. بي بي سي»
د ولسمشر له لیدلوري کله چې په څلورو مهمو موضوعګانو موافقه کیږي، د امریکايي پوځیانو د مصونیت د موضوع حل هم په مشورتې لویه جرګه کې کومه لویه ستونزه نه ګڼل کیږي. که د موافقې بشپړ متن د ولسمشر کرزي له ژمنې سره سم، د اکتوبر په ۱۴ مه ولسې جرګې ته وړاندې شوی وي چې نن د اکتوبر ۱۶ ده او بیا که چیري په موافقه کې د یادشویو ۴ موضوعګانو تفصیل، نیمګړی وي اوهغه د هیواد د ملي ګټو په تله نه وي تلل شوی، د بشپړتوب لپاره يي فرصت، ټول له لاسه نه دی وتلی.
په امنیتي تړون کې د امریکا موخه لکه څنګه چې څرګنده ده، افغانستان کې د امریکايي میشتو پوځیانو پر مصونیت یوازې نه راڅرخي بلکې دلته امریکايي پوځي اډې له افغانستان سربېره، سیمه کې د پراخو ستراتیژیکو موخو لپاره په پام کې نیول کیږي. په دې تړون ، سیمه او نړي کې د افغانستان ستراتیژیک امنیتي ګټې د امریکا له ستراتیژیک امنیتي ګټو سره په یوه متقابل انډول کې باید تدوین شي.
امریکايي لوری غواړي په دې تړون سره خپله هغه زړه هیله ترسره کړي چې له دوهمې نړیوالې جګړې روسته يي د سړې جګړې په ټول مهال درلوده او هغه دا چې افغانستان ددې لپاره چې امریکايي مرستې ترلاسه کړي باید د سینتو او سیاتو په پوځي تړونونو کې شامل شي او بلخوا امریکا له خپلو مرستو سره دا شرط هم تړلی وو چې افغانستان دې، د پنجاب پر وړاندې د ډیورند کرښې پر کوزه غاړه د خپلې خاورې د بېرته الحاق او د لروبرو افغانانو د بیا یووستون له داعيي څخه تېر شي. خو افغانستان د خپل بې پري بهرني سیاست په لامل نه په سینټو او سیاټو پوځي پکتونوکې شاملېدلی شو او نه لکه د نن پشان د ډیورند کرښې پر کوزه غاړه د خپلې خاورې د بېرته الحاق او د لروبرو افغانانو د بیا یووستون له داعيي څخه تېرېدلی شو، نو ځکه امریکا سره يي د هغه هیواد سخت شرایط نه شو منلای او امریکا ددې سرغړونې په غبرګون کې خپلې مرستې او وسلې پرې بندې کړې!
امریکا هغه وخت د افغانستان پرځای په سیمه کې بل بدیل پاکستان ته مراجعه وکړه، افغانستان ته يي شا کړه او لکه لنګه غوا خپلې ټولې شیدې، مستې او پیروي يي پر پاکستان راپريښودل، ترغاښو يي وسلوال کړ، د سیمې په ژاندارم يي واړاوه او روسته يي په اتومي ځواک بدل کړ!
افغانستان هم د امریکا پرځای بل بدیل، پخوانی شوروي اتحاد ته مخه کړه او له هغه لوري يي مرستې ترلاسه کړي اوخپلې پوځي او نورې اړتیاوې يي یوڅه پوره کړې.
له نړیوالې دوهمې جګړې روسته امریکا هیڅکله هم د افغانانو دا غوښتنه چې امریکا سره دې تودې اړیکې ولري، په ښي غوږ وانه وریده او د شلمې پيړي ټوله روستۍ نیمایي يي افغانستان سره په کړکیچ او بدګمانۍ تېره کړه.
البته نن دا ټوله لوبه بدله شوې او حالات بل څه ښۍ. امریکا او لویدیځ هغه تکیه چې پرون يي پر پنجاب کوله نن يي پر پنجاب ځکه نه شي کولای چې پنجاب سیمه کې د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی او سیمې او نړۍ ته ترهګر لیږي. په ایبټ اباد کې د بن لادن شتون او د هغه په ساتنه کې د پاکستان د پوځي او استخباراتي لوړپوړو چارواکو پټه همکاري، د پاکستان د درواغو او دوه مخي سیاست څرګنده بېلګه ګڼلای شو!
نن هم پنجاب غواړي ترهګرو سره تش په نوم او زرګري جګړه په لوړه بیه په امریکا وپلوري.« د پاکستان مشهور شناند احمد رشید د دغه هیواد له دنیا تلویزیون سره په تازه مرکه کې وايي چې پاکستان د طالبانو ملاتړ وکړ خو اوس د طالبانو په وسیله د کشمیر د مسلې په شمول د ګڼو امتیازونو غوښتونکی دی، تاند »
نو ځکه لویدیځ او امریکا ته د پروني او نني پنجاب پرځای، لوی هند او تاریخي افغانستان، نوی ارزښت او په سیمه یز مورچل کې ځانګړی دریځ پيداکوي.
امریکا په سیمه کې د افغانستان جیو پولیټیک ارزښت ویني او پر دې بنسټ افغانستان سره اړیکو او ملاتړ ته اړتیا لري، یا په بله ژبه د امریکا ملي ګټې دا هیواد اړباسي چې افغانستان سره اړیکې ورغوي او هغه وپالي او د سړې جګړې په مهال د شا پرځای، نن افغانستان ته مخ واړوي.
افغانستان هم لویدیځ اوپه تېره بیا امریکا سره د اړیکو په جوړولو او ټینګولو کې خپلې ملي ګټې ویني او چمتو دی د یوه متساوی الحقوق شریکباڼې پتوګه په نوې رامنځته شویو حالاتو کې ددې هیوا د او نورو لویدیځوالو له علمي، مالي او تخنیکي پوتنسیال، شونتیاوو او افغانستان ته د دوی له اړتیاوو څخه ګټه پورته کړي.
بلخوا له اوږدې جګړې روسته نوی افغانستان باید په سیمه او نړۍ کې خپل وړځای ترګوتو کړي او خپل دریځ ولري.
که څه هم تېرځل افغانستان سره د مرستو په پریکولو او د افغانستان پرځای پاکستان سره په پریمانه مرستو او پخواني شوروي سره د افغانانو په وړیا جنګولو او استعمالولو، امریکا په سړه جګړه کې هراړخیزه ګټه وکړه او افغانان يي وچې شونډې پریښودل، خو دا ځل باید افغانان خپلو اوښتو تاوانونو او د تلفاتو جبیرې ته په پام، امریکا سره په دوه اړخیزه همکاریو او تړونونو کې خپلې ملي ګټې او د ملي امنیت ټولې چارې په بشپړه توګه په پام کې ولري.
د برتانوي هند او په تېره بیا په څه د پاسه شپيته تېروکلونو کې د پاکستان له جوړیدو روسته، افغانستان تل د ډیورنډ د تپلې کرښې له پورې غاړې د پنجابي پوځیانو د لاسوهنو او مخامخ تیریو سره لاس و ګریوان پاتې شوی. یوازې په راوروسه دوو کلونو کې پنجاب له ۵۰۰۰ زیات توغندي د کونړ ولایت پر ولسونو ویشتلي چې ولسي تلفات او ګڼې ورانۍ يي له ځانه سره درلودې.
دلته په تېرو شپيته کلونو کې د افغانستان په وړاندې د پنجاب د تیریو او یرغلونو د کرونولوژۍ بشپړ بیان موخه نه ده، بلکې په دې خبره ټینګار دی چې د افغانستان امنیت تل د پنجاب له لورې ګواښل شوی او په هرهغه امنیتي تړون کې چې د پنجاب له لوري دې ګواښ ته وړځواب ونه ویل شي، دوه توته عملي ارزښت نه لري!
بلخوا په داسې حال کې چې افغانستان له پنجاب سره د ډیورنډکرښه په رسمیت نه پيژني او د ختیځ او سویل په برید د افغانستان د ځمکې بشپړتیا داعیه خپل نوي پړاو ته ورداخلیږي، امریکا سره د شوي ستراتیژیک تړون په چوکاټ کې د امنیت تړون پر سر توافق او لاسلیک، د ډیورندکرښې پر محور د موجود بحران له اساسي حل پرته کوم ارزښت نه شي لرلای!
دا چې د پنجاب په لاس د ډیورنډکرښې کوزه غاړه د افغانستان ځمکه غصب شوې او ولسونه يي برمته شوی او له مورني هیواده بېل کړای شوي او بلخوا د ډیورنډ کرښې پر بره غاړه د افغانانو ملي واکمني، امنیت او ملي ګټې تل د پنجاب تر ګواښ او برید لاندې دي، په داسې حال کې افغانانو ته امریکا سره امنیتي تړون چې دې ستونزو ته پکې د حل لار نه وي ځای کړی شوې، څه ګټه درلودلای شي؟
د افغانستان او سیمې امنیت د لروبرو افغانانو په ګټه، د ډیورنډکرښې په حل او افغانستان سره د خپلو تاریخي ځمکو په بېرته الحاق پورې تړلی دی. افغانستان له دې ځمکو پرته د ډیورنډکرښې په ختیځ لورد ځمکې بشپړتیا نه لري. د ملي حاکمیت خبره چې ولسمشر کرزی يي د جان کیري سره د امنیتي تړون په پریکړه لیک کې یادوي او یا د بهرني تیري تعریف چې کرزی يي ( د بېلګې پتوګه پر کونړ او نورستان د پنجاب توغندیز بریدونه ) له امریکا سپیناوی غواړي باید همداسې موخې په غیږګړه کې ولري.
بلخوا په وچه کې د افغانستان ښکېلتوب چې په رامنځته کولو کې يي لومړی برتانوي هند لویلاس درلود او اوس يي برتانوي پنجاب لري، د افغانستان امنیت د سراښو ګاونډیانو او د هغو په سر کې د پنجاب په منګولو کې وراچولی دی. پاکستان په سیاسي موخو هر ځل غوښتي د افغان سوداګرو توکې په خپلو بندرونو او یا تر ولکې لاندې سیمو کې درولي وساتي!
د افغانستان کوم جیوپولیټیک ارزښت ته چې امریکا په تمه ده او په ۲۱ مه پیړي کې د لویدیځ او امریکا د ګټو لپاره حیاتي ګڼل کیږي، که افغانستان د خپلو طبیعي لارو په مټ د هند سمندر ته لارپیدا نه کړي او په دې برخه کې امریکا د افغانستان ملاتړ ونه کړي، داسې ارزښت امریکا له افغانستان سره یوازې په وچ امنیتي تړون، نه شي ترګوتو کولای !
که امنیتي تړون کې امریکا خپلو ګټو ته لیواله ده چې ښايی په ښه توګه به تر لاسه هم شي خو افغانان هم په داسې تړونونو کې د خپلو امنیتي او ملي ګټو خوندیتابه ته لومړیتوب ورکوي.
یادونه:
( ۱ ) د حمزه بابا پر دغه بیت، د یو لیکوال په تبصره کې مې چې اوس يي نوم راڅخه هیر دی، لوستی وو چې له زلفو څخه د شاعر مراد کشمیر او له مخ څخه د هغه موخه، پښتونستان دی.
(۲) دغه مقاله کې مې د خپلې یوې پخوانۍ لیکنې څخه ځینې برخې رااخیستې دي.
د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر ۱۶ مه
سرلوڅ مرادزی