دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

۳۵مه برخه
څوک چې زيات لري،هغه ته نورهم ورکول کېږي.(بيبل)
نور،نورهم غواړي(زيات ،زيات غواړي)(انګلستان)
هغه چې لږلري هغه غريب نه دی،هغه چې ډېر غواړي(وږسترګی) غريب دی.(انګلستان- مانکس[دژبې نوم دی.ژ.])
زيات زيات غواړي،اوزيات ټوله نړۍ غواړي.(سوېډن)
ډېر،لازيات  غواړي.


اړتيا زياته ده،او شېطان نورغواړي.
ډېرکم اوډېرزيات ټول فسادوي.
زيات پودينګ سپی فاسدوي.(انګلستان)
دهرڅه زيات  يې يوسردردي وي.(لاتين
سړی کولی شي دښوهم ډېرزيات ترلاسه کړي.
نجلۍ وويل :«لږ،ښه اوجګ »
سپۍ چې کله خپل کوکري ته شيدې ورکولې ويې ويل:«لږ،خوښه ».(سوېډن)
جوړه اويوازې/برابراونابرابر/ورته
جوړه جوړه لټوي،تيز تيزنه نجلۍ وموندله.(پيدرلول)
که دوستي بايدوي،نوجوړه، جوړه غواړي.(ناروې)
ورته (په خوي  يوراز)ماشومان ښې لوبې کوي.
برابره جوړه ښه نڅا کوي.(سوېډن)
) ورته الوتونکي سره ډله وي.(انګلستان
مرغۍ هغه سره الوزي چې بڼکې يې سره ورته وي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
يوازې (تاق) اس  اورلېږدوي.
بېوزلان اوشتمن، ټول برابرزېږېدلي دي.
بېوزله اوشتمن يوراز مري(مړه کېږي)(سوېډن)
برابری په قبرکې پېل کېږي.(فرانسه)
په کليسا،مسافرخانه اوتابوت کې ټول خلک برابردي. (فنليند)
هيڅ برابرې دوسيې محکمې ته نه ځي،کله يوه له دواړوخواونه ناسمه وي اوبله ان ټوله.(دنمارک-لوېديزيوليند)
دايوه برابره دوسيه نه ده چې ناسمه وي.(دنمارک-يوليند))
«داډېر مستقيم و»،هغه سړي وويل:کولی شی په دوولارويې وچلوی.
۱۷۱
بې پروا/بې تفاوت
بې پروا هيڅکله خوښ نه وي.
تابوت
هغه په خپل تابوت په چټکۍ کارکوي.(سوېډن)
دادهغه د تابوت  اضافي  باردی(دهغه روحي فشاردي).
په څېر/ورته
څه چې يوبل ته ورته وي يوځاي موندل کېږي.
که دوه کسانوته دې وويل چې يوبل ته ورته ياست، دواړه خپه کېږي.(سوېډن)
کوچنی/وړوکی
کوچنی تل ترټولوکوچنی وي.(سوېډن)
کوچنی اوخواره هرچېرته ننوتلی شي.(دنمارک-فون)
ويښ کوچنی له غټ ټنبل نه ښه وي.
يوچالاک کوچنی غټ په ګونۍ(بوجۍ )کې اچوي.
ترڅوچې غټ ځان راتاووي کوچنی زيات کارونه کولی شي.
دکوچني سړي سيوری زياتره اوږد وي.(ايتاليا)
ځان کوچنی کړه چې بيا غټ شی.(عربي)
هغه چې نن وړوکی دی سبا غټېږي.(روسيه)
شخصي مالومات
 دچاپه باب لږشخصي مالومات لرل ښه دي.
چالاکي/دوکه/فرېب
چالاکي  ترهغو چالاکی نه ده ترڅوچې دې په ښځه نه وي کارولی.(اووم پيدر)
چل په چل ګټل کېږي.(لرغونی يونان)
چل له قوت نه ښه وي.(عربي)
په  ملک ګټلی شی.(پيدرلول)
په چل باندی زمری نيولی شی،خوپه زورملخ هم نه شی.
يوچالباز خپل بادار/مالک خوري.(افريقا-سيسوتو)
که په زوريې نه شې کولی نوچل وکاروه.(سوېډن)
دهيچا فرېب دښځوله فريبونو نه ښه نه دي .(بيبل)
دسړي چلونه خلاصېږي،دښځوچلونه خلاصېدل نه لري.


۱۷۲
ژوند
ژوندپه ژړاپېلېږي اوپه ژړا پاي ته رسېږي.(سوېډن)
ژونديوکوچنی خيال دي.(لاتين)
ژونددخوب ليدل دي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
ژوندلنډاوهنراوږددی.(لاتين)
ژوندلنډاوله تڼاکوډک دی.(دتوروامريکايانو)
ژوندپرله پسې ناولې دوسيې دي.(دامريکامتحدايالتونه)
ژوندپه جګ سودپوردی.
ژونديومعماده چې څوک يې نه شي حل کولی.(سوېډن)
ژونديوازی خوږکېک نه دی.
ژوندله شېبو(لحظو) نه جوړشوی دی.
ژوندلکه دنشې په څېردی،خونديې ځي،سرخوږي يې پاتې کېږي.(ايران-پارسي)
ستادژوندهره ورځ،ستا دتاريخ يوه پاڼه ده.(عربي)
اوږدژوند اوږد غم.(هنګري)
چېرته چې ژونددی هلته هيله ده
په ژړا راتلل داژونددی،اوپه ژړا تلل دامرګ دی.(فرانسه)
چاته چې ژوندبې ارزښته وي هروخت مړکېدی شي.(اسپانيا)
«په جاموکې ژونددی» سړي وويل،اوله خپل بالاپوښ نه يې سپږې لرې کړې.
جېب
څوک چې په اسانۍ سره جېب په استرکوي(سپړي)،ډېرکم وخت په جېب کې څه لري.
اخرنی کميس(کفن) هيڅ جېب نه لري.(فريزي)
دمړي جامې جېبونه نه لري.(دامريکا متحد ايالتونه)
ورګه
ورګه،سپږه اواوږده نوکونه سړی وړيا ترلاسه کوي.
ورګه زنګ وهي(اوازباسي) اوکولی شي په غوږکې ناارامی پېداکړي.
دورګې چيچل هم سوزول کوي.(اووم پيدر)
يوه ورګه هم  دبدخويۍ لامل کېدی  شي.(دنمارک-شيليند)
يوه ورګه پرده/غالۍ نه پورته کوي.(چين)
ورګه هم نهيلې کېدی شي.(ايتاليا)
هغه زما په غوږونوکې ورګې ننه ايستلي دي.(ايتاليا)
سړی اړه نه لري چې دبل چاپه کميس کې ورګې ولټوي.(روسيه)

۱۷۳
هغه چې غواړي ورګه ونيسي اوخاڼی ونيسي،بايدچټک وي.(سوېډن)
ديوې ورګې له پاره يې خپل کالي وسېزل.(البانيا)
دورګې نه خوښېږي،چې کوروسوزي.(فنليند)
سړی له سپي سره ورګې بايدواخلي(له سپي سره ورګې هم وی).(اووم پيدر)
کوم سپی چې ورګې ولري،هيڅکله  نه بې حوصلې کېږي.(سوېډن)
دورګې  دراتګ اوازاورېدل خواشينونکی دی.(دنمارک- فون)
فضله مواد/ غول
خپل غول ښه بوي کوي.
داله کريم لرونکي کېک نه ،بلکې زيات دچټلۍبوي لري.
ته بايدغول له پراټې سره يوځای کې نه ږدې.(دنمارک-فون)
غول اودهګۍ کېک،يوشان نرم دي ،يورازخواږه نه دي.(پيدرلول)
سړی ژوندي په چټليوولي اوپه مړيوګلان ږدي.(سوېډن)
فضله موادله کروندې پرته هيڅ ځاي ګټورنه دي.
کله چې په چټلي وياړ وي،پوهېدی نه شي چې څه به کېږي.(ناروې)
پيشپړانګی
بهرلکه پيشپړانګی،کورکې لکه مږه.(اووم پيدر)
لوتوس(يوډول بوټی دی)
 لوتوس دخټوپه ډنډکې ګل  سپړلی شي.
قانون
قوانين لکه دغڼې تاردی،مچۍ يې شلوي اومچ په کې نښلي. (روسيه)
قانون دغڼې جال دی، بېوزله په کې نښلي،اوزورويې شلوي.(افغانستان –پښتو[ز.])
قانون مچان نيسي،خوخرمچان ته اجازه ورکوي چې ازادګرځي.(انګلستان)
داسې هيڅ قانون نه شته، چې پټنځای ونه لري، دهغه چاله پاره،چې موندلی يې شي.(المان)
سوغاتونه قانون جيب  کې کوی،اوګاړي دځغاستلو له پاره غوړوي. (فنليند)     
شتمن دقانون دپاسه ولاړدی،غريب ترهغه لاندې پروت دی.(سوېډن)
قانون يوبېرغ دی،اوسره زرهغه باددی چې رپوي يې.(روسيه)
قانون داړولوراړولو اوملنډووهلوله پاره دی.(سوېډن)
قوانين الهي دي،خوقاضيان،ګنهکاران دي.(روسيه)
له قانون نه مه ډارېږه،خوله محکمې نه وډارشه.(روسيه)
څوک چې ،قانون پسې،زيات وختونه ديوپيشودګټلوله پاره  يوغوايي له لاسه ورکوي.(رومانيا)
چېرته چې قانون شته ،هلته جرمونه هم شته.(روسيه)
۱۷۴
سخت قانون غټ جرم رامنځ ته کوي.(روسيه)
قوانين بايدپه غورجوړاوپه  نرمۍ تطبيق شي.(چين)
چېرته چې دولت وي، هلته قانون وي. (لاتين)
چېرته چې قانون پاي ته رسېږي،ظلم اوستم پېلېږي.(انګلستان)
چېرته چې قانون سر ته رسېږي بايددوياړ غونډه وي.(دنمارک-يوليند)
قانون له جزا پرته يوه بې اوازه غګه ده.(چکوسلواکيا-چکي)
ښه قوانين له بدوڅوکيونه منځ ته راځي.(لاتين)
قانون قانون دی،او بايدوساتل شي-که موږکولی شو اوکه موږوغواړو.(دنمارک –يوليند)
هغوۍ چې دقانون درناوې نه کوي،ستاينه يې کوی اوماتوي يې.(افريقا-نزيما[دسويلي افريقايوه قبيله ده –ژ.])
له قانون نه سرغړونه،دومره ستره ده لکه دامپراتوردخپلوکسانو سرغړونه.(چين)
اوس قانون دنېزې په څوکه کې پروت دی.(پيدرلول)
ژمنه
ژمنه  کول ښه دي ،ترسره کول يې سخت دي.(پيدرلول)
ترڅويوه ژمنه نه وي ترسره شوي بله مه کوئ.(ناروې)
په سپما(په سختۍ) ژمنه وکړه اوپه اسانۍ يې ترسره کړه.
هغه چې دهيڅ ژمنه يې نه ده،دسرته رسولو له پاره څه نه لري.(المان)
ژمنه يوپوردی.(انګلستان –سکاتليندی بومی ژبه)
هغه چې ډېرې ژمنې کوي،ډيرې کمې  يې ترسره کوي.(دنمارک-يوليند)
هغوۍ دغرونوژمنې کوي اودمږوايستلوخاوروډېري ورکوي.(انګلستان)
زيات په خپله تنګسه کې ژمنې کوي چې ترمرګه يې هم نه شي ترسره کولی.
هغه  چې په ځنډژمنه کوي،غواړي خپله ژمنه ترسره کړي.(جامايکا-انګرېزي)
ژمنه اودرواغ يو بدهنردی.
شوره(تروې) اوبه
دپخن سرله پاره شوره(تروې) اوبه.
هغه دشوره اويخواوبوله پاره ځي.
ګدۍ(فاحشه)
ګدۍ اوراهب همېشه جوړه روان وي.(اسپاني)ا
ګدۍ،راهبان،راهبې اوخبررسان تل وايي چي پتمن دي. (اسپانيا)
يوازې ګدۍ اودايې دشپې په کوڅوکې ګرځي.(هنګري)
کله چې ديوې ګدۍ کوټه خالي وی نوهيڅکله په دې مانا نه ده چې هغه ښه ښځه ده .(پورتګال)
هيځ ښځه ديوسړي له امله نه ګدۍ کېږي.(ايسليند)
۱۷۵