له بارانه ځو او څڅوبي ته کښينو!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ع.شريف زاد

يوه احمدزي ډاکتر د ملېشې ( ګلم جم) لپاره دومره زمينه مسا عده کړه چې په رښتيا يا دروغوېې دسترجنرالۍ مقام ته ورسا وه، څو ورځنى ولس مشر ورته د خالد بن وليد نوم ورکړ، استاد رباني ورته د ستر مجاهد وويل اوپه اوسنيو شرايطو کې بل احمد زي ډاکتر د معاون په توګه له لاسه رانيولى ، خداى دې خير کړي چې په يو ويشتمه پېړۍ که د څو ولسيزو

لپاره نور هم دغه مېړڼي ولس دداسې هندي بد ما شا نو د تورو تيارو سبب ونه ګرځي. دا ښاغلئ په خپل جنايتو نو بې دخلکو، محکمې، او نړيوالې ټولنې له پرېکړې په خپل جرم هم اعتراف کوي دا جنايت کار خولاتر اوسه هم ډير زړه وردى . په ټو کو ټوکو دده ن
ه ديوه باتور ولس په سياست کې يو ه مهره جوړيږي. پوښتنه داده چې ولس به ېې کوم مثبت اړخ، عزت، شخصيت، پوهې ، ايمان ، ذکاوت او افغانيت ته وګوري؟ کومه دا دلويو لار غل قاتل هغه معصوم کسان چې نه ورسره زر وه او نه ورسره زور . نه ېې د پاچا ېې سوچ کاوه او نه دبل چا په شان ېې مکر او حيلې . نه د قوم له نوم څخه او نه په بل نوم ېې دخپلو ګټو په شوکه کې وه . ايا هغوى سره چې واقعا د في سبيل الله،وطن او خلکو د ناموس لپاره ېې سترې قربانۍ ورکړې د مقيا سې وړ نه ده. شرم نه دې چې د بل چا په فيصله بيا هم د افغانستان لپاره د قاروني مقام ته لاس اچوى . شرم نه دې چې همدا پښتا نه په ډير
اوچتو احسا ساتو د يوه تګلاري په لومه کې خلکو ته ورپېژني که مونږ په هر تګلاري، هر تعريف، هره لهجه او ژبه دې ته رنګ ور کړو خو بيا هم له ده څخه کوم شي نه جوړيږي ځکه چې دده هويت يو ځل پيژندل شوى دى. يو چيني فيلسوف وايي چې يو انسان هر څه کولاى شي خو يو کار نه شي کولاي چې د خپل پوټکي څخه ځان بهر وښېيي. دروغجن سياست به څنګ دلته له طبابت سر ه سيالي وکړي او همدارنګه دابه څه ډول سياست وي چې يوازې او يوازې په رايه ګټلو پورې تړلى وي..
د افغانستان دولس سياسي بحران يوه داسې معادله نه ده چې د عثمان لنډي دالجبر کورس ته ضرورت ولري بلکې هر افغان په سياست او افغان پېژندنه کې بشپړ مهارت او پوهه لري.
په هر حال اوس بازار ډير ګرم او داغ دى خو خلک ېې ويني او ډير خلک په دې ښه پوهېږي چې غوا توره او پۍ ېې سپينې دي. شعر، متلو نه زمونږ د ټولنې غني فرهنګ دې چې زمونږ د ټولنې هويت په کې عجين شوى.
ښکلې غنا اورنګ مې پښتني عزت ته ورکړه
په قومونو کې مې سوز د فطرت بل کړه
چې ډنډورې د سياست په نوم وهي ما او تاته
دغه سړي ته هم هدايت د بشپړې پوهې ورکړه