دا اخترهم دتېر پشان دغمونوسره مل دی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور

۲۰۱۳ز کال داکتوبر ۱۴
اختره مه راځه دلته ستاپر مخ ټولې دروازې دمرگونواوويرونوقاصدتړلي
په غمونواوخواريوکي زورېدلو،کړيدلواوذوکلېدلو هيوادوالو،خويندو اوميندو!
موږ اوتاسو ټول يوځاي دپردوپلاس اولمسون دجگړې دلگېدلی لعنتي اورپه لمبوکې سوځو .
په خپل کوراووطن کښيمويوداسلام اوبل ددموکراسی اوټولنيزعدالت دټينگېدوترشعارلاندي زوروی،وژنی اوکورموپه کنډوالوبدلوي . هغه وطنوال چي په بهرکي اوسي يوه لحظه  هم له

خپل هيواد، هيوادوالو اوخپلوانوپه هکله  له فکرونواوسوچونونه په ارام کي نه يوپاته .په افغانستان کي دهرې ټکې په لوېدوسره په بهرکي ميشت افغان فکرکوي چي داټکه خداي مکړه زماپر خپلو خپلوانو نه وي لوېدلې . سره لدې چي اوس موږ د وژنو، ورانیو او بدو پېښو پرله پسې خبرونوداورېدوسره معافيت حاصل کړی .خوددې ټول معافيت سره بياهم پدې زورېږوچي ولې زموږ ولس له ددواړو خواوونه په يوه اوبل نامه  کله دځانمرگی بريدونواوکله بيا دهوايي غونډاروپه پايلوکي دخداي ورکړې ژوندڅخه محروميږې؟
دانږدې دو لس کاله کېږي چي دپاکستان ،ايران اويو شمير نورو گاونډيانوداستخباراتي شبکواوبنسټپالوسياسي ډلوپه لمسون له يوې خوا اودبهرنيوپوځي ځواکونودخپل سرېواوخودغرضوړندوعملياتو له بلې خواهره ورځ دافغان پر کور دوير اوناورين تورلمڅی غوړولی دی .
 دنړۍ پرمخ بل داسې هيواد او ولس نشته چې پداسې بې رحمانه ډول دي دگاونډيانو (ايران اوپاکستان ) دبهرنيو هيوادونواوکورنيو داړمارواو چپاولگرودادسياسی واک دتږو دگټودي پدې پيمانه  قربانی وي، همدا افغان غيرتي ملت دی چې دغه ظلم او تېري ته يې اوږه ورکړې اوملا يې نه ماتېږي، هره ورځ دخپل  زړه ټوټه د روښانه راتلونکی په اميد دلاسه ورکوي اودهديرې په لور روان وي  .
افسوس چې دادڅولسيزوتوره اوږده شپه  لاتراوسه سهار نشوه! اونه ئي تراوسه دسهاردلمر څرک لگېږي .
خدای پوهېږي چې دا دومره اوږده، زړه بوږنونکې اودردونکې شپه به کله د انسانيت اوحقانيت د لمر دوړانگوپه راڅرگندېدوسره سهارشي . نه پوهېږم چي کله به ددې بدمرغيو،خواريو اونااميديو تور ټغر دافغان ولس له غولي ټول شي؟
اوس ليونی  هم پدې پوهيږي چې دافغاني مور په سترگوکښي نوري اوښکی وچې شوی دي ،دريابونه خوتري جوړ شول، داچي ددې اوښکو سيلابونه به کله ستا،ستادبچو اوستادکاله مکاردښمن لاهوکړې ،نه پوهېږم ،يو خداي پرې خبردی ،پدې هکله چې هرڅومره فکر کوم عقل مي عاجزپاتېږي!

افغاني مور! په ټول نړۍ کښي ستا دبې وزلوبچو چيغي اونارې دعرش عظيم ترمناروورسېدې ،خوافسوس چې هلته او دلته دټولو غوږونه کاڼه دي اوسترگې يې ړندې ،ستااوستادبچو چيغوځمکې اوآسمانونه په لړزه راوستل، ولې ستااو ستا دخاوري کرغېړن اوتورمخې دښمنان يې له ځايه ونه ښورول . زه نه پوهېږم چې ولې ستا داچيغې اوکوکاري دلوي څښتن په دربارکي دومره بې تاثيره اولاجوابه پاته دی ؟ دکومې داسي نه بخښونکي گناه په توردې دومره زوروي ؟
ممکن دليل يې داوي چي ستاځيني نا فهمه اونااهله بچي سهار اوماښام ددي لړزېدلي اونړېدلي خيمې موږی په خپلو لاسونوباسی،دپردوغلامي کوي اودخپل ملت زورېدني اوهيوادورانۍ ته ئې دخپل  ملت ددښمن په هڅواوستاينه ملاتړلې ده . پدې هم ښه پوهيږي اوپه خپلو سترگوئي ويني ،په غوږوئي اوری چې زموږ دولس له کړاونواوغمونونه داخداي ناترسه خونداخلي اوپه افتخارئي داستانونه له يوه نه تر بله رسوي،يوځان په بخښنه اوبل دجهادپه نامه خلاصوي .
 له غرضونو اومرضونونه ډک گاونډيان  خو به هر څه کوي نوموږ ولې د دوی  ګوډاګیان اونوکران سو؟
پر موږ ولي خپل ولس اوخپل هيوادنه دی گران؟ موږ ولې پدې نه پوهيږوچي ددې ملت اوهيوادپه وړاندي مسوليت لرو؟
موږ ولې پدې نه پوهيږوچي جگړه ورانوونکې او وژونکې ده؟ ترکومه به په يوه اوبل نامه زموږ هيوادوالو وينه تويږي ؟ اودادوينوتږې به کله  دافغان ولس په وينواوبه کيږي؟
موږولې پدې نه پوهيږواوپدې هکله فکرنه کوو،هغه څه چي دغه دروغجن دوستان دځان لپاره خوښوی ، ولي ئې زموږلپاره هم نه خوښوي ؟
پوښتنې ډيري اوجواب ئي لامهال دی .يوخبره رښتيااودسردونکې ده چي ترډيره بريده داموږ يو چي اخترونه موپه غم بدل کړی،داموږ يوچي پر خپل غولي دپردوپه لمسون دويرلمڅۍ غوړواوبلاخره داموږ يوچي دخپل وطندارپه وژلووياړو،
داموږ يوچي داڅولسيزي موله کوره خوښيواوارام ژوندکډه کړې،داموږ يوچي داپنځه دېرش کاله اخترنلرو،داموږ يوچي داسي چارواکي موحاکمان دي ،کوم چې دملت نه بېگانه اودملت زورېدنې ته ئې زموږ دظالموگاونډيانوپه څيرملاتړلې .
ددې ترڅنگ پدې هم ټول پوهيږوچي دبهرنيانودناخوالواوکرغېړنو موخوتر څنگ زموږ يوزيات شميردولتي واکداران هم پدې خړو اوبوکښي ځانته ماهيان نسي . په افغانستان کي  سوله اوثبات ،ددې ملت لپاره ښېرازه ژوندددوي دخوښيو شيبې رالنډوي .پدې خاطردوي په هيڅ صورت نه غواړي  پدې ملک کښي ارامي اوسوکالي راسي،بهترينه بېلگه ئي دادی دټاکنوپه نوم دهمدې په فساد ککړاوپه فسادکي شاملو لخوانوی ټاکنيز سريال ننداره کوو.دشخصی گټوپر سر پارلمان څودلوڅوډلوويشل شوی اودپردې شاته دتنظيمو رهبران  دبهرنيوپه لمسون اوهڅونه سره ښکرپه ښکرسوی ،پارلمان حکومت نه مني اوحکومت پارلمان ي .داچې دولت په فسادکې ترکومه بريد گرض سوی نړيوال ورته گوته په غاښ پاته دي .داپدې معناکه رشتياووايو موږ اوس په افغانستان کي دقانوني مشروعيت څښتنه  اوملت ته منلې دولتي اداره نلرو.
دغواونورونانندريوزموږ ملت له ناخوالو،پرېشانيواومرگ ژوبلې سره مخامخ کړی . زموږ ولس له خوښيوسره وداع کړې خودوي دجمعې شپې په ډوبۍ ،تاشکند،ازبکستان اوبل کوم هيوادکي تېروي .دوي خوښۍ لري اودخوښيوپه محفلوکي دگډون څخه ستړي سوی دي.خوبل لورته زموږ عام وگړي نه خوښی اونه هم اخترونه لر ي ،دانسانانوله ښخولواوغمونونه ستړي سوی دي .
په اخترونوکښي داښاغلي دمېلواوخوښيوپه لوردرومي ،ولي خوار اوزوريدلی ملت دهديروپه لور؛ هلته چي داښاغلي وي ، له هغه ځايه دخندااوموسيقۍ اوازونه ترغوږوکېږي ،خو دعام ولس له کورونويوازي کرږې اوژړاوي اورېدل کيږي .
دلته اخترنشته ،دلته له چانه دانسې اورېداي نسي چي اختردې مبارک سه !دلته پدي ورځ خلک  هديرواويادغمشريکی لپاره يودبل کوروته روان وي،دلته د ژړا اوغمونواوازاورېدل کيږي ،خندانسته اونه دچاخوله په خنداخلاصېږي  .
داملت دنړۍ تربل هرملت پرېشان اوزورېدلی دی ،دلته قانوني دولت اوخواخوږي مشران نسته ،ددې وطن سياسي اوټولنيز ډگرله  سياسي ناخبره لوبغاړواوددوي  له نندارچيانوډک دی .دنوروولسونودولتي اوسياسي چارواکي دخپل ملت لپاره هڅه کوي، خوموږځان وژنې اوکور ورانونۍ  ته  ملاتړلې  .
له بدمرغه زموږ دزيات شمير سياستوالو اودولتي چارواکولپاره ملي گټي اودهغوي ساتنه يوازي دشعار بڼه لري ،خودځاني گټوپه وړاندي له هر څه  تېرېږي .
رښتياخوداده ،چي هر ملت دخپل برخلیک د ټاکلوپه اړوندځانگړې مسؤليتونه لري دهمدې علمي اصل پر بنياد بايد داومنوچي زموږ ملت اوپه ځانگړې توگه هغه سياسي اوټولنيز قوتونه ،سازمانونه اوشخصيتونه ملامت دي کوم چې ملت ته دچوپړدرمنتيا ډبره پر ټټر ټکوي  .
زموږ دولس غوڅ اکثريت نالوستی دی، کېداي شي نالوستی ملت هرډول چي څوک وغواړي ،هغه ډول ئي استعمال کړي .
په همدې خاطر تاريخ شاهددی چي زموږ د هيوادبهرنی دښمنان ،تنظيم واکان اودهغوي پلويان عام ولس له تعليم اوتحصيل نه په يوه اوبل نامه ليري ساتلی،کله چي دجهاد خبره مطرح سي نوله بدمرغه لومړنۍ جهاد دښونځۍ اوښوونې دمرکزونوله ورانېدونه اوښوونکی په شهادت رسولو نه را پيل سي .
حقيقت خودادی چې یوازي ویښ اوبيدار ولسونه کولای شي دسالم مشرتوب ټاکلواوروښانه راتلونکي لپاره لار پرانيزي، ځکه خومي وويل چي له دې ناورين څخه دخلاصون لپاره زموږ دټولنې ژمن روښنفکران، سياسي ګوندونه، مدني اوفرهنگي ټولنې،علمي اوسياسي شخصيتونه،ډله ايزه رسنۍ،دولتي سازمانونه اوانستيتيوتونه ملي دنده او مسؤلیت لري چې هيوادته د دغه ورپېښ ناورين څخه دخلاصون لاره ولټوي .مگر متاسفانه اوپه ډير افسوس چي داټول نهادونه اوټولنزبنسټونه تر يوه بريده زموږ دولس دکورنيو اوبهرنيو دښمنانودگټو دساتلو ترسيور اوتاثيرلاندي  شپې سباه کوي ،وطن ئي داورپه لموکښي سوځي اودوي په خوښيو کي ډوب دي ،وخت غنيمت بولي . ومن الله التوفيق