د مبارکی پيغام

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


غیرتمنو، پتمنو او درنو عزتمنو هیوادوالو وروڼو، خویندو ګرانو ځوانانو او د سترګو تورو ماشومانو! لوی اختر مو مبارک شه د ناخوالو ، دردونو او غمونو په آمان اوسی. هسی خو هم له بده مرغه د جګړی ناولو ټپوسانو او سخت زړو ښرمښانو زموږ د ګران او خواږه خو ټپي ټپي ټاټوبي څخه د خوښی او سوکالی ټغر ټول کړی او د هیواد په ګوټ ګوټ کی د ویر او غمجنو

ساندو انګازې خپرې دي او ورځ تر ورځی مو وطنپال او میړنی ولس د خونړي ناتار او غدار استکبار د اور په لمبو کی سوزي.
د عرش ځواکمن او نیاومن سلطان ته لاسونه لپه کوو چې پر ګلالي او ویاړلي ګران افغانستان د رښتینی اختر ځلانده لمر زرینې او اختریزې وړانګی خپری کړي داسی رښتینی او خواخوږی زعامت مو په برخه کړی چی دغو ویرجنو تراژیدیو او ناورین ته د پای ټکی کیږدی. دا زوریدلی او غمیدلی ولس مو بیدار او هوښیار کړی چی د غلو او داړه مارانو تور او خیرن لاسونه چی کلونه کلونه د افغان ملت ترستونی تاوشوی په جسارت او قاطعیت مات او لنډ کړی نو هله به زموږ اختر رښتینی اختر وی. د داسی نیکمرغه او غوړیدلی راتلونکی په هیله. افغان ننګ ویب پاڼه بسم الله اکبري