دوهمه برخه
د اشرف غني ملي اقدام:
د ټاکنو د نوماندانو منځ کې اشرف غني لومړی نوماند دی چې په یوې ملي اوعلمي تګلار او په کور دننه او نړیواله کچه دعلمي او کاري تجربو سره، ولسمشرۍ ټاکنو ته راوړاندې کیږي. اشرف غني د مالیي وزیر، د کابل پوهنتون رییس او را وروسته، له ایساف ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د واک په لیږد کې د بهیر د مشرپتوګه، خپله پوهه او کاري تجربه په
بریالیتوب او نیکنامۍ سره پلې کړېده. د مالیي وزیر په مهال يي عواید او ګمرکات مرکزي کړل. پولي واحد، افغانۍ يي له مرګوني حالته راوویسته او بېرته يي د ګاونډیو هیوادو له پولي واحدو سره سیاله او حتی مخکې کړه. غني په نړیواله کچه هم د یوه ستر افغانپوه او نړیوال شخصیت پتوګه پيژندل کیږي.
که څه هم تېرځل د ۲۰۰۹ کال ټاکنو کې هغه د کرزي په وړاندې ماتې وخوړه او په نوماندانو کې څلورم راغی، خو اوس په۲۰۱۴ کال کې د نوموړي د بریالیوب لپاره چې کرزی نور نوماند نه دی او افغانانو هم د یوه ناکام دولت پنځ کلن پير تجربه کړی، شرایط د هغه لپاره مساعد شوي ښکاري.
بلخوا نورو کاندیدانو کې یوهم د غني پشان علمي او ملي سیالتیا، نړیوال علمي مخورتوب او سیاسي کریزما نلري. که دا ټول، د غني په مشرتوب دهغه د ټيم ښېګڼې او ارزښتونه ګڼل کیږي، خو د هغه ټاکنیز سیالان او نور سیاسي او اندیښنوي مخالفین به غني او د هغه ټیم، د ټاکنو تر وخت او له هغه روسته ترپرلپسې حقو ناحقو نیوکو او بریدونو لاندې نیسي.همداراز د افغانستان پشان په سنتي او مذهبي ماحول کې به د هغه لیبراله اندیښنې او تګلارې هم بې سردرده نه وي!
د لومړي مرستیال پتوګه د جنرال دوستم په ملتیا، پرغني د بېلا بېلو شخصیتونو او کړیو سپورې ستغې هم زیاتیږي، خو جنرال دوستم پخپل یو بېسارې اقدام سره د تېرو لسیزو جنګونو د زیانمنو کورنیو او قربانیانو څخه رسمآ بخښنه غوښتې او د هغه دغه اقدام څرګندوي چې د غني ټیم د سمون او تحول لپاره له دې نورهم زیات څه، په چنټه کې لري. که څه هم ځیني سیاسي عقدیان( نه د قربانیانو کورنۍ ) د دوستم دغه اقدام یو سیاسي چل انګیري خود هغه دغه اعتراف که په هره موخه شوی وي، یو زړوراقدام دی چې نور جګړه مار يي هم باید تعقیب کړي. که دغه اقدام د قربانیانو غوسه او د غچ حس بشپړ نشي سړولای، بیا هم نیکمرغه پيل يي ګڼلای شو.
په نورو ټاکنیزو ټیمونو کې هم د ډاکوانو او قاتلانو شمېر کم نه دی، اوس د هغوی وار دی چې د ملت په وړاندې، لږتر لږه د خپل جنایت په نه تکرار، ټینګار وکړي او رسمآ عفوه وغواړي. خو د جمعیت ګوند یو مشر، اسماعیل خان چې د جنایتکارانو په لومړۍ لیکه کې ځای لري او اوس په ټاکنو کې د یوه بل ډاکو عبدالرب رسول سیاف لومړی مرستیال دی، بي بي سي ته وايي « د بښنې غوښتلو اړتیا نه وینم »
اوس د جنرال دوستم او اسماعیل خان د دوه بېلا بېلو دریځونو په اړه قضاوت، لوستونکو ته پریږدم!
په ټولټاکنو کې یوه لویه موخه باید دا وي چې د هغو پای کې په کوردننه د بېلا بېلو ایتنکي، مذهبي، ژبني او سمتي توپیرونو ترمنځ شته واټن لږ شي او ټاکنې د ملت په یووالي کې له مخکې زیاتې ګټورې تمامې شي. دغني ټیم په دغه برخه کې هم، تر نورو مخکې ګڼل کېدای شي!
څه مهال وړاندې د بلخ والي، عطامحمد نور د دوستم په تړاو ویلي وو چې نوموړی یو ملي خاین دی، غل او چپاولګر دی او له هغه څخه طالبان په وارونو وارونو ښه او بهتر دي. خو پوښتنه دا ده چې خپله عطامحمد نور بیا څوک او څه دي؟ دا چې ویل کیږي نوموړی یو میلیارد ډالر شتمني لري، پوښتنه دا ده چې دا یو میلیارډ ډالرعطا له کومه کړل؟ ایا عطا خپله غل، چپاولګر او قاتل نه دی؟ ایا عطا د دوستم پشان زړه او غیرت لري چې لږ تر لږه د افغان ملت په وړاندې ووايي چې ده هم په قتلونو اوجنایتونو کې برخه درلوده، پښیماني ښکاره کړي او له ملت څخه بخښنه وغواړي!
دوستم چې تر پرونه پورې د نظارشورا او جمعیت، د سمتي او ملي ضد ګټو په محور، هغه هم په توطیو او چلوټو سره تېرایستل او لوبول کېده او د میدان پهلوان ګڼل کېده او هغه مهال ددوی لخوا ښاغلی او منلی ګڼل کېده، خو نن چې د ملي ګټو او سراسرۍ ملي غوښتنو لپاره د غني په څنګ کې دریږي، د دوی په وړاندې یوازیني غل، چپاولګر او قاتل بلل کیږي!؟
که نظارشورا او جمعیت د خپلو تنګو ګټو لپاره داسې څه تبلیغوي، په هر تقدیر، خو هغوی چې په بېخبرۍ او ناپوهۍ د نظارشورا او جمعیت په داسې ناولې لوبه ورګډیږي، د اندیښنې او پوښتنې وړ ده. هغوی چې د غني او دوستم په منځ کې د بېلتون هڅه کوي، له روغه نیته نه ده اوهیڅکله داسې هڅې افغانانو ته د ښېګڼې له مخې نه شي ګڼل کېدای.
دلته په ځانګړي توګه، هغه په اصطلاح پښتانه روشنفکران هم مخاطب کوم، چې د لوی غني په وړاندې د مخالفینو او دوښمن په تبلیغ ورګډ دي او خپلې پښې او ریښې پخپله وهي!
چې کاڼې اخلې، ځان پرې ولې ملامت څوک دی؟ شرم او خجالت څه ته وايی!
په داهسې ځای چې وخت د نام و ننګ دی
دا بې ننګه پښتانه که څه رفتار
خوشحال بابا
بلخوا د غني ټیم د کوم ځانګړي قوم ګټو او ښېګڼو ته نه دی بېل شوی، دا یو ملي ټیم دی، په ټولو افغانانو پورې اړه لري او د افغانانو ملي او سراسري ګټې په پالي. د هیواد تاجک وروڼه چې پنجشیرۍ نظارشورا او جمعیت برمته کړي، دا څو لسیزي يي لوشې، په برخلیک يي لوبې او جواري کوي، د نورو افغانانو ترڅنګ يي ویني او زويي زبیښي او له ټولو سره يي مواجه کړي، باید د دغو غلو او داړه مارو څخه د خلاصون لپاره د غني پر ټیم راټول شي!
که دوی د یوې وړې سیمې درغلګرو ته بیا بیا رايي ورکړي، ځان د نورو افغانانو په وړاندې لا تجریدوي او خپلو رواګټو ته پخپل لاس، لوی تاوان رسوي!
بلخوا بلاخره جنرال دوستم وپوهید چې څو لسیزې نظارشورا او جمعیت د ملي او سراسري ګټو په وړاندې وجنګاوه او نور پر دغه لار چې پای يي ترکستان ته رسیږي، نه ځي. په یوه ټیم کې د غني او دوستم ملتیا د محدودو ګټو لپاره نه ده، بلکې هلته د هیواد او ټولو افغانانو لويي ګټې په پام کې دي.
د جګړې پای، د سولې بسیا او د وسلوال اپوزیسیون سره د خبرو تګلار د بل هر ټیم پرځای د غني ټیم ښه پرمخ بیولای شي. غني خپله کولای شي له دې ډګره بریالي راووځي.
د هیواد د مالي او اقتصادي ګډوډې وضعې بیا رغاوی او ځوانانو ته کارځای، د اقتصادپوه اشرف غني په تګلار کې انځوریدلای شي.
ښه به دا وي چې بېلا بېل ټاکنیزټیمونه، د مخالفت او اپوزیسیون پرته، د اشرف غني پر شاوخوا راټول شي او پخپل داسې یووالي سره د افغان سوکالۍ او د هیواد ودانۍ لپاره، مرکزي پیاوړی دولت جوړکړو!
د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر ۱۰ مه
سرلوڅ مرادزی