عزیز الله شریفزاد
ملګرى ملتونه. د افغانستان د سولې ، ملي يووالي هر اړ خيزه اجتماعي عدالت د ښيګڼو لپاره اساسي چمتووالی پرېږدى په اوس وخت کې ددې ټا کنو لپاره ېې يو کار هم د افغانستان د امنيت لپاره قانع کوونکی نه دی اوپه واقعيت کې د عدم عدا لت اجتماعي پروسې ته په ډاګه زمينه برابرول دى چې تقريبا زمونږ ولس له ډيره پخوا ددغې پروسې
سره لاس او ګريوان دى.دا چې بيا د هر لوري خلک په هر عنوان بل نوم ورکوي او کوښښ کوي چې پر دغه مظلوم ملت يو ځل بيا د بلې دورې لپا ره د ناپوهي دجاله ولس مشري ومني.
خبره نه ده بلکې د UN Interference in Afghanistan په هېواد کې دى او ملګري ملتونه د افغانستان فرهنګ او خلک نه پېژني.
ښاغلی کوبېش په کومو خبرو دومره ژمن دي چې د ټاکنو په ترسره کولو کې بې له هر ډول ستونزمنۍ، جنجال ، فقراوبد بختي، چل او فريب او په رښتيا سره د ولس په ګټه پورې تړ لې همکاري به د ټولو پرګنو لپاره ستره مرسته وي په کومو کسانو؟ او څه ډول؟.
په کابل کې د ملگرو ملتونو پخوانيو او اوسنيو استازو هېڅ نه دى کړي او نه د کړلو په ستراتژۍ، تګلاري، بشپړ و اهدافو په طريقه پوهيږي. يوناما په اسلام اباد کې د جهاد له پيله بليون بليون دالره د بې کفايتو وطن پلرونکو او خرڅ شويو ګوډا ګيانو په لاس ورکړل. خواوس په ک ابل د يونما دفتر بيا د اوبو خړلولو په هيله ناست دى چې نور کبان يا ماهيان هم ونيسي او په دې لاره کې ستر مهارت لري ځکه چې دې (اى اس اى) او نورو نړيوالو شبکو له لارې ېې په افغانستان کې ستر تجارت وکړ. وايي، د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د ټاکنو لپاره نيول شوې تابياوې په د ې نيسي چې دلته ددوى په ګټه هغه اجنتان ناست دى چې له دوى سره همدا اوس په کاسه کې شريک دى. تاسې د ملګرو ملتو دغه تش په نوم سوله ايزه ډله ټپله په کوم وخت کې ليدلي چې دوى د مظلومو کسانو په حق کې کوم موثرګام اوچت کړى وي ټول د غلا تګلارى دى چې يو او بل پورې تړلي!
دغې ادارې همد ارنگه تل په افغانستان کې د کمزوري سياست ځخه کار اخيستي او يا خو افغانستان ته د لويديځې نړۍ هېوادونو په کچه کتلي. کله چې د مرستې ټټر و وهي لمړي خبره ېې د ښځو ازادي ده .خو په څنګ ېې بيا نور اهداف عملي کړي او د يوه ډير کمزورى بحران او لانجې مخه هم نه شي نيولاى. ملګري ملتونه لکه سوى چې په رڼو سترګو خوب ويني . له بلې خوا نه ددوي په اداره کې دومره کميسيون او کميسيون بازي دي چې حساب ېې مستوفي هم نه شي څيړلئ د ډېرې معمولي معاملې څخه ډير غټ پلان جوړ کړي. چې مثال ېې د بيننسوان اداره وه چې د ډير وخت لپاره ېې د حکومت شش ګانه او هفت ګانه د جوړيدو په نوم ېې د استاد رباني په خوله نارې وهلي او د هغه ملاتړ ېې کاوه چې په نتيجه کې ېې يو لوى ښا ر په کنډواله بدل کړ.
ملګري ملتونه څو فيصده د افغانستان په سيا ست کې پوهه او پېژند ګلوي لري؟
په کابل کې د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانگړي استازي يان کوبيش وويل، افغانستان لا هم د نړيوالې ټولنې لپاره د پاملرنې وړ هيواد دى او ملگري ملتونه ژمن دي چې دغلته د ښو او رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې مرسته وکړي خو دا ښا غلي نه پوهيږي چې په افغانستان کې دغه ټاکنې په کومو برخو کې رڼې او ښې دى ؟ ښې او رڼې ټاکنې په کومو شرايطو کې او ځنګه دغه ټاکنې بايد د هيواد په ملي منافعو ولاړې وي. ډير استازي لاړ او راغله خو يوه استازې لانجو ته په داسې حال کې ګوته ونه نيوه چې د يوه ملت زعامت په کې وټاکل شي اوس چې وخت ډير حساس برېښي نو دى دلانجې خبره په زغرده کوي.
"کو بيش بايد ووايې، چې دا هېواد په يوويشتمه پېړۍ کې چا له پښو وغورځا وه، چا بېوزلئ کړ او ولې ددومره لانجو او بحرانونو سبب وګرځيد مګر ملګرو ملتو ونه ليدل چې روسانو دلته څه ونه کړل . زمونږ هېواد ته په دې ستره ناروغي کې کله ملګرو ملتو د خپلواکي درمل ورکړه ؟ مونږ ته داغوړ او چرب نومونه تل مضر تمام شوى هغه چې د مالي، لوژيستکي، تخنيکي او په نورو نومونو ياديږي. دا څه ډول سلا او مشورې دى او د کومو خلکو لپاره؟
ښاغلي کوبيش دا هم واېې چې د افغانستان په ځينو سيمو کې په شته امنيتي ننگونو سترگې نه پټوي، خو د کوم قانون د پلي کيدو خبره کوي؟ دى ښه پوهېږي چې زمونږ هېواد اتحاديو ، کنفرانسو، غونډو ، غير ملي ټولنو.احسا ساتي بوالهو سو ډلو ټپلي نور ختم کړ او څه نه دې ورته پاتې.
نړيواله ټولنه کومو غلو، رهزنو، علطو او قلابي خلکو ته چمتو ده چې د افغا نستان د ولس درد ور باندې مدا وا شي؟ د چا ملاتړ کوي او څوک دغه د طلسم او چلونو ځنځير نور هم غښتلئ او پياوړي کوي . مګر نه پوهيږي چې د افغا نانو ژوند زمونږ د مطالعې لپاره يو بر بنډ کتاب ګرځيدلئ بې له کتاب، ورځپا ڼې، خبرونو، ګوګل ، فسبوک، او نورو نشراتو نه خبره اوچته ده او هر څوک پوهيږي چت غوا توره او پۍ ېې سپينې دي. دملګري ملتونو که څه له واکه پوره واى خپل ځان ته به ېې پوزه جوړ کړې وه .
يان کوبيش
د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي په دې برخه کې ډير اماتوري سياست غوره کړئ دى د افغا نستان لانجه ډيره احساساتي څېړلې او يا ېې د بي بي سي په ترازو کې تلي خو حقيقت دلته بل ډول دى.
دی وايي اروپايي ټولنې او اروپايي پارلمان پريکړه کړې چې د افغانستان د ټاکنو لپاره به نړيوال څارونکي واستوي خو په دې نه پوهيږي چې د کومو دروغجنو، مکارو، نااهلو کسانو لپاره؟
ښاغلي کوبيش د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو ټاکنو لپاره د اروپا د امنيت او همکاريو سازمان د ملاتړې ډلې د گډون يادونه هم وکړه او نور به ېې د شوکې پېټي ورزيات کړي.راشي او مرتشي به زيات شي ، د هېواد ټول قراردادونه به د مصنو عي ميراث خورو نصيب شي او د ا ستعباد موړه به د استعمار په ډډه بار او هرېخوا ته همداډول تباهي، بربادي، بې عفتي، بې ناموسي او له انساني کرامت څخه ليرې کارونه په ټولنه کې په يوه ډير بې تفاوته حالت کې رامينځ ته شي
لنډه دا چې :
ايا په يوه اسلامي هيواد اويوه اسلامي دوديزه ټولنه کې يوموټئ مسلمان ولس ته دا ډول ټا کنو اوغوبل ته اجازه ورکوي چې هلته عدالت په ما يکروسکوپ کې هم نه ليدل کيږي چې د ټولنې د ملي مصالحو اثر نه شته . که څوک په دې ملي مصا لحو کې فعاله ونډه نه اخلي او يا دغو ستونزو ته په ډاګه ګوته نه نيسي دا به يو ځل بيا له ټول مظلوم ولس سره ستره جفا او ګناه وي . دا هم بايد په څرګنده سره وويل شي چې په دغه ستونزه کې ولسي سيمه ايزه ولايتي شورا ګانې اوچارواکې او د دولت مرکزي چارواکې سل په سلو کې ګرم او تورن ګڼل کيږي چې د عامو خلکو لپاره هم د ګناه کارۍ خبرتياده .
په در ناوۍ