دسپوږمۍ انځور

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله روشن
زه بندي شو م  په دې نه پوهېدم چې جرم مې څه دی ،خوپه دې پوهېدم چې دقيد اندازه هم راته ټاکل شوې.
هېچاته هم معلومه نه وه چې ما داسې کومه ګناه کړې چې زه يې د زندان د ميلوترشاه را ورسولم،عجيبه لا دا وه هغوپوليسو چې زه ولچک کړم او محبس ته يې وړلم هغوی هم له دې معما نه وو خبر.


څه به موسر خوږوم بويې تلم  ډېرپه بې رحمانه ډول يې په يوه نيمه تياره اونيمه رڼاه خونه کې يې بندکړم ،په څوشېبو کې مې ډېر ښه ځوانان وليدل چې دمختلفو جرمنو په تور بنديان کېدل،په دې وخت کې د هندوستان دسينما يوه اداکار (ناناپاټېکر) ته د يوه قيدي خبره راياده شوه چې ورته ويل يې: راځه راځه نانا! ستا خوهروخت له برېتو وينې څاڅي،په همدې وخت کې هم خندا راغله،تاسو ومنئ! چې په څو شېبو کې دهغو ټولو مرغانو له زړونو خبر شوم چې په يوه کوچني قفس کې کله په مړه اوکله په لوږه ژوند کوي.
ډېر ژر دکورنۍ غړيو،ملګرو او دندې پسې خفه شوم،دالا څه حال و،کله چې مونږ په عادي ژوند کې ډېر کم چېرې ايسار شو اويا په کوځای کې ډېر کېنو نو بيا وايو څه بنديان خونه يو راځئ چې کوم خوا چکر ته ولاړ شو.
باور وکړئ په خوله داخبرې ډېرې اسانه دي خو په عمل کې ډېره سخته ده ،چې يو ازاد مخلوق دې هسې بې څه بندي کړای شي،خدای مو له بنديخانې وساته.
په خيالونوکې ډوب دخپل جرم دپيداکولو په لټه کې ناست وم چې يو وخت موظف کس راغی زما نوم يې  واخست ،ورته راپورته شوم ويل يې څوک راغلی،غواړي تاسره وګوري.
 اوس يې خوند وکړ هلکه دا خوته رښتيا بندي يې خبره خو ان ملاقاتونو ته ورسېده  .
همداسې غمجن ور روان شوم،دملاقاتونو ځای ته چې لاړم ګورم د ډبلې شيشې تر شامې پلار ولاړ دی،همدا چې نظر يې راباندې پرېوت حالت يې بدل شو،ما دهغه اوهغه زما اواز نه اورېد،خومادهغه په تندي کې ګونځې او په سترګوکې رڼې اوښکې ډېرې صافې ليدلې،دشيشې ترشاه مو له يوبل سره د لين داره ټيليفون په واسطه خبرې وکړې،هغه هېڅ خبرې نشوای کړای،زه هم دومره باتور نه وم چې خپله ژړا او اوښکې مې پټې ساتلې وای،خو دپلار لپاره مې ځان ډېر ټينګ کړ،ترلږځنډ وروسته هماغه کس بيا راغی ويل يې وخت مو ختم شو،پلار څخه مې دټولې کورنۍ پوښتنه وکړه،هغه راته ويل ټول ښه ول سلامونه يې درباندې ويل او دعاوې يې درته کولې،په دې کې يې دمخې جېب ته لاس کړ يوڅه يې زما طرف ته له شيشې سره جوخت ونيو،همداچې مې وليد په کريکو اوسلګيومې ورته وژړل،دهماغې ډبلې شيشې تر شاه مې څوڅوځله ښکل کړ،دا زما دنازولې او کوچنۍ لور سپوږمۍ انځور وه،سپوږمۍ تازه خندا ياده کړې ډېره مينه ګرکې نجلۍ ده دبېلتون دې شېبو يې نو سخت ودردولم.
کله چې مې دسپوږمئ انځور ته ژړل نو مې له پلار سره په اوله لحظه دمخامخ کېدو وخت راپه زړه شو چې د پلار سترګې مې له اوښکو داسې ډنډ شوې وې چې دهغه د ليدو لپاره يې جال جوړ کړي و،دهغو مرغلرو(اوښکو) ډېر زيات قدر راغي،ما دخپل پلار په سترګوکې هغه مينه وليدله چې زما لپاره يې په زړه کې لرله،داځل نو دپلار مينې ته سلګيو واخستم دسپوږمۍ دانځور ليدو په بهانه مې پلارته ښه په چيغو وژړل ،چې په دې وخت کې  ساعت چې د سهار دلمانځه لپاره مې په ټايم کړي و،ټالۍ ووهله او راويښ يې کړم.