ع.شريف زاد
د بن کنفرانس د ملګرو ملتو په مرسته په کال ٢٠٠١دنوامبر په ٢٧ نيټه په ډيره عجولانه توګه مينځ ته راغي . کنفرانس له ځايه د بې خبره تش په نو م ملګرو ملتو په هوسونو سپور د بن په ښار کې په داسې احسا ساتي ډول جوړ شو چې ځينو ا حسا سا تي ، له هوسونو ډکو او قدرت غوښتونکو افغانانو په کې نازکاوه ا وتېره بيا دافغانستان يو شمير بې کفايته
جنګي ډلې د خپلو ګټو لپاره دغه زمينه ډيره موثره وګڼله او د يوه سازش په ډول سره راټول شول. ملت او خاوره ېې هېره کړله ددې کنفرانس کجيرانو له روم، قبرس او پيښور ښارونو ځخه وه.بې له دې چې د افغانستان ملي زعامت او د ټولو پرګنو حق او غوښت
نې وپېژني ياېې په نظر کې ونيسي دوى په ډيره چټکې، لنډې او بوچې ادارې هوکړه وکړه.چه له ملي ګټو څخه ېې فردي ګټې زياتې په کې مطرح وي. د قدرت انتقال ېې په مسخره ډول چې د يوې مرغانچې حيثيت ېې هم نه درلود او په افغا نا نو د ملګرو ملتو په مرسته د غه د بن معاهده وتپله شوه. بيا ددسمبر مياشتې په ٢٢ کې داسې پريکړه وشوه چې دغه د ماشومانو اداره به يو ريس پنځه مرستيا لان او ٢٣غړي ولري. پرېکړې ډير ې ا ضطراري وې او يونس قانوني هم په کې ډيرې مکرجنې حيلې کولې . جرګه ملي نه وه او رابللي کسان هم د ملي مصالحو په هکله کوم ځانګړي اهدا ف نه لرل او نه د اهدافو خاوندان وه که دو�
� په رښتيا سره څه درلودلاى ملت به خامخا په دوى را ټوليده او د نړيوالې ټولنې پلمې به هم مينځ ته نه راتلې په ولس کې د سولي خبرې عملي کيدلې خو له بده مرغه دغه کار ونه شو ځکه د ملګرو ملتو له واکه څه نه وه پوره نو ملګرو ملتونو، المانانو، او د افغانستان د غو نام نهادو خلکو هسې له ټول ملت سره نه يواځې جفا وکړه بلکې دوى ټول ملت له يو ستر بحران سره مخامخ کړ. رښتيا ويل ترخه دي او هغه چا ته چې کوږ بار تر مزل رسوي بيا په هېڅ توګه د منلو وړ نه دي . په ځانګړې توګه هغوکسانو ته چې د قدرت په نيلي ځان سپوربولي . په دې کنفرانس کې بيا ځينو افغانا نو لويديځې نړۍ ته ډير ځ�
�نونه نږدې کړل او تر اوسه پورې داسې ښيي چې دوى ډير متدين، سيا ست پوه، دهيواد د پرمختګ او ا بادي غوښتونکي دي. خو حقيقت بيا بل څه وه متل دي چې وايي : کله چې غوښه بوى کوي د مالګې شيندلولپاره ډيره ناوخته ده!
د بن معاهده ډېره ناوخته وه اود افغانستان له بحران او لانجو نه ډير بې خبره پاتې وه د غوښې له خبرې نه هم تيره وه . سترې اشتباهې ميننځ ته راغلي او په هيڅ ډول ېې له عدالت، انصاف، مساوات او ملي ارزښتونو سره اړيکي نه درلودل د افغانستان کورنى لانجه ېې له بهر نه څيړله او د ننه په افغانانو کې ېې په دومره سطح معلومات نه درلود چې د افغانستان مستقبل او راتلونکې له مشکلا تو څخه وژغوري او د افغانو زعامت وټاکى .دا په خپل سر پرېکړه هغه تصميم ته ورته وه کوم چې استاد رباني په خپل سر له روسانودوتلو وروسته تر سره کړې افغانستان يواځې د رباني شخصي کور نه وه د ټولو افغ�
�نا نو ګډ کوروه . کله چې بيا کرزي رامنځ ته شو هغه هم د خپلو پښو د ټينګولواو بقا لپاره له زړو با بو لالو څخه هم په کورني او هم بهرني تګلاري څخه کار واخيست او ډير زيات په هغو مسايلو پسې وګرځيد چې ملي بڼه ېې نه لرله. له بلې خوا د کرزي ابتکار او پوهه هم دومره نه وه چې د يوداسې ملت لپاره درښتينئ زعيم په جامو کې ځان وښېې هغه په يوه سمبوليک چپنه او خولۍ کې راڅرګند شو چې له پيل ېې افغاني ملي صبغې سره تړاو نه درلود چې د يوه اسلامي حکومت موډل نه نمايندګي وکړي او د خداى (ج) اود رسول اکرم رضايت ا و خوښې په کې وغواړي داسې نه وه .او يا په ډير شهامت او ميړ انې سره
بې له هر ډول وېرې ، چال او فرېب نه د ملي ارزښتنو په رڼا کې د حق د لارې هيوادوالو درناوى وکړي .د بې ګنا هو خلکو او مظلومو کسانو پر سرونو لاس ونيسې .او له هغو سره د افغاني دود او کلتور په رڼا کې ليدنې کتنې لاس ته راوړي .ده اصلا د هېڅ افغان لپاره يوه اجندا نه درلوده چې په هغه کې واقعا سوله، وروري، برابري او خپلواکي تامين شي. پوښتنه دانه ده چې کرزى له پښتنو تښتي او د پښتنو لپاره ېې هېڅ نه دى کړي ځکه مونږ ددې ستر مسوليت توقع له ده نه درلوده او نه په ده کې ددې کفايت شته خو مهمه داده چې د نورو لپاره ېې ډېرې سترې لارې پرانيتې دى او دغه کارونه ده په ډاکه کړي او
تاسي ټول ېې ويني چې ...... سيا سي مصلحتونو باندې ېې پښتانه تکه تکه کړه. ټو ل انحصار له يوې خوا او بلې خوا د چا پر سر لګيږي؟ په هر حال اوس چې په افغانستان کې د ټاکنو وخت را رسېدلى دا د هر افغان ملي او ايماني وظيفه ده چې په ډيره اګاهانه توګه د انتخاباتو په هکله له ځان څخه د ملت، ولس، ايمان او عقيدې، کلتور او فرهنګ او په تيره بيا يو اخلاقي معيار پوښتنه وکړي او ددې خاورې ملي حاکميت، ملي يووالئ ، بشپړه خپلواکي، او هر اړخيزه ابادي ، مېړانه او غيرت له ياده ونه باسي. زمونږ هېواد د جا پان همزولى دي او دواړو هېوادونو په يوه کال خپله خپلواکي تر لاسه کړي ده نور ې ب�
�خې به ېې نه مقياسه کوو.
په درناوى