څنګه تعصب ونکړم!؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله روشن
په پښتنه ټولنه کې دا عرف او رواج وي چې هر شخص اويادهرې کورنۍ مشر خپلو اولادونو ته په نصيحت کې اوله خبره همدا کوي چې تل دمشرانو احترام کوئ،چاته بدې خبرې مه کوئ،دنورمذاهبو مقدساتوته توهين مه کوئ،چاته په سپکه سترګه مه ګورئ،تل په خپل کارباندې کار ولرئ او همېش هڅه وکړئ چې څوک درباندې بد ونه وايې.


خوبد بختانه چې زمونږ په هېواد کې ځنې متعصبې ډلې برعکس کوي،هغوی تل دخپلو اولادونو په مغزو کې منفي خبرې  پيچکاري کوي،هغوی تل خپل اولادونه د نورو دتوهين اوسپکاوي په خاطر تحريکوي او روزي يې.
راځم اصلي خبرې ته په يوه ځای کې مې دافغانستان دپخواني جمهور ريس ډاکټر نجيب الله او پځواني جنګ سالار،دهېواد دملي شتمنيو،پلورونکي او دزرګونو بې ګناه انسانانو قاتل احمدشامسعود دوه لوی انځورونه وليدل چې به بېلو لوحو نصب شوي و،ددواړو انځورونو ترمنځ به شل مټره فاصله وه،خو قهر او درد په دې راغی چې د ډاکټر صاحب نجيب الله انځور ته تورې خټې او چټلې اوبه ورپاشل شوي وي او د مسعود دعکس لاندې دتازه مېوې پلورونځي جوړ شوی و،دغه کثيف ډله دومره له تعصب اوکينې ډکه ده چې حتی د بل چا انځور هم نه شي زغملي،دادومره پست او دانسانيت له دايرې وتي خلک دي چې دافغان او مسلمان نوم ورکول هم دغونومونوته توهين دی،کله چې دا وحشيان حتی زمونږ يو پلاستيکې يا کاغذي انځور نشي زغملی څنګه به ديو چترلاندې اويا په يودسترخوان راسره د ډوډۍ خوړلو اوپه يوه ټغر دکېناستلو لپاره راسره حاضر شي.
مونږ له چاسره کله هم تعصب ندی کړی،چاته مو سپکاوی ندی کړی،دچاتوهين موندی کړی خوهغه څه چې حق دی ويلي مو دي اوبيايې هم وايو او دبل چا لخوا خپل سپکاوي نه شو منلی دبل چا لخوا دانشو زغملی چې زمونږ د مړو شويو اتلانو اوهغه چا توهين وکړي چې نن يې همدا کثيف کسان د مېړاني او تورې په برکت په دې هېواد کې ازاد ګرځي.
خو خبره مونږته خپلو هغو مشرانو خرابه کړي چې نن يې داخلک دپلرونو اونيکونو پرسرښندنه ريشخند وهي،که چېرې دوی ته دومره وخت نه وای ورکړل شوی نن به مو په سر راته دغه کارغان او ټپوسان لکه د باز سپاره نه وای او زموږ پر سر به يې ټونګې نه وهلې،کله چې خبره ديوچا نه دحق غوښتلوراپورته شي نو بيا پښتانه په دې تورن شي چې دوی اوس لږکيو او ډېره کيو خبرې کوي څنګه يې ونکړو،څنګه غلي کېنو اوڅنګه لږه کې اوډېره کې ياد نکړو،ايا لس نفر او سل نفر بايد يو شان اويوه اندازه حق واخلي، ايا دا حق دی دا دخدای لاره ده؟
ای پښتنو!  په ډاګه اوپه جرئت سره درته ويلي شم چې تاسو دهيچا نه ياست خوښ،تاسو هېڅوک نه شي زغملی ،تاسو دهيچاپه زړه کې ځای نشۍ موندلی،  ولې چې تاسو اتفاق نلرۍ،ستاسو خبره يوه نده،تاسو په خپلوکې هم دخپلو توهين کوۍ اوتاسو ډېرياست خو ستاسو ډېرښت کومه ګټه نلري،ځکه تاسو دلړم د بچېوپشان ياست چې را لوی شوئ نو بيا خپله هغه مور چې نړۍ ته يې راوړي ياست هماغه خورئ.
که داسې نه وي ،په تاسو کې اتفاق وي،خپل حق غوښتلی شئ اودبل دظلم او تېري پروړاندې درېدای شئ،ولې چپه خوله کېناستئ کله چې څه موده وړاندې په کابل کې دملي  تحريک لخوا د پښتونستان واټ لپاره چې يو پخواني اوتاريخي واټ دی لوحې جوړې او ولګول شوې،خو يوازې ۲۴ ساعتوکې هغو لوحوته چې د ارګ ماڼۍ،ماليې وزارت،عدليې وزارت، سرينا هوټل،افغانستان بانک،معدن وزارت،او اداره امور له دروازو سره په نښتي څلور لاري کې نصب شوي دي سور رنګ ورپاشل کېږي،خطونه يې ورانېږي او له منځه وړل کېږي،مګر هېڅوک يې دپوښتنې نه پيداکېږي،کله چې يو څوک دومره غافل شي چې دکور له مخې دي يې تخريب کوي اودی دي ويده وي،داخوداسې معنی لري لکه څوک چې دچا دکور پردې شلوي او دی ورته خړې خړې ګوري،نو هېڅوک پيدانشو چې پوښتنه يې وکړي او دليل يې وپوښتي.
خو په سبا يې دهمدې کار پرضد دکابل ډير واټوونه چې پخواني نومونه يې هم لرل دکس اوناکس په نوم ونومل شول چې تر ننه هم عکسونه او لوحې شته پر سر يې اوس هم بيرغونه ځړېږي خو چاهم دا لوحي ونه تراشلې،دا بيرغونه يې ونه څيرل،اونه يې خټې ور وشيندلې،زه دانه وايم  چې څنګه له مونږ سره شوي بايد همداسې وشي او مونږ هم له هغوی سره ورته عمل وکړو،نه داسې نده ،ځکه بيا زمونږ اودهغوی ترمنځ پوله نه معلومېږي او دټولو په حق کې به يوشان قضاوت وشي خو دخپل حق غوښتل ،خپله پوښتنه کول او دملي ګټو پام دا تعصب،سپين سترګي او ګستاخي نده.
څه موده دمخه چې دمسعود ورځ نمانځل کېده کومې نادودې ونه شوې، خلک په موټرو ووهل شول،په مرميو وويشتل شول، توهين يې وشو،تاسو وګورئ په همدې ورځ په ژوندون ټلوېزيون دهمدې دتلين دنمانځلو په مراسوکې  بريد وشو،له هغې ځايه د غازي امان الله خان انځورونه شلول کېدل دهغوی د شخصيتونو سپکاوی وشو ،کنزلۍ ورته وشوې،اوکوښښ وشو چې هلته ددې احمق انځورونه ولګوي نو کله چې يوڅوک دومره بې حيثينه او کنجر شي چې  له مرګه وروسته هم خلک ترې په ارام نه وي پاتې نوبيا هم هغه ته دومره لوی مقام اومنزلت ورکول شي،دادي روښانه يې کړه چې مسعود څومره وړ او دوطن اصلي خادم وو په ژوند خو يې داثابته کړې وه خو اوس يې له مرګه وروسته هم کارنامې سرونه ټوکوي،وايې:( لالا ځي نښې پرېږدي)
خو زمونږ بدبختي په دې کې ده چې په حاکمه دولتي اداره کې مو مشران او سرلاري اهل ندي دي،خپل مسؤوليت او رسالت نه پېژني داسمه ده چې مونږ ته به د دعدم تشدد درس راکوي خو پخپله له کاذب تشدده ډک خلک دي هغه هم د ځان پر وړاندې،خپل ځان غولوي،څه چل دی ايا دوی وېره لري،ايا دوي اوس هغه پځواني پښتانه نه دي،ايا دوي يواځې سمبولونه په اداراتوکې ناست دي او اياد دوي وړتيانلري؟چې نن دخپلې ژبې ،خپلو ملي منافعو،خپلو ابداتو اوخپلو سترو شخصيتونو دتوهين په اړه پوښتنه نه شي کولي او دلايل يې نشي غوښتلي،نن ولي دوی دومره له پښو غورځېدلي دي چې يو قدم هم مخکې نشي تلای،ولې ددوی خولې دومره سختې بندې شوې دي چې حتی دخپل ځان ددفاع په خاطر يوه خبره هم ورڅخه راوباسي،ولې خپل هغه حقوق نشي غوښتلی چې خدای ورکړي اوبنده ګانو يې ترې اخستي دي.
دخداي په خاطر پښتنو را ويښ شي،نورڅه ته ګوري،دځان پوښتنه وکړئ،دخپلو اتلانو پوښتنه وکړئ، مه پرېږدئ چې ستاسو پر وړاندې خلک ستا اوستا د يوه اتل توهين وکړي،په دې به څوک ژبه درڅخه نه غوسوي که له يوه چا يې ژبه غوسه کړه خير دي بيا نور هېڅ مه وايئ،په خدای قسم کوم ويره لرم چې د لس يا شل کلونو په تېرېدوسره دپښتون نوم دځمکې پرسر دمليتونو او قومونو له قطاراولېست څخه ورک نشي،پښتون به بيا څوک پېژني هم نه،نوهغه وخت به په تاريخ کې په ډېر بدنامه دپښتون يادونه وشي.
زه خو وايم چې راځئ تعصب وکړئ،راځئ خپل حق په نره غواړئ،راځئ پښتو وساتئ،راځئ دپښتو اوپښتون تعريف عملي کړئ عمل ورباندې وکړئ،اي پښتنو! که چېرې خپل حق غوښتل تعصب وي نو ولي داتعصب نه کوئ،که چېرې دخپل ځان او خلکو دفاع کول تعصب وي ولې داتعصب نه کوئ،که چېرې دنورو خلکو څخه دخپل ځان او ولس دتوهين په اړه پوښتل تعصب وي ولي يې نه کوئ،راشئ دغه تعصبونه خو وکړئ که مو وکړل نو بريالي به ياست،حق به مو ترلاسه کړی وي،ځکه وايي ډار له سرو سترګو کېږي،دسبا له پيغوره به مو ځان ساتلی وي او که دجهاد تعريف ته وګورو نوپه دې سره به مو يوسپېڅلی جهاد کړی وي.