دپرتمینې فاتحې خبرتیا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عارف امید
حامدکرزی دملي ژغورنې دتنظیم دپښتنوشهیدانواستازی، مارشال محمدقسیم فهیم  دشهیدانو د سالار اوملی اتل رښتینی دوست ، محمدکریم خلیلي دهزاره شهیدانومشر، احمدضیآ مسعود دنظارشورا دتاجکوشهیدانوورور، صلاح الدین دفقید بحران الدین رباني زوی دجمعیت دشهیدانو انډیوال ، عبدالرشیددوستم دازبکوشهیدانواوسنی استازی،

امیراسمعیل خان دکمونست دولت دوسلواومهماتو دولجې مخکښ، دادفررنګین سپنتا دکیڼ اړخو شهیدانو ملګری، اشرف غني احمدزی دمنورو شهیدانو  افتخاري استازی، علي احمدجلالي دپوځي شهیدانوهمسنګراودافغانستان په اسلامي دولت کې نورلوړ پوړي مجاهدین ،  دمقاومت اتلان ، دموکرات کمونستان او تکنوکراتان خپلو  ټولو عقیدتي اوتنظیمي  نارینه همفکرانو ته خبرورکوي چې دکمونستانوله خوا دوژل شووشهیدانو فاتحه وروسته له پنځه دریشو کلو دکابل دعیدګاه په جامع جومات کې  دتلې په اتمه نیټه اخیستل کیږي۰ښځې مو لدې کبله  فاتحې ته ندي رابللې چې موږدښځو حقوقوته زیات درناوی کوواوداتکلیف نه ورکووچې دښارپه دوړواوګردونوکې کومه ناروغي ورته پیدانشي ددوی نه غواړو چې پخپلوکورونوکې شهیدانوته ددعا لاسونه پورته کړي۰ که څه هم دافاتحه یوځل دببرک کارمل اوبل وار دطالبانو له لوري اخیستل شوې ده۰ خودافغانستان اسلامي دولت دادواړه فاتحې لدې امله نه مني چې  دطالبانو واکمنۍ  ددریوهیوادونو پرته نوروپه رسمیت نه وه پیژندلې اومشروعیت یې نه درلود۰ کارمل خوبیا شوروي اشغالګروواکمن کړی واوهرڅه یې دشورویانوپه دستورترسره کول چې بیله کوم شک اوتردیده دشهیدانوفاتحه یې هم دشوروی اشغالګرو  دهدایت پراساس اخیستې وه۰ الحمدالله موږ خپلواک یو اوپه ویاړاوسرلوړۍ سره ویلای شوچې دافاتحه موږستاسو خادمان اخلواو دبل چا  دستورموهیڅکله هم ندی منلی اواوس خویې په هیڅ صورت نه منو۰ بل داچې دادپنځو زروشهیدانولست  زموږ دجهادد دورې یوه دوست هیواد هالند چمتوکړی دۍ۰ البته دهالنددولت  دافغانانودجهادداعیې ته ډیرې مرستې کړې دي اوپه تیره خورا اغیزمن  ماینونه اوچاودیدونکي توکې  یې مجاهدینوته  ورکول چې دکمونستانوپوځيان، ماموران ، پوځي تجهیزات اوهمداراز مدرسې ، سړکونه، پلونه، دټلفون اوبریښنا پایې اوکمونستي ادارې والوزوي اوپدې توګه مو زرګونوکمونستانو ته دهغوی اعمالوسزا ورکړه ۰  دهالنددحکومت څخه ډیره مننه چې هم یې پرون اوهم نن دافغانستان دجهاد مشرتابه ته چې دافغان مجاهدولس رښتیني خادمان دي او ژوندیې دالله اواسلام په لاره کې جهادته وقف کړی دۍ او دنیوي ګټوپه هکله یې حتی فکرهم نه دي کړی دورورۍ اوهمکارۍ لاس ورکړی دۍ ۰ موږ دهالندددولت اوهمداراز دنورو اروپايي اوامریکایي دوستانو نه هیله لروچې په تنظیمونوباندې دتپل شووجګړوپرمهال د کابل په ښارکې دپنځو شپیتوزرو قربانیانو لست هم برابرکړي چې دهغوی فاتحه هم په پوره برم سره واخلو اوهغوی ته ددعالاسونه پورته کړوچې الله تعالي یې دفردوس جنت نصیب کړي۰ موږپه پام کې لرو چې دپنځو متروپه لوړوالي دکمونستانو په لاس دوژل شووشهیدانوپه نامه یویادګاري څلی جوړکړو اوکه نړیوالو دوستانو دپنځه شپیتوزرووژل شوو کابلیانولست  برابرکړموږچمتویوچې دهغوي په نامه هم دپنځه شپیتو متروپه لوړوالي یومرمرین څلی دآسمايي غره په سرکې جوړکړو۰ داڅلی لدې امله دآسمایي غره په سرجوړووچې دبحران الدین رباني دادسولې اوپخلاینې دلارې ستر شهید ددفاع وزیرآمرصاحب مسعوددکابل دخلکودژونددساتلوپه موخه توپونه دغره په سرځای په ځای کړي ووترڅوخپل جهادي اوائتلافي سیالان  چې دکابل ښار په دریمه  اوڅلورمه  کارته  ، چهلستون ، دارالامان ، دبرچي  ددښتې شاه اوخواکې یې سنګرونه نیولي وپه آسانۍ اواغیزمن ډول وولي اوله منځه یوسي۰
خپلو مسلمانو وطنوالوته بایدداهم ووایو چې موږهیڅکله هم ستاسو نه څه ندي پټ کړي اوداتریخ حقیقت هم ستاسوڅخه نه پټووچې زموږپه واکمنۍ کې هم ډیربیګناه اوګناهکاروطنوال هم زموږ اوهم زموږددوستانو له لوري وژل شوي دي اولا وژل کیږي۰ څرګندساري یې په ۲۰۰۱ کال کې په کانټینرونوکې ددریو زروتسلیم شویواو دمزارشریف په جنګي کلا کې دپنځو سووبندی طالبانو وژل کیدل دي چې لومړی ډله دطالبانوضد تلوالې اودویمه ډله دامریکایي جنګي الوتکو په بمباریو  کې ووژل شول۰ هیله کیږي چې ددې شهیدانو فاتحه به راتلونکې  حکومتونه  واخلي۰ اوس مهال موږپه دوو دلیلونوسره دهغوی دفاتحې داخیستلو نه ډډه کوو ۰یوداچې نه غواړو ددې قربانیانو دخپلوانو او دوستانو په ټپونومالګه ودوړوو اوغمونه یې ورتازه کړو بل داچې زموږپه دولتي ادارو کې شته بیساره فساد چې عاملین یې بیله شکه کمونستان دي  دنړیوالوله لوري دورکړل شوونادرکه مرستو په موندلواودترهګرو سره چې ځانونه مجاهدین  اوموږ دپردیو ګوډاګیان  ګڼي په جګړه  اخته یو۰ دافغانستان دشریفو خلکو ،  دشهیدانو دخپلوانو اوعزیزانواوپه تیره  دجهاد اومقاومت داتلانونه هیله لرو چې ددې فاتحې په مراسموکې برخه واخلۍ اوپدې ډول خپله اسلامي اوجهادي فریضه ادا کړي۰ کمونستان هم کولای شي په فاتحه کې برخه واخلي اوپه تیره هغه پرچمي کمونستان چې داسلامي انقلاب په بري کې یې خپل ملي اواسلامي رسالت په پوره ایماندارۍ سره ترسره کړ دزړه له کومي هرکلی کوو۰  دامنیتي ځواکونونه غواړو  چې دفاتحې داخیستلوپه ورځ دعیدګاه دجامع امنیت په ډاډمن ډول ونیسي  ترڅو ترهګرد ۲۰۰۹ کال د  اسلامي انقلاب دپرتمین جشن  په شان ددې پرتمینې فاتحې مراسم اخلال نکړي۰
           دافغانستان داسلامي دولت دپرتمیني فاتحې سمبالونکی کمیسیون
       ۱- پروفیسور حضرت صبغت الله مجددي ، رئیس
      ۲-  شیخ الحدیث محمدآصف محسني ، مرستیال                              
      ۳-  پروفیسورعبدالرب رسول سیاف دافغان –عرب جهادي دوستۍ دکمیټې مشر ، غړی
      ۴- حاجی محمدمحقق دافغان- ایران دجهادي دوستۍ دکمیټې مشر، غړی
      ۵-سیداسحاق ګیلاني دافغان- پاکستان دجهادي دوستۍ دکمیټې مشر، غړی