څوک دى؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع.شريفزاد

اصلي نوم ېې مه اخلي.ځکه چې په دولت کې د زور او زرو خاوند دى او په پوهه کې له ده نه هيځ بل څوک اوچت نه شته حا ل داچې د ښي او چپ لاس توپير نشي کولاى.داسې ښکاري چې په لقب پسې ېې صاحب صاحب.... ويل کيږي .په کارنه پوهيږي خو په غوړه مالي، ارتباط، او چاپلوسي کې دومره مخکې دي چې حاضر باش، خانه سا مان ، باشي او

ده باشى ېې لا مثال هم نه دى. دا ښاغلي د بيوزلو، يتيمو، بې کورو، بې هيلېو او بينواوو په ژوند خبر نه دى اوس نړيوالې ټولنې پوه شوى چې څه ډول دى پيسې تر لاسه کوي . مثال ېې د عزيزي بانک مامورې ته پاتي کيږي چې ټول بانک ېې هندوستان ته غلا کړ خو ويده حکومت لاخبر نه
وه له بلې خوا نه نړيوالې موسسې اوس په دې چل پوهيږي چې خورد او برد يعني څه ؟او څومره دوى با يد په خپلو جيبونو کې واچوي. د نړۍ هغه وږى چې له خپلو هېوادونو څخه مرستې تر لاسه کولاى شي په همدې نوم او هغه نوم" ان جي او " لري او د جهاد له پيله تر اوسه پورې ېې بليون دالرې په دې نوم کته او پورته کړې.
دا ښاغلي سواد او پوهه نه لري ، ښوونځى ېې نه دى لوستئ مدرسه ېې په سترګو نه ده ليدلې د له يوه داد هر ښونځي مشروط د پوهې په دومره لېرې واټن کې پروت وه چې په ګا ډو هم اخبار او کتاب سيمې ته نشي وررسېدلاى. انتقاد ډير بد ور باندې لګيږي. ځکه دا جګپوړى نه انتقاد مني او نه شرم چې ديو څو کسانو په وړاندې څه وايي نو ده ته د ټولنې مسوليت ، هېواد ابادول، پرمختګ او ترقي، بد لون او جهت مهم نه دي يواځې خپل نوم ته خوښ دى! او په همدې نوم باندې بيا د ټا کنې نارې سورې هم وهي چې ډيره زړه سابقه لري او دغه کلتوري هلې ځلې د خپلو شخصي ګټو په نوم په هره ولسوالۍ ، کور او کلي کې روان �
�ى. نو خامخا به په درباري وختونو کې، پارلمان، رسمي او حکومتي مراسمو کې د ټولو استا زيتوب کوي که څه هم د انسا نيت د ابعادو څخه په کيلو مترونو ليرې دى او د استعمار او استعباد خر ېې د کور مخ کې ولاړ دى. دا چې دى مني او که نه دا بيا دده کاردى.سړيتوب ته ېې هيڅ فکر نه دى خط او مکتوب لوستلاي او ليکلاى نشي خو بيا واېې چې زه په قماروهلو، حق او ناحق پروتوکولونو، شطرنج کولو،او نور و باطل او بالباطل طريقو باندې د خلکو حق خوړل مې پلارنئ فرهنګ بولم..
لياقت نه لري مګر بيا د يوه ولس، د شفاف، خودکفا، او حتي تر دې پورې چې د يوه هېواد په ملي مصالحو کې ځان څېړنمل بولي. دسياسي او اجتما عي ارادو اثار ورسره نه شته مګر بيا په سالګرو کې په ډير شور او ځوگ نور پالي د خپل ځان او پوهې نه غټې خبرې کوي. د خپل ژوند په برخه کې ېې دومره سواستفادې کړي چې ملت ور باندې شرميږي خو دي لا د همت په نوم ،د ډلې ، ټپلې په نوم، ددې ملت په صفوفو کې نښتى دي.
اوس تاسې ورته نوم پيدا کړي چې دا څوک دى او ځنګه زمونږ مظلوم ولس کې لا د خپلو ګتو په خاطر هلې ځلې کوي او بې له ملي حاکميت، ملي امنيت، مدني ژوند، خپلواکه ژوند د ټاکنې ډګر ته خلک راوباسي د څه لپاره؟ ازمايل شوى بيا مه ازمايې!
په درناوي