عبد الحنان مجاهد
کله یې چې مونږ په همدې جزايي دهلیز کې بلې خونې ته بوتلو هلته هم همدا ځوان را سره و، پښه یې ډېره خرابه شوه، وینې او زوې به ترې را وتلې، د خونې ملګري ډېر ور سره په تکلیف وو، ټول سخت غوسه وو، چې آخر دا د دې حکومت مسلماني ده! دا غریب ګوره په څه حال دی؟ که هر څو ستاسو په قانون کې مجرم دی، آخر هغه انساني تعامل خو
ور سره وکړئ! علاج خو یې وکړئ بیا که هر څه سزا ور کوئ! دا کوم انسانیت دی! کوم اسلاميت دی چې یو زخمي خام ځوان مو په یوه وړه خونه کې له لسو دولسو کسانو سره اچولی! چې نه سم پرېوتی شي! نه سم کیناستی شي! نه سمه ډوډۍ خوړلی شي! نه یې بهر ته پرېږدۍ! دا ډول معامله خو سړی له کافر څه چې له حیوان سره هم نه کوي! ټول ملګري به لګیا وو په خپلو منځو کې به یې همدا خبرې سره کولې!
بله ورځ مو کارمندانو ته وویل چې دا غریب خو ورځ په ورځ خرابېږي! که یې لږ آزاد ځای ته بوزئ، تر څو لږ آرام شي دلته دی هم په تکلیف وي او مونږ هم ور سره په تکلیف یو! بیا یې له نوموړي دهلیز نه بهر بوتلو، له دې دهلیز نه به چې بهر شوې همدلته د دوه نورو دهلیزونو پنجره یي دروازې هم را وتلې وې، دا ځای به تقریبا لس متره مربع شا وخوا پراخ وو، په یو کونج کې یې پرده اچولې وه، هلته به یې هغه زخمیان چې ډېر به په تکلیف وو اچولي وو، دوه درې کټونه یې ورته ایښې وو په همغه به پراته وو، دا ځوان یې هم هملته ور وستو!
دوه درې میاشتې وروسته مې په یو بل دهلیز کې ولید، سمه ګیره یې را شنه شوې وه! بیا یې یو څه له یوې او بلې خوا را ټوله کړ ې هم وه! پوښتنه مې تر وکړه چې کار دې څنګه شو؟ وايي مور مې پایوازۍ ته راځي، خبره مې تر محکمې رسېدلې ده، ګورو به چې څه کېږي، خو پښه یې لا همغسې سیخان پکې او ټکک یې په لاس کې وو!
په زندان کې ږیرې ډېرې زر سپېندې، او هم را شنې کېدې، یو حاجي صیب را سره وو، اوس یې ږیره شنه بخونه وه، ما ته یې ویل وايي دوه میاشتې وړاندې زما ږیره داسې توره وه لکه دا ستا، په دوه میاشتوکې مې ږیره دومره سپینه شوې ده! ما نه ور سره منله، ده په ډېر ټینګار سره ویل چې سړیه درواغ نه درته وایم! ریاست۹۰ داسې کړم!
په خونه کې یو انجینر هم را سره و، هغه له امریکایانو سره کار کولو، د امریکایانو پروژې به یې نیولې او بیا به یې نور خلک ورته را پیدا کول هغوی به کار پرې کولو.
ده ویل چې ما په یوه ولسوالۍ کې د امنیه قوماندانۍ د ودانۍ پروژه له امریکایانو واخیسته، بله ورځ په دغه ځای کې چاودنه وشوه! چاودنه د لرګیو د موټر په واسطه شوې وه، دده له خولې امنیتي کسانو ګومان کړی وو چې دا خو د همدې پروژې موټر دی د قالب بسته کولو لپاره یې لرګي راوړي نو یې لار ور کړې وه او تلاشي کړې يې نه وه، هغه چې وړاندې تلې وه درز وهلي یې وو، د ده له خولې څوک پکې وژل شوي او ټپیان شوي نه وو خو نوې جوړه ودانۍ یې یو څه ورانه کړې وه.
په دې تور کې یې انجینر هم راوستلی و، انجینر به ډېر زیات تشویش کولو، کور یې څوک نه لرل، خو خپلو خپلوانو ته یې هیله وه چې پایوازۍ ته به یې راشي، د ورځې په تېریدو به یې تشویش نور هم زیاتېده، رنګ یې تک زیړ شو! مونږ ټول پرې ویرېدو داسې نه چې سړی مړ شي!
ده به هره لحظه ویل: زه یې ولې راوستلی یم؟ ما خو د همدې حکومت لپاره کار کولو؟ دهمدوی ولسوالي او امنیه قومانداني مې جوړوله؟ آخر دا امریکایان څه شول؟ ما له امریکایانو سره اوه کاله کار کړی، ساختماني کارونه مې ورته کړي، همدا اوس په تلیفون کې د لسهاوو امریکایانو نومونه اونمبرې دي را سره، په تحقیق کې یې چې پوښتنې رانه کولې څارنوال ته مې ویل چې دا د امریکایانو نمبرې دي! خو بیا مې هم نه خوشې کوي؟ او په دوسیه کې مې هېڅ نشته؟ دا څه حال دی؟
دا زما پایوازان ولې نه راځي؟ کم تر کمه یوه پوښتنه خو یې باید کړې وای چې دا سړی څه شو؟ زما دومره وخت تېر شو او دوی یو هم نه را پسې راځي او نه مې پوښتنه کوي؟
مونږ ته به یې ویل چې تاسو خو یا مولویان، یا طالبان او یا قاریان یاست؟ زه خو انجینر یم! او بل ما څه جرم کړی چې راوستلی یې یم؟ ما ولې نه خوشې کوي؟
یوه ورځ یې ویل چې ما په هلمند کې یو ډېر سخت او لوی زندان جوړ کړ، داسې زندان وو چې یوه طبقه یې د ځمکې د لاندې وه، سخت تنګ او تیاره وو، د جوړولو مصرف یې امریکایانو په غاړه اخیستی وو.
ما هسې له ټوکې نه ورته ویل: تا نورو ته زندانونه جوړول دا دي الله جل جلاله خپله اوس پکې اچولی یې!! وايي نه ما خو د ملک او هېواد لپاره جوړ کړي چې هر وخت استفاده ترې وشي! ما ویل یو بل څه به دې جوړ کړي وو، ملک خو یوازې په زندانونو نه آبادېږي!
کله کله به يې ویل سړیه دا ما ولې نه خوشې کوي، که پیسې غواړي پیسې هم ورکوم خو چې خوشی مې کړي، زه که اوس بهر وای په دې دوه هفتو کې به مې څومره ډالر ګټلي وو! یوه ورځ یې ویل یقینا زه اوس پوه شوم چې طالبان ملامت نه دي چې وسله یې اخیستې ده، ما خو تر اوسه طالبان ملامتول خو اوس پوه شوم چې طالبان نه دي ملامت! دا څه حال دی! مونږ خو فکر کولو چې حکومت دی، ملامت او سلامت به پېژني، انصاف او عدالت به وي، اوس پوه شوم چې ټول غله دي، ظالمان دي! نه عدل شته، نه انصاف، نه حق څوک پېژني نه باطل!
کله یې چې له جزايي دهلیز نه وایستو، په بل دهلیز کې یې یو یو او دوه دوه کسان نورو خونو ته بوتلو، همدلته له انجینر سره جلا شوو، بیا وروسته خبر شوم چې انجینر خلاص شو! خو د ۱۶ زرو ډالرو په بدل کې!
په جزايي دهلیز کې چې وو، په لومړي سر کې یو د ۱۷، ۱۸ کلو ځوان را سره و، مټور، غټ اندامونه، قوي هیکله، ډېر خوش طبع ځوانکی دمیدان وردګو ولایت و، له هغه ډاکتر صیب سره چې مخکې یې یاد تېر شو له هغه سره به یې ټوکې کولې، له دې انجینر سره به یې ټوکې کولې! انجینر به کله کله ورته غوسه شو!
ځوانکي ویل چې زه ډریور وم، مخکې ایران ته تللی وم، نور وروڼه مې هم را سره وو، یو څه پیسې مو پیدا کړې په هغه مو یو سراچه موټر واخیست، اوس ما چلولو، له میدان نه کابل او له کابل نه میدان ته به مې سورلي وړله راوړله، په کلي کې به که کوم واده ماده، یا کوم مریض څوک پیدا شول بیا به دربست ور سره تلم، په همدې مو د کور یو څه کار برابر و، پلار مې دهقاني کوي، د خلکو ځمکې یې په دهقانۍ نیولې دي، وروڼه مې هم ورسره وي، نه طالب یم، نه مې له طالب سره کار شته، غریب سړی وم، خپله غریبي مې کوله، یوه ورځ سهار وختي له کور نه راوونم موټر مې چالان کړ، د لاندې یو وړوکی بازارګی دی، دېته چې را ورسېدم، زه په دې تمه وم چې که اوس سورلي راته پیدا شي اخوا دیخوا مې کتل ، که ګورم په ولسوالۍ کې امریکایان او ور سره د ملي اردو کسان دي را روان دي، ما ته یې اشار وکړه، موټر مې ودرولو ور ښکته شوم، دننه یې بوتلم، هلته یې تالاشي کړم، موبایل او نور د جیب شیان یې را نه واخیستل، لاسونه یې تر شا را وتړل!حیران شوم چې دا څه کیسه ده! هغه ترجمان ته مې ویل چې ما څه جرم کړی؟ هغه راته ویل چې خبر به شې، لنډه دا چې ولایت ته یې را وستم، هلته یې په وهلو شروع راباندې وکړه، ډېر سخت سخت یې ووهلم، وروسته مې پلار خبر شوی و، خلکو ورته ویلي وو، هغه را پسې راغلو، لنډه دا چې په ولایت کې درې شپې بندې وم، هره شپه به یې سخت سخت وهلم! چې ته له طالبانو سره یې! نور بیا...
عبد الحنان مجاهد