د ستانکزيو د ټولنیزې او قومي شورا مشر الحاج عبدالمعروف ستانکزی، د مرکزي شورا ټول غړي او د فرهنګي او اړيکو کمېټې غړي د دې سترې بريا مبارکي ټول افغان ولس ته وايي او هیله لري، چې په افغانستان کې دا برياوې ډېرې او نور نو د وير او غم ټغر ټول شي او پرځای یې داسې برياوې راوړل شي، چې افغان ولس ته ښادي ور په برخه کړي. د افغانستان د
فوټبال ملي لوبډلې پرون په نیپال کې د جنوبي اسیا د فوټبال په پایلوبه کې د هند ملي ټیم ته دوه پر صفر ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د فوټبال په یوه نړیوال ټورنمنټ کې د اتلولۍ کپ وګاټه.
راځﺉ، چې د خپل ولس رښتيني و خوښي راوړونکي اتلان ونمانځو او نور نو د بېلوالي کرښې ورکې کړو او د يوه افغان ملت په توګه د خپل هېواد بريا ونمانځو او د خپل هېواد د ښې راتلونکي په پار لاسونه د رب دربار ته لپه کړو.
د ستانکزيو ټولنیزه او قومي شورا دارالانشا