په کابل کې د ارواښاد قيام الدين خادم ۳۴م تلين ونمانځل شو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله روشن
دپښتو ادب دځلانده ستوري،شاعر،ليکوال اوستر مفکر شخصيت  ارواښاد قيام الدين خادم د۳۴ م تلين نمانځغونډه د۱۳۹۲هـ ل دوږي په ۱۴مه دپنجشنبې په ورځ د افغانستان دهنر اوکلتور دودې ټولنې لخوا دميديوتيک افغانستان په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.


دغونډې پيل د واصف الله لخوا دقرانکريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره وشو،پرانيستې وينا دافغانستان دهنر اوکلتور دودې ټولنې مشر ساير ځلاند وکړه،په ده پسې دميدوتيک افغانستان مرکزي دفتر مشر هاتف فقير زاده،مصطفی باور،شيراحمد حيدر،واصف الله ،عبدالوکيل اټک،رفيع الله روشن،محمد حليم فدايي،محمد عزيز تحريک،شريف الله کاموال،نور الحبيب نثار،اسدالله غنضفر،اباسين بريال،ډاکټر فيض محمد ځلاند،حبيب الله رفيع،محمد حسن ولسمل،طاير ځلاند ،قاري فضل الدين سراجي او نورو ګډونوالو د اواښاد خادم په ژوند،فن،اثارو او اقوالو بېلابېلې مقالې،شعرونه اونظريې ولوستې.
ګډونوالوته داواښاد قيام الدين خادم د لور ډاکټرې ثريا خادم چې اوس له هېواده بهر دمسافرۍ ژوند کوي ،دپوهنې وزير فاروق وردګ اوپه استرالياکې مېشتو فرهنګي ځوانانو لخوا را استول شوي پيغامو  ولوستل شول.
دغونډې په بهير او خبرو کې،دميدان وردګو پخواني والي محمد حليم فدايي او په ولسي جرګه کي دکابل دخلکو برحال وکيل او دافغان باور بنسټ مؤسس شريف الله کاموال لخوا د خادم صاحب له ناچاپو اثاروڅخه د يو يو جلد کتابونو د چاپ ژمنې هم وشوی،په همدې ډول دهنر اوکلتور دودې ټولنې لځوا هغه مقالې چې په ياده غونډه کې ولوستل شوې له ليکوالانو راټولې او ديوه کتاب په بڼه يې دچاپولو ټټر وواهه.
ظهرالدين کمال دوياندويۍ چاري مخته  وړلې اوغونډه دماښام په اوه نيمو بجو پای ته ورسېده.