انتخاباتی ایتلاف که دجبل سراج ایتلاف بیا راﮋوندی کیدل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکونکی: نصیراحمد "څپاند"

زمونږ دګران هیواد افغانستان جغرافیی موقعیت او به سیمه کی یی استراتیژیکی اوجیوپولیتیک ارزښت او دسرشاروطعبی منابعو په درلودلوسره همیشه دسیموهیوادونو او په سرکی د سترو قدرتونواوامپراطوریو تربرید سیاسی مداخلو اوتیریو لاندی راغلی دی او هرځل یرغلګرو تاریخی ماتی خوړلی اوخپلو شومو اهدافو کی شرمیدلی او ناکامه شوی دی. مګر څپلو

نا پاکواهدافوته درسیدلوبه خاطریی همیشه خپلو مداخلاتوته ادامه ورکړی او خپل تالی څټی یی فعال ساتلی دی. همغه دانگریز پخوانی فارموله یی په کار اچولی ده یعنی تفرقه واچوه او حکومت کوه.چی دهمدغو مداخلو به نتیجه کی زمونږ هیواد وی
جاړ او تباهی سره مخ شو او مونږ دخپلی خاوری اعظیمی برخی له لاسه ور کړی. دتاریخ په اوږدوکی د دغوتوطیوپه نتیجه کی زمونږ ملی یوالی او وحدت ته ډیری نه جیبران کیدونکی صدمی رسیدلی دی. دشاهی نظام- جمهوری نظام- دیموکراتیک نظام‘ دطالبانو نظام په سقوط کی یی ډیر رول درلودلو. دجبل سراج تړون چی د خارجیانو او ګاونډیانولحوا جوړ او نتیجه یی دهیواد تباهی ،قومی ، مذهبی تعصباتو رامینځ ته کول و او محصول یی دهیوادملی اوتاریخی اردو، زیربنایی تاسیسات ویجاړول- ملی یوالی او بی اتفاقی ته لمن وهل سولیملی روغی جوړی او دملګرو ملتونو دسولی د پروګرام له منڅ تلل اوناکامول �
�. زمونږ باعزته افغانانو باندی دظلمونو انتها وشوه حتی دغوږونو پزو،پرسرونو د میخونو وهل،دانتخاب مرګ او رقص مرده فلمونو جوړول  کوڅه په کوڅه حکومتونه  پاچاهی، پر مظلومو ښاریانو دراکیتونو بارانونه اوډیری افغانی خویندی اومیندی بی پته او بی عزته شوی. چی شه مثال یی ناهید شهیده ده دهیواد نه د معزونو فرار او سیاسی خلا او انارشیزم حاکم شو. دطالبانو درﮋیم دسقوط څخه وروسته دبن کنفرانس چی دخارجیانو او ګاونډیانولخوا دغیر متجانسو څیرو سره رامینځ ته شو دغو توطیو او مداخیلو ته لا موقع او زمینه برابره شوه او هیواد کی یی قومی ، مذهبی ، سمتی،‌ژبنی اخ
تلافاتو ته لمنه ووهله او دبی اتفاقی اور یی بیا راتازه کړو. ګاونډیانو په تول قوت سره خپلو مداخلوته دخپلو تالی څټو به ذریعه یی ادامه وکړه .د ښاغلی حامد کرزی په حکومت کی دغه توطیی او مداخلی بلکل اوج ته ورسیدلی حتی بربنډی شوی. دخارجی او ګاونډیو هیوادونو جاسوسان او تالی څټو دهیوادحساسو ادارتو ته لکه ملی امنیت،دکورنیو چارواو ملی دفاغ وزارتونو، اطلاعات او کلتور، پارلمان ،مشرانو جرګه اوحتی دجمهوری ریاست ته لاری پیدا کړی. دهیواد یو تعداد مشهور تلویزیونونو ته یی به ظاهره دیموکراسی د ودی او پراختیا په نوم ډیر مالی لګښتونه اختصاص کړل مګر په باطن کی ځبل
ی کلتوراوژبنی موخو لپاره به کارواچولی چی محصول یی دانشګاه، دانش کده ، داد ستان کل او بازارګانی شوه حتی ایرانی اصطلاحات دخصوصی تلویزنونوبرخه وګرځیدله دترجمی اودوبلی چاری هغو کسانوته سبارل کیږی چی ایرانی لهجی یادی ولری او په ډیر لوړ معاش به کار ګمارل کیږی..د دتیرو انتخاباتو کمیسیون هم د اجنبیانو او مداخلګرو تر مستقیمی اغیزی لاند ی راغلو او داسی کړنی وکړی چی تاریخ به یی یاد ساتی دلوی اکثریت قوم سیمی یی بی ثباته وښودلی حتی دغزنی ولایت چی اکثریت نفوس یی پښتون قوم جوړوی هلته یی ټول بښتانه ناکام وګرځول او هزاره ورونه یی دیولسو نماینده ګانو به توګ
ه ولسی جرګی ته لار بیداکړه چی دا هم د ګاونډیو سفارتونو یوه مثالی کامیابی وه. دحکومت دناسمی پالیسی او سالم اداری سیستم نه مو جودیت له امله هروالی صاحب پر خپل سر خارج ته سفرونه او هیواد کی میشتو سفارتونو سره اړیکی  ارتباط  تماسونه او ملاقانونه کوی زمونږ خارجه وزرات او ملی امنیت یی تماشه کوی او په چپه خوله کاڼو غوږونواوړاندو سترګو ورته ګوری.
اوس چی ګران هیواد یوڅل بیا د انتخاباتو په درشل کی دی دتیرپه شان بیا سیاسی احزاب اتیلافونه او سیاسی جبهی ، سیاسی یوالی ته ځی، تش به نوم ملی ایتلاف دعبدالله عبدالله په مشری ملی جبهه داحمد ضیا به مشری، حزب وحدت دمحقق په مشری، جعمیت اسلامی د صلاح الدین ربانی په مشری. ملی جنبش دعبدالرشید دوستم په مشری، روند سبز دامرالله صالح په مشری او حزب نوین د ښاغلی یونس قانونی به مشری یو سلسله حرکتونه او خوځښتونه شروع کړچی یو سری یه جرمنی کی دافغانستان به فیدرالی کیدو اوسیستم ته دتغیر به شعارسره راځرګند شواو دهمدی سلسلی نور ملاقاتونه به دوبی او نورو خارجی هیوا�
�ونوکی دپاکستان داستخباراتو سره تنظیم شول. او دیاد ایتلاف غړو څوځلی په جرمنی کی دخارجیانو سره مشترکی غونډی جوړی کړی. د پاکستان د صدراعظم به سیاسی او امنیتی چاروکی د مشاورو اوصلاح کار وزیرسرتاج عزیز دافغانستان دفیدرالی کیدلو پلان اواجندا چی لمړی مطبوعاتو کی نشر شوه اوبیا یی دکابل سفر کی څان سره راوړه او دملی ایتلاف دمشرانو عبدالله عبدالله او محقق سره شریکه کړه دهمدی ایتلاف یوه برخه اولړی تشکیلوی. داسی شواهد هم ترلاسه شوی چی دیاد ایتلاف دمشرانو سره دګاونډیو هیوادونه استخبارات داسی نتیجی ته رسیدلی دی چی تاسی دیورند کرښه به رسمیت راسره ومنی م
وږبه افغانستان کی سیاسی واک تاسی ته درکړو. دا چی انتخاباتو ته وخت رالنډ یږی نوی ایتلافونه او جبهه هم راسره اعلان دموجودیت کوی جبهه اعتماد ملی ، اجماع ملی. اجندا ملی ،میثاق ملی، جبهه نجات ازبحران ،ملی مخور، ملی تحریک ، ملی غورڅنګ اوداسی نور ډیر سیاسی حرکتونه ګړندی شوی ډیر سیاسی او مستقل شخصیتونه لکه علی احمد جلالی، زلمی خلیل زاد ،حنیف اتمر ، اشرف غنی احمدزی اودی ته ورته نور شخصیتونو غوښتل چی یو واقعی ملی ایتلاف رامینځ ته کړی تر څو شفاف انتخابات تر سره شی او یو واحد اوټولو اقشارو او خلکوته منونکی کاندید راوړاندی کړی.دهمدی هدف لپاره د تیری اونی �
�ه جریان کی د عبدالرشید دوستم او محقق به کورکی دجلسواو ملاقانو اوتودواوتوندو بحثونو اوهمدارنګه د زلمی خلیل زاد او امرالله صالح تر مینڅ دلفظی شخړو وروسته کومی نتیجه ته ونرسیدل عبدالله عبدالله،یونس فانونی،محقق. امرالله صالح،قوماندان عطامحمد نور، احمد ضیا مسعود او صلاح الدین ربانی او یوتعدا نور سیاسی جریانونو دانتخاباتی ایتلاف په نوم اعلان دموجودیت وکړواو دجبل سراج ایتلاف یادونه او ترخی خاطری بیا را تازه کړی چی خلک او ولسونه یی په تشویش کی کړل چی خدای مکړه هغه پخوانی تراﮋدی او غمیزی بیا تکرار نشی. د سیاسی کلتور له نظر یو شه حرکت هم ورته ویل�
� شو مګر په هغه صورت کی چی دی حرکت ملی اهداف درلودلی نه دهیواد دتجزیه اوقومی تفرقو. دبلی خوا داحرکت پخواهم ازمایل شوی دی او وایی چی ازموده را ازمودن خطا است .دا ایتلاف د راتلونکی لپاره کومه جامع او مقوله طرحه او پلان نلری صرف دګاونډیوطرحی اوپلانونه عملی کوی او خپلو شخصی منافعو دساتلو په فکر کی دی دوطن ، خلکو اوملی ګټو او ولس ته دخدمت احساس په دوی کی نه لیدل کیږی . په هرصورت ددی ایتلاف اعلان کیدولو سره کبوتر به کبوتر او باز به باز ته لاړل تور اوسپین سره جلا شول دغه ایتلاف به دی شه پوهیږی چی نه ورسره اولس شته اونه انتخابات ګټلی شی صرف د راتلونکی
حکومت کی د برخه تر لاسه کولو او خپلو منافعو څخه د ساتنی لپاره دفشاره وسیله ګرځیدلی شی. مګر دا هم کیدلی شی دتیرو انتخاباتو ته په کتنی سره دا ایتلاف ډیرزر مات هم شی. به اخیرکی زمونږ خواست مستقلو احزابوسیاسی اوملی شخصیتونو څخه دادی چی د دی فرصت ځخه په ګټه اخیستلو سره ټول ملی او مطرحه ګوندونه ،سیاسی جریانونه ،مدنی ټولنی ،مستقل سیاسی او ملی شخصیتونه سره راټول کړی اویو قوی سیاسی قوت او ایتلاف رامینځ ته کړی او یو واحد کاندید انتخاباتو ته راوړاندی کړی او ولسونه سره راټول او واقعی ملی پخولاینی او روغی جوړی ، خلکو ، وطن او ملی ګتو ته ژمن حکومت رامینځ ته
کړی تر څو هیوادکی موجود فساد ختم او یو قوی اداری سیستم رامینځ ته کړی تر څو هیوادوالو ته مصدر دخدمت وګرځی او دغه غمیزه ته دپای ټکی کیږدی.


لیکونکی: نصیراحمد "څپاند"