ایمل نوري
بیګاه شپه د وږي په ۱۱ نېټه د طلوع تلویزیون تودې خبرې پروګرام کې د کرزي له خوا په کابل کې پر نویو دندو د عمر داودزي او رحمت الله نبیل د ټاکل کېدو په اړه خبرې روانې وې، د میز ګډون کوونکي عبد الجبار شلګری د حزب اسلامي غړی، مولانا فرید د ملي ائتلاف غړی او د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون رئیس همایون همایون وو.
د بحث محوري موضوع د کابل وزارت داخلې ته د عمر داودزي راتلل وو، ګډون کوونکي ټول په دې اند وو چې داودزی د کرزي نېږدې کس دی، او کرزي د خپلو سیاسي موخو د تر سره کولو لپاره راوستلی، او هغه دا چې په راتلونکو انتخاباتو کې د کرزي د خوښي نوماند په ګټه کار وکړي.
کوم ټکی چې زه یې ددې لیکنې لیکلو ته اړ کړم هغه د همایون همایون یوه له حقیقت نه ډکه او له واقعیت سره چسپېدلې خبره، نوموړي دوه درې ځله د خپلو خبرو په ترڅ کې په رسا آواز او څرګندو ټکو کې وویل چې راتلونکي انتخابات انتخابات نه دي، کیسه په بله روانه ده، د شفافو انتخاباتو لپاره څوک تیاری نه لري، او نه یې غواړي، کرزی او نور ملګري یې غواړي هسې د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندي.
ځکه خو زه په خپل ولس غږ کوم چې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړئ، او نه له کورونو نه بهر را ووزئ،کرار په خپلو کورونو کې کېښنئ، کېږي به هغه چې مخکې له مخکې شوي دي، خو هسې ستاسو رایې به د یو سند په توګه وړاندې کېږي چې دا دي دا ټاکنې د ولس د رایو په نتیجه کې را منځ ته شوې دي.
تاسو خپلې رایې مه خرابوئ، او مو خپل ځانونه زخمیان کوئ، کرار کېښنئ، یو ځل بیا وایم چې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړئ!
په پای کې یې یو ځل بیا وویل چې زه ولس ته یو وړاندیز لرم او هغه دا چې ګورئ په انتخاباتو کې ګډون ونه کړئ!!
په دې کې د میز چلوونکي پوښتنه ترې وکړ چې ته چې ولس ته وايې چې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړئ، که څوک ووايي چې دا خبره خو طالبان هم کوي، طالبان ولس ته وايي چې په انتخاباتو کې ګډون مه کوئ، نو بیا ستا او د طالبانو د خبرو تر منځ څه توپیر دی؟
همایون همایون په ډېره بې پروایئ سره ورته وویل: زه حقایق وایم، که دا خبره طالبان کوي هم حقایق وایي!
په دې ځای کې زما په اند څو ټکي د پام وړ دي:
لومړی:
دا خبره چې ولس باید په انتخاباتو کې ګډون و نه کړي د تېر کوچني اختر په پیغام کې د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد افغان ولس ته کړې وه، او ویلي یې وو چې راتلونکي انتخابات یوه ډرامه ده، ولس باید په دغه انتخاباتو کې په ګډون سره وخت ضایع نه کړي!
کېدای شي دا خبره به په هغه وخت کې ډېرو ته د منلو نه وه، ډېرو به دا فکر کړی وي چې دا خبره پر ځای نه ده، خو اوس چې په کابل کې د ولسي جرګې یو عادي غړی نه بلکې ددفاعي کمیسیون مشر د تلویزیون له لارې په ټول ولس غږ کوي چې راتلونکي انتخابات هسې ډرامه ده، ګډون مه پکې کوئ بې شکه چې د طالبانو په سیاسي بصیرت، له حالاتو سره په معقول تعامل او د پېښو په وړاندې د پاخه او باتدبیره دريځ په خپلولو دلالت کوي. په دې توګه له ډېرو سره د طالبانو د راتلونکي په اړه نوې هیلې را ټوکوي.
دوهم:
د همایون همایون له دې څرګندو څرګندونو نه څرګندېږي چې په کابل کې ناست چارواکي، په ځانګړي ډول د ریاست جمهوري واکمنان څومره په فساد او خیانت لړلي دي! څومره د ولس او خلکو په سترګو کې خاورې شیندي! څومره ولس ته په کمه سترګه ګوري! تر کومه دولس په وینو، ژوند او برخلیک ملنډې وهي!
دریم:
په یوه اداره کې چې داسې حال وي نو د خلکو، ولس او هېواد لپاره به څه دخیر تمه ترې وشي؟! ولس به څه رنګه باور پرې وکړي؟ او څه رنګه به خپلې هیلې ور پورې وتړي؟ ولس په حقیقت پوه دی ځکه خو له مجاهدینو سره ولاړ دی، د مجاهدینو ملاتړ کوي او د یرغلګرو په وړاندې یې مقدس جهاد ته مټې رانغښتې دي!
ایمل نوري