عبد الحنان مجاهد
باشي دوی هغه بندي ته ویلو چې د نورو بندیانو خدمت به یې کولو، د دهلیز باشيان، د چای باشيان، د ډوډۍ باشيان، د سودا باشيان، حمامونه به یې هم په باشیانو پاکول! د دهلیز باشي به په دهلیز کې د نورو بندیانو څارنه کوله، کله به یې چې د کومې خونې دروازه خلاصوله، له پنجرو بهر موظف کارمند ته به ورغی، هغه به د خونې کلي ور کړه بیا به راغی دروازه به یې خلاصه کړه.
د خونو کلي ګانې ټولې د رسمي کارمندانو له یوه موظف کس سره وې، باشي ته به یې هغه وخت ورکوله کله به چې ضرورت شو، دا باشیان هم بندیان وو لکه پاس مو چې وویل خو له نورو سره یې توپیر دا وو، چې نور بندیان به څلور ویشت ساعته په خونو کې کوټه کلپ وو، او دوی دومره وو چې په همغه خپل مربوطه دهلیز کې آزاد ګرځېدی را ګرځېدی شوای، خو له خپل دهلیز نه بهر هم نشوای تللی!
په هر دهلیز کې به د باشیانو لپاره یوه جلا خونه وه، چې یو څه امتیازات یې درلودل، په څلور ویشتو ساعتونو کې دوی هر وخت کولی شوای په خپله خوښه حمام ته لاړ شي، ډوډۍ په خپله خوښه واخلي، چای یې ښه پريمانه وو، د نورو خونو دروازې به کلپ وې، خو ددوی د خونې دروازه به خلاصه وه، کله کله به چې کوم هیئت راتلو او یا به څه اضطراري حالت وو بیا به یې بندوله.
د بندیانو خدمت کوونکي ټول همدا نور بندیان ( باشیان ) وو، تر ټولو آزاد او بختور باشي د سودا باشي و ځکه په زیاتره خونو به ګرځېدای شوای، خو هغه هم په هفته کې یوه ورځ، فکر کوم په ټول ریاست ۱۷ کې د سودا لپاره دوه که درې باشیان وو، د سودا باشي به سګرټ، نصوار او ځینې نور شیان، لکه بیسکټ، خرما، بوره! صابون، شامپو، راوړل، د یادونې ده چې سودا دوی خرڅوله، خوشې یې نه ور کوله، له بهر نه به یې راوړله بیا به یې په بندیانو خرڅوله، او قیمت به یې هم له بهر نه زیات وو!
په همدې ځای کې ما ته هغه د شهید استاذ محمد یاسر رحمه الله خبره را په یاد شوه چې ویل به یې بندیخانې داسې ډکې کړئ چې دښمن مو دکاله کولو توان ونه لري، حقیقت همداسې وو، دوی دهر کار لپاره ځانګړي ځانګړي کسان نشوای مقررولی، ځکه خو یې له ځینو بندیانو نه د نورو بندیانو دخدمت لپاره کار اخسیت!
یو غټ مشکل دا وو چې دلته د سګرټو او نصوارو داسې پریماني وه چې په بازار کې به هم نه وه، وخت پر وخت به یې نصوار او سګرټ ښه پریمانه راوړل، او بندیانو به هم ښه په دزر کې وهل! زیاتره بندیان حتي نیک نیک خلک هم پرې اخته شوي وو.
الحمد لله په دغه جزایي دهلیز کې زمونږ په خونه کې سګرټیان څوک نه وو، خو نصواریان پريمانه وو، نصوار به یې په هغه ستل کې تپ کول، او ځینو ځینو به بیا هغه د شیدو له ډبي نه تپ داني جوړه کړې وه، تر څنګ به یې ور سره ایښې وه، لحظه په لحظه به یې نصوار اچول او بیا به یې هغه دشیدو له کوتي نه په جوړه کړې تپ داني کې تپ کول!
زه خپله له دواړو سره ناسازه وم، خو له سګرټو سره مې ډېر زیات حساسیت درلود، ځکه چې دود یې ډېر بد را باندې لګېدو، یوه ورځ یو ملګري یو سګرټ وڅښلو، هغه هم داسې چې دروازې ته ور لنډ شو، ددروازې په پورتنۍ برخه کې د نیم متر په اندازه کلکې کلکې پنجرې لګېدلې وې، دود یې همغه لوري ته ور پپ کولو، خو له دې سره به بیرته را وګرځېد، ټولو ملامت کړ چې سړیه دا دې ښه کار ونه کړ، ځکه سګرټ د لچکانو کار ګڼل کېدو او نصوار بیا د درنو خلکو کار وو!!!
ډاکتر صیب خپله کیسه داسې پیل کړه، وايي زه د خوست په روغتون کې رسمي کار کوم، یوه ورځ چا راته وویل چې امنیت در پسې ګرځي له ځان سره دې پام کوه، ما د یو چا په واسطه له ولایت نه معلومات تر لاسه کړل چې دا څنګه کیسه ده؟ د ولایت له خوا راته وویل شول چې څه مشکل نشته، خپل کار کوه، څه وخت وروسته بیا چا راته وویل چې سړیه له ځان سره دې پام کوه امنیت در پسې ګرځي، زه بیا انديښنو پسې واخیستم، بیا مې له ولایت سره خبره شریکه کړه، هغوی ویل چې څه کیسه نشته.
بله ورځ حال راغی چې په روغتون کې یو ناروغ دی راشه، زه ورغلم، له هغه وروسته بل چا حال را کړ چې هلته یو بل ناروغ دی، هغه ته ورغلم که ګورم د ناروغ حالت د اندیښنې وړ دی، سمدستي مې د عملیاتو تصمیم ونیو، را سره خپل ګروپ ته مې وویل چې تاسو د عملیاتو سامان برابر کړئ چې د دې ناروغ ستونی وګنډو، هغوی سامان برابر کړل، ما په کار پیل وکړ، د ناروغ د ستوني یو اړخ مې وګنډلو، په دا بل اړخ مې چې پیل و کړ، یو ناڅاپه د لاندې په دروازه کې شور ماشور، خرپ او ترپ شو! له کړکۍ مې زر ور وکتل که ګورم ټانکونه دي، پوځیان دي له دروازې را د ننه شول!
وارخطا شوم، یوازې دومره مې وکولی شول چې موبایل مې له جیب نه را وکیښ بند مې کړ زر مې د میز روک را کش کړ په هغه کې مې ور واچولو، نور مې په خپل کار پیل وکړ، که ګورم چې انګریزان دي دا دي پاس را وختل، څنګه چې خونې ته راننوتل سمدستي یې پلټنې پیل کړې، زما جیبونه یې وکتل، وايي موبایل دې څه کړ؟ ما ویل موبایل مې نن نه دی را سره راوړی، وايي نه، دا څو شیبې وړاندې دې موبایل خلاص وو، اوس بند دی، څه دې کړ؟ ما ویل نشته، چېرته را نه پاتې دی، دوی نه منله، بیا یې وپلټلم، ها خوا شول دیخوا شول، خونه یې ټوله وپلټله، او زما زړه درزېدو چې که اوس دمیز روک راکش کړي! بس الله جل جلاله ړانده او کاڼه کړل! تر پایه یې هغه دمیز روک ته پام نشو!
یو انګریز چې زما په جیبونه باندې لګیا وو، د یو جیب نه مې یې یوه وړه میموري را وکښله، زما زړه ولوید! ما ویل بس کیسه ګډه وډه شوه، دا میموري په همدې سهار یو ملګري را کړه، وايي واخله په دې میمورۍ کې یو څه نوي د مجاهدینو فلمونه دي، ویې ګوره! ما تر واخیسته او په جیب کې مې واچوله، کله چې دوی را ختل په هغه وخت کې مې موبایل خوندي کړ، خو دې میمورۍ ته مې هېڅ پام نشو، انګریز په لاس کې ښکته پورته کړه، نور یې د خونې له کړکۍ بهر وغورځوله! له دې سره زما زړه ډاډه شو، ما ویل ځه اوس کار وشو!
لنډه دا چې دوی مې دلاسونو په تړلو پیل وکړ! ما ویل لږ صبر وکړئ دا ناروغ تاسو وینئ په داسې خطر ناک حالت کې دی، دا دي د ستوني یوه برخه مې یې وګنډله چې دا بله خو وګنډم، په داسې خطر ناک حالت کې د ناروغ پريښودل کله معقول دي، دا خو اوس که همداسې پاتې شي مړ کېږي!
دوی ویل نه، ځه، پرېږده، مړ دې شي، هر څو چې مې هڅه وکړه، ګټه یې و نه کړه، لاسونه یې را باندې وتړل، توره کڅوړه یې را پر سر کړه، نور یې له ځان سر را روان کړم، یو ځای ته یې را وستم، که ګورم یو څه افغانان هم را پیدا شول، لنډه دا چې اخوا دیخوا مې کوشش وکړ، دومره مې وکول چې د یو چا په واسطه ولایت خبر کړم، ولایت ډاډ را کړ چې بس مونږ به کار خلاص کړو، ته تشویش مه کوه!
زه په همدې تمه پروت وم، که ګورم بله ورځ یې یو څه نور کسان هم راوستل، طیاره ولاړه وه، ور پورته یې کړو، دلته کابل ته یې راوړو، دلته یې چې څنګه را ورسولو، سمدستي يې ریاست ۹۰ ته بوتلو! ... نور بیا
عبد الحنان مجاهد