په کوم دريځ بايد وغږيږو؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع.شريف زاد

اوس ددې وخت تللى دى چې د امان الله خان، ظاهر شاه، داود خان پر وختونو ،حکومتونو، سياسي او اجتماعي چارو او دريځونو باندې بحث وکړو، ځکه په مجموع کې هر وخت ځانته يو ه مرحله لري او د همغه وخت د کړنلارو څخه نمايندګي کوي. که لږ ژوره ورته پاملرنه وکړو په هغه وخت کې حتى پر مختللي هېوادونه هم دومره په ټولو کارونو کې بر لاسي نه وه نو

ولسواکي،حکومتولي ،اجتماعي او سياسي کارونه هم د همغې دورې د ماحولاو جوړښت څخه خبرې کولې چې په ځينو برخو کې د مقياسې وړنه دى. دې کې شک نه شته چې زمونږ ډاکتر اشرف غني د پوهې په لحاظ ډيرو ښو مسايلو ته ا شاره کړې ده او بي بي سي هم په بش�
�ړه توګه د لوستونکو لپاره نشرته سپارلې خو پوښتنه داده چې په دې تاريخي څپر کې د افغانستان د خلکو، دافغانستان د ملي حاکميت، د ملي صبغې او روحيې هغه ټکى چې له عقيدې او ايمان سره نه شليدونکى اړيکي لري د افغانستان د خلکو قومونو او قبيلو په تناسب نه دې ذکر شوي. انترو پالوژي، سوسيولوژي په يوازې ډول نه شي کولاى چې د لانجو او کشالو ټول ابعاد يوځل تر اغيزې لاندې ونيسي. مونږ نه پوهيږو چې ډاکتر کوم ثبات ته ګوته نيسي او د هغه منظور د ثبات څخه په يوه داسې ټولنه کې چې طبيعي بڼه ېې له لاسه ورکړي له کومې کړکى څېړي هغه هم په يوه داسې اداره کې چې په اسلامي لحاظ نه پو�
�ه لري او نه چڼه او دى پخپله هم ورسره نښتي دى.. بله خبره د رسالت ده دغه رسالت د مسوليت پر بنا، د عقيدې پر بنا او که د پوهې پر بنا؟ د نني ځوان نسل اجتماعي يا ټولنيزه رسالت چې په هغه کې د افغانستان د ټولو خلکو عقيدوي ، اخلاقي، مدني کلتوري او فرهنګي چارې بشپړې شي او له هغه سره پښتني اخلاص ملګرى وى نه دروغجن سياست له هرڅه نه مخکې مهم او ضروري ګڼل کيږي.کله چې په يوه ټولنه کې د يوه عادي حکومت مودل نه وي او يو حکومت چې اصلا د خلکو په غوښتنه نه وي جوړ شوى څنګه امکان لري چې بيا مونږ د تدبير،زغم، واقعيت په کتلو سره د يوه نظام د ثبات او بې ثباتى خبره وکړو. واق�
�يت دادي وايي چې دروغ ويونکى حافظه نه لري زمونږ اداره چې د بن په ساختګي سازش ، خبرو او اترو سره رامنځ ته شوه ايا ډاکتر صاحب ته په دې باور ېې چې دا به رښتيا د افغانستان خلکو ته د سولې،هوساينې،سوکالۍ،پرمختګ او په تيره بيا يو ملي يووالي له ځانه سره راوړي؟. ايا تاسي په دې نه پوهيږي چې دغه دار او دسته تر غوږونو پورې په فساد کې پټ او ورک دي.؟ رښتيا تاسې ولې د دغه فساد په هکله څه نه دى ويلي مخکې له دې نه چي څو لسيزې شاته لاړ شو. مګر خداى (ج) نه وايي چې افو با العهد ان العهد کان مسولا په کومه پيړي کې چې اسلام افغانستان ته راورسېد دغه مطلب دهر مسلمان افغان په غو�
�وکې دى ولې نه عملي کيږي. زمونږ عمل کې خرابي شته اوکه جهان بيني کې؟ او که له اصلي واقعيت نه خبرې نه کوو. بس د ډلې خبره ده معنا دا چې څوک په چا پورې تړلى او څه ډول د چا لپاره هلې ځلې کو لو خبره ده. زمونږ ولس رښتيا يو نجيب ولس دى او د خاورې لپاره ېې سترې قربانۍ ورکړې چې اوس همدغه کر غېړنه اداره د همدې ولس سره په چل کې دى او وژنې ېې يو عادي ګام ګڼي.
په در ناوي