نصرالله احمدزی
څو ورځي د مخه چې کوم غنم د ازره طالب وهلو ته هزاره خلیلی منظور کړی و له هغو څخه د زاړه تخنیک له لاری غنم غلا شوی دی ، یو وخت کې به پاکستان کې د راشن حرام خورو ملکانو د پاکستانی مامورینو سره په ګډه داسی غلا کوله چې د اوسپني قاشوغي به
ورسره وی یو طرف به یې لکه ناوه او بل طرف به یې لږ تیره څوکه درلوده نو د غنمو بوری به یې په دی خیټه کې پری آپریشن کړه او لاندی به یې بله بوری د ملکانو قرانخورو ورته نیولی وه نو چې ۱۵-۱۰ کیلو به یې له بوری کم کړل بیا به بلی ته ورغلل او ملکان او کمانډران به قرار کوټه کې ناست و او شیدو چاي به شوړپولو او قطعه بازی به یې په درز کې را وانه وه دا کار به يې دوه شپي سر په سر تکرار کړ نو یو موټر غنم به د ملکانو کورونو ته ولیږدول شول او نور به یې افغان مهاجرو ته وویشل آتیا کیلوې بوری به يې د سلو ۱۰۰ کیلو په وزن کې پری ورحساب کړه .
همدا ټکنالوجې د ازره ولسوالی سره د مرسته شوو غنمو په هکله هم کاریدلی څو کسانو خپلی ورکړل شوی بوري وزن کړی د ټولو وزن یو او بل سره توپیر لرې ترمنځ یې له پنځو کیلو نیولی تر ۱۲ کیلو توپیر شته په بوریو کې د سوړو کولو نښیي هم شته ، دا کار خو په سفر کې شوني ندی خو حتمآ د لوګر ولایت کې تر سره شوی ده ځکه غنم څو ورځي ولایت کې پراته ؤ ، خو په داسی خزوسکئ باندی توس وهل خو ډیر نامردې کار ده ، یو پاکستانی مامور و بلقیاس نومیده نمبر ون غل و چې کله روسان خدای ووهل نو په موږ هم مرستی راکمیدی خو چې د نجبیب په بګیلی پام شو نو د غنمو فصلونه کاناډا کې هم را باندی وچ شول ځکه چې نوره د غرب را کې کوم مفاد نه و نو هغه مامور هم وزګار شو د الله ج عذاب پری راغې خوب کې به ډاریده نو بیا په کمپ ګرځیده خلکو نه یې معافی غوښتله ویل یې چې ویده شم د مهاجرو بچیان منډی راپیسې وهی او وايې چې زموږ حق راکه ما ورته وویل ناځوانه د بښنی خلک خو سم نیم افغانستان ته ستانه شوی دی ورشه له ملکانو معافی وغواړه هغوی یې نمایندګان وول نو دی وخت کې مو ممپلیو سره ګوړه خوړه ویل یې یره مو باندی هره شبه محشر وی او ته هسی بک بک کوی ما ورته وویل ښیی ډیری پسی هم راکړ ه او خط هم ولیکه زه افغانستان ته پسی ورځم ټول به درته لاسلیکونه وکړی چې بلقیاس خان معاف شو پوهیږی دده ځواب څه ؤ ؟ بس الله مهربان دی بیا به را ماجر (مهاجر) شی خو موږ ته ډیر کمعقل ښکاره شو ناستو کسانو ټولو ورته خندل .
مو ږ خو بیا بیا ور مهاجر شولو خو معلومه نده چې بلقیاس خان به مړ وی او که زوندی سرنویشت مو دومره نامعلوم ده چې د ساختمانی شرکتونو غله مو هم وژنی ، د تلیفون شبکي مو هم قتل کې له قاتل سره شریک وې ،د دواخانو مالکان او داکتران مو په جعلی دوا په واردولو وژنی ، قراردادی ته چې موقع په لاس ورغلی نو د لس میتره سرک سور او بر یې شپږو ته پخپل سره راښکته کړی ، په غرنیو سیمو کې د انجنرانو نقشه له پامه غورزولی په خپل سر یې ګولایې تنګه او لنډه ورکړی چې زیات بچت وشی ، که د کوم دولتی چارواکی په ځکمه او یا کور نقشه ورغلی نو سړک يې قصدآ تری چپ کړی خو د غریب کور يې له کاسو او د ماشومانو له لانځکو سره بل مخ آړولی دې ، زه خو وایم د وزیرانو شورای او دواړه جرګې دی په ګډه یوه نوئ طرح تصویب کړی مالی فساد ،غلا ، جعلی آسنادو لرونکی او له هیواد د باندی د سرمایه ویستل دی قانونی اعلان کړی او ټول هغه مامورین دی محاکمه کړی چې دا پورته کار کولو کې لاس نلری اول خو نشته او که وی نو بیا دی سزا ورکړی ، د لوګر د ولایتی شورای یو غړی حاجی دورګل کوم اخبار او که رادیو والا ته د لوګر او ازره له حالاتو شکایت کړی و نو د ولایتی شوری مشر ورته وايې والی (ګورنر) صیب تاته ډیر به قهر دی پدی سره خو موږ بې کفایته ښکارو دا ستوزی باید میډیا ته ونه رسول شی رښتیا ویل هم جرم ده بیا به د حصارک د ولسوال عبدالخالق غوندی مقام له لاسه ورکوی د حصارک د ولسوال په میړانه او نرتوب طالبان او حزبیان هم قانع ؤ خو د ننګرها والی او داخیله وزارت پری قانع نه شول .
نـــــــور بــــــــیا
نصرالله احمدزی