نصرالله احمدزی
تیر پسې پاتې برخه........
وکیل بسم الله د ماسپښین د لمانځه په وخت کې خپل کور ته راځئ او دی حساس وخت کې له نآشنا میلمنو سره مخ کیږی د حجری د باندی د شنو پټیو په پوله ولاړ خلکو ته یو نظر آچوئ او بیا له خپل کشر زوی پوښتنه کوئ چې دا وړاندی څوک دی خیریت خو به وې ؟ هغه ورته وايې نه يې پیژنم خو حاجی زرغون راوستي دي بس نور
سیده کور ته ننوځئ د حجری او کور په دروازه کې یې مشر زوی ورسره مخ کیږی بیا هغه ورته وايې چې قومندان عبدالحق دی دا چې وکیل بسم الله له حالاتو باخبره شخص و نو همدومره وايې چې دا څومره احمق انسان دی او نور کور ته دننه کیږی ، اودس تازه کولو وروسته میلمستون ته ورځئ چې دی وخت کې میلمانه هم حجری ته راستانه شوی دی ښه به درناوی ورسره روغبړ کوئ او بیا د حجری څنګ کې مسجد ته د لمانځه د اداکولو لپاره په ګډه ځئ ، وکیل بسم الله اکثره وخت آذان هم خپله کاؤ او د همدی مسجد امامت يې تل په خپله کولو شا او خوا کورونو ته همدا یواځینی مسجد و چې ورنږدی و او مسجد ته یې خپله ځمکه وقف کړی وه .
چاي یې سره غوړپولو او خبری یې هم سره پیل کړی عبدالحق خپل راتلوونکئ پیلان تشریح کړ او ده ورته غوږ نیولی و د هغه د خبرو له خلاصیدو وروسته کوربه میلمه ته وویل قومندان عبدالحق تاسو اشتباه کړی او هر چا چې درته دا مشوره درکړی چې ته دی شرایطو کې داخیل ته راشی ډیر ماشومانه کار ده او ته چې په خپل سر راغلی يې ستا لښکر کوم ده ؟ په دا څو کسانو پاچايې نیسی ؟ خو عبدالحق ډیر ډاډه او له حالاتو رازی ښکاریدو خو مقابل کې یې کوربه همدومره بې باوره ښکاریدو نو وکیل بسم الله ورته وویل ښه به دا وئ چې بیرته له سرحد واوړۍ خو عبدالحق ونه منله او ادعا يې کوله چې د مشرقی ولایاتو ټولو طالب مشرانو راسره خبره کړی ده او ننګرهار راته سپاری وکیل بسم الله ورته وویل ښه نو داسی کوو زما کور ته راغلی یې چې سباه څوک و نه وايې چې د وکیل بسم الله کور او کلی کې ونیوه او یا یې وواژه زه به دی دا خپل موټر کې له خپلی سیمې وباسم نور انتخاب ستا ده ځکه ستا فکر د کوچنیو هلکانو دی نو عبدالحق ورته وویل موږ هم اراده کړی چې حصارک ته ځان ورسوو نو یوځل مو له حاجی زرغون سره په ګډه غوښتل چې تاسو هم ووینم .
وکیل بسم الله خپله مسلمانی او د پښتنو د میړانې دود او رواج ته به درناوی سره خپل میلمه ته رخصت ورکړ او زامنو ته وايې عبدالحق د حصارک تر خاوری ورسوئ ، زامن یې عبدالحق ځان سره سیټ کې کښینوی او د حصارک په طرف حرکت پیل کوې د علیشرو د کوتل نیمایې کې عبدالحق او ملګری یې ښکته کیږي او د وکیل صیب زامنو نه مننه اداکوئ او جیب نه یو لکه کلداری راوباسی د وکیل صیب کشر زوی ته یې ورکوئ چې دا ستا میوه شوه خو هلک چې د ۱۰-۱۲ کلونو عمر کې ده مشر ورور کې سترګي خښوی هغه سر ورته د نه آخیستو په معنی خوزوی څو ځله دا پیسی د هلک جیب کې ورتختکوئ او هغه یې بیرته ورکوی نور موټر ته حرکت ورکوئ نو د عبدالحق یو ملګری داپیسی د پک اپ سیټ ته ور غورزوی او نور له سرک ښکته حرکت کوی ، کله چې هلکان کور ته راځئ د پلار له ویری پیسی حجره کې د میلمنو په بسترو کې ځاي په ځاې کوي او کور کې هم حال نه وايې .د نړی مطبوعاتو تود خبر نشر کړ چې عبدالحق د ازره له لاری افغانستان ته دننه شو او حامد کرزی هم د پاکستان له خاوری د هلیکوپتر په واسطحه د امریکا د خاصو قومندویانو په ملتیا افغانستان ته د ننه شو د طالبانو تحریک په دواړو د محاصری کړۍ راتنګه کړه حامد کرزی یې د هلیکوپتر له لاری بیرته د مؤقت وخت لپاره له سیمی وویست او عبدالحق له حصارک بیرته شاتګ وکړ ازره ته واوښت خو سیمه ایزو طالبانو او د ولسوالی چارواکو د محاصری حالت کې واچاؤ تر څو له لوګر او ننګرهار د طالبانو نور جنګیالی سیمی ته ور ورسیدل د سیمې د خلکو د وینا له مخې حاجی زرغون او د قومندان لمبات په نامه سیمه ایز مشرانو د عبدالحق په محاصره کې ستره ونډه درلوده او د لوګر ولایت ته یې دقیق معلومات ورکړی ؤ چې عبدالحق پرون چیری ؤ او چا سره یې ولیدل او تر حصارک کوم او د چا موټر کې ورسول شو او اوس چیری دی (لمبات او حاجی زرغون دواړه د جهاد په وخت کې د عبدالحق د کورنی قومندانان ؤ) .
عبدالحق د سټلایټ تلیفون له لاری له امریکایانو ډیره مرسته غوښتئ وه تر څو یې له محاصری وباسی خو بخت ورسره یاری ونکړه امریکایانو هغه ډول اخلاص ورسره ونکړ څنګه یې چې له حامد کرزی سره د محاصره کیدو وخت کې وکړ ، زما په نظر دلته توپیر هم و عبدالحق په خپل ډاډ او د امریکا د عسکرو له ملاتړ پرته ننوت او دغه وخت کې ورسره دری میله کلاشینکوف او یوه تو مانچه وه هغه یې د حاجی زرغون ورته برابر کړی ؤ ځکه د سپینی شګه او ګوئ په سرحدی سیمه کې هم طالبان موجود ؤ نوموړی د همدغو خپلو پخوانیو قومندانانو په مرسته له سرحد راتیر شوی ؤ او ددمي ځای هم د حاجی زرغون کور و او حامد کرزی سره د امریکا خاص ځواکونه هم ملګری ؤ نو دلیل یې همدا کیدايې شی چې امریکا د خپلو خاصو کسانو د ژغورني لپاره هم ارزګان ولایت کې په کرزی خاصه لورینه وکړه ، عبدالحق ته هم له پاکستان څخه د آمریکا دوه آپاچی هلیکوپتر راغلې خو دا داسی وخت و چې د ازره په سپاندوکڅ سیمه کې یې په عبدالحق لاسونه تړلی ؤ او له سیمې یې هم بیولی و او یوه وراره یې د ازره د تنګ سیمې ته لاړ و او هغه بیا هلته سیمه ایزو طالبانو نیولی و او د پښو بوټ ، د لاس ساعت ، د غاړی جمفر ، کامره ، تلیفون يې تری اخیستی ؤ او نوموړی یې د ازره ولسوالی ته وسپاره .
یوه ډریور خپله کیسه داسی راته بیان کړه : موږ د جلال اباد ښار د ازره په آډه کې د سوارلیو به انتظار ؤ چې طالبان راغلل او ټول پک اپ یې بیګار کړو او د ازره په طرف مو حرکت وکړ کله چې سپاندوکڅ ته ورسیدو همدغه شیبه یې عبدالحق نیولی و او له لوګر هم تازه دم طالبان رارسیدلی ؤ ما هم موټر ودرولو او هغه پک اپ ته ورغلم چې عبدالحق یې باډی کې کښینولی و عبدالحق د جهاد وخت کې چې ما لیدلی و د هغي به نسبت ډیر چاغ شوی و ، ستړی مه شی می ورسره وکړه ډیر تندی اخیستی و اوبه یې هم نه ورکولی زه لاړم د موټر نه می پلاستیکئ بوشکه را واخیسته له راوانو اوبو می ورته راډکه کړه اوبه می ورکړی یوه طالب راته وویل اجازه دی آخیستی ؟ ما ورته وویل هو بیغمه اوسه څه خبره نشته نو هغه فکر وکړ چې زه کوم مهم طالب یم خو خبر نه و چې بیګا ر شوی ډریور یم او کله یې چې د ولسوالی په خوا حرکت کولو عبدالحق له طالبانو وغوښتل چې ما سیټ کې کښینوئ زه باډی کې نه کښینم خو طالبانو یو بل ته وکتل او یو کس امر وکړ چې سیټ کې یې کښینوئ او بیا له باډی راښکته کړ سیټ ته ننوت . عبدالحق چې د افغانستان او یا د وخت د حکومت خلاف هر څه کړی و او یا یې د کولو اراده درلوده هغه جدا بحث او موضوع ده خو په منصفانه ډول باید ووایو چې نوموړی د قاضی او شرعی محکمی له پریکړی پرته د چهاراسیاب ، سنګ نویشتې او ریشخورو په دري لاری کې د سرک په سر د طالبانو لخوا په داسی حالت کې ووژل شو چې اسلامی شریعت کې ورته کوم جواز نه وینو ځکه هغه بندی و لاسونه یې تړلی و او د عدالت لپاره مرکز ته لیږدول کیدو خو د لیږدونکۍ ګروپ نه علاؤه دوهمه ډله طالبان لار کې ورسره مخ کیږی چې کله له جریان خبریږی نو هغوي همدلته احساساتی پریکړه کوئ او عبدالحق په ډزو سره وژنې .
طالبانو د وکیل بسم الله په شمول د ازره ځینی مشران لوګر ولایت ته وغوښتل هغوي ورغلل سوال او ځواب یې سره وکړ ډیري پوښتنی له وکیل بسم الله وشی چې عبدالحق تا سره لیدلی او ته دده په راتګ کې ورسره همکار وی او ستا ځوی ته یې یو لک کلداری هم ورکړی خو هغه له پیسو ناخبری وښوده او نور یې تر اخره له هغه څه دفاع وکړه چې عبدالحق سره د د یو مسلمان پښتون په صفت کړی او دا یې د میلمه پالنی یو دود ته د درناوئ په خاطر کړی نه د کوم پلان او شخصی مفاد په خاطر له دی خبرو وروسته والی او نور طالب مشران جدا غونډه کوئ او بیا د ازره مشرانو ته وايې چې تکلیف مو درکړ تاسو تلای شی او حاجی صیب بسم الله به هغه یو لکه روپی د ازره ولسوالی ته وسپاری نو ر سره رخصت آخلی کله چې کور ته راځی همغه زامن راغواړی پوښتنه تری کوی نو کشر زوی يې ورته وايې للا هغه یې ما ته راکړی وی ما له ډاره حجره کې بسترو کې منډلی دې بیا د مشر زوی په لاس پیسی ولسوالی ته ورلیږی او لنډ و خت وروسته د طالبانو د اقتدار ماڼی هم نسکوریږی افغانستان د نړی د یو ستر زبرځواک تر یرغل لاندی راځئ او دادی تر ننه د مرګونو او جګړو اور بل ده او هیواد مو تر اشغال لاندی ساه آخلی .
نور بیا
نصرالله احمدزی