هېښوونکي معلومات: سيسي د یهودۍ زوی دی!!!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

زلمی هېواد وال
  زه خپله بلکې ډېر کسان حیران په دې وو چې آخر د مصري پوځ مشر عبد الفتاح سیسي څومره سخت زړی دی چې خپلو لنډغرو ته په تش لاس لاریون کوونکو باندې د مخامخ ډزو حکم کوي!!


  د ټولو نړیوالو قوانینو په رڼا کې سوله ایز لاریون د هر انسان ثابت حق دی، هر څوک حق لري خپل نظر د سوله ایز لاریون له لارې څرګند کړي، او هېڅوک حق نه لري چې له دې حق څخه یې بې برخې کړي!
   سړی بالکل نه پوهېږي چې سیسي او ور سره ملګري یې د کوم قانون له مخې ځان ته حق ور کوي چې هغه لاریون کوونکي چې ښځې، ماشومان او بوډاګان هم پکې وو، په داسې حال کې چې روژه په خوله، د شپې په تهجد ولاړ او په لاسونو کې یې قرآن کریمونه!! په خورا وحشت سره ووژني!
   هغوی چې ټپیان شوي وو او په لاره کې روغتونونو ته د درملنې لپاره وړل کېدل له موټرو نه یې را ښکته کړل! په لارو کې يې وغورځول! هغوی چې په سرکونو او میدانونو کې د ځانکندن په حالت کې په وینو کې لیت پيت پراته وو د اسعاف موټرو ته یې اجازه نه ورکوله چې روغتونونو ته یې یوسي!
 په زرهاوو یې زندانونو ته یوړل، ډېر د تعجب خبره دا چې ښځې یې هم زندانونو ته واچولې! لاریون کوونکي یې په جوماتونو کې کلابند کړل! جوماتونه یې وسوځول! قرآن کریمونه یې وسوځول! تر ټولو ستر وحشت او دهشت دا چې د شهیدانو جسدونه یې وسوځول!
 دغو جنایتونو ټول په حیرت کې اچولي وو، چې آخر که نور هېڅ نه وي دغه مظلومان خو د همدې ولس، د همدې خاورې بچیان دي! آیا یوازې سیاسي اختلاف ددې لامل کېدای شي چې داسې چلن دې ور سره وشي!؟
 زه په پوره باور سره ویلی شم چې په هېڅ ډول سیاسي اختلاف نشي کولی یو څوک دېته وهڅوي چې له خپلو سیاسي مخالفینو سره دا رنګه چلن وکړي، مګر دا چې عقیدوي اختلاف ور سره ولري، مسلمان که څه هم له کفارو سره عقیدوي اختلاف لري خو بیا هم اسلام آن له کفارو سره د دا رنګه چلن اجازه نه ورکوي!
د ښځې، ماشوم، او بوډا د وژلو اجازه نه ور کوي، حتی د هغه کافر چې محارب نه وي د هغه د وژلو حکم هم نشته، بیا په داسې یو وحشت سره خو هېڅ نشته!
 اوس اوس کیسه را سپینه شوه، ګڼو خبري رسنیو له یوې مغربي ورځپاڼې نه را اخیستي چې سیسي د یهودۍ زوی دی! د سیسي مور مغربی الاصله یهودۍ ده، په اصل کې د مغرب د آسفي ښار له یهودو څخه ده، مصر ته راغلې هلته یې په ۱۹۵۳ز کې مېړه کړی، په ۱۹۵۴ کې یې سیسي زیږولی، او په ۱۹۵۸ز کې یې مصري تابعیت تر لاسه کړی، سیسي خپلې زده کړې په مصر کې پر مخ وړلې، کله یې چې وغوښتل په حربي پوهنځۍ کې شامل شي، اجازه ور نه کړل شوه! ځکه چې تیتانۍ دوه تابعیتونه درلودل! یو مصری او بل مغربی، دمصر د قانون له مخې په پوځ کې یوازې هغه څوک شاملیدای شي چې هم دی او هم یې مور او پلار یوازې مصري تابعیت ولري!
 هماغه وو چې د سیسي مور ( ملیکه تیتاني ) ددې لپاره چې زوی یې په پوځ کې شامل شي له خپل مغربي تابعیت څخه تېره شوه! په دې توګه د یهودۍ زوی ( سیسي ) په ۱۹۷۳ز کې په حربي پوهنځۍ کې شامل شو!
د همدې خبر پر بنسټ د ملیکه تیتاني ماما ( عوري سیباغ، یا صباغ ) د کنیست (  اسرائیلي پارلمان )  غړی و، کنیست عبري کلیمه ده، د ټولنې په معنی، او اوس اسراییلي پارلمان ته ویل کېږي، چې د تقنین او دحکومت د مراقبت مسولیت پر غاړه لري.
 کنیست ۱۲۰ غړي لري، هر یو یې باید د یو راجستر شوي ګوند غړی وی، او په پارلمان کې د خپل ګوند د استازي په توګه کار کوي، هر اسرائیلی چې عمر یې ۲۱ وي کولی شي چې د یو راجستر شوي ګوند له لارې او یا دا چې خپله نوی ګوند راجستر کړي پارلمان ته ځان کاندید کړي.
کنیست په اصل کې د یهودو د دیني مشرانو مجلس ته ویل کېږي، ځکه دوی اوس خپل پارلمان د خپلو دیني مشرانو مجلس ته منسوبوي، په دې معنی چې ددوی حکومت دیني حکومت دی.
 د اسرائیلو حکومتي نظام، له ګڼو ګوندونو جوړ پارلماني نظام دی، ځکه خو عامې ټاکنې یوازې د کنیست یا پارلمان لپاره تر سره کېږي، پارلمان بیا ولسمشر ټاکي، او ټول وزیران له ټاکل کېدو وروسته باید د کنیست تایید تر لاسه کړي.  
  عوري سیباغ یا صباغ د المغرب په آسفي ښار کې زیږیدلی دی، په دار البیضاء کې یې په یو معهد کې د معادنو په برخه کې زده کړې، کړې دي، او په مراکش کې اوسېدلی، له ۱۹۴۸ ز تر ۱۹۵۰ ز پورې په ( هاماجین ) کې غړی وو، هاماجین یعني تر ځمکه لاندې د یهودو ددفاع ټولنه، په ۱۹۵۱ز کې د صباغ کورنۍ د ( مابای ) سره یوځای شوه، چې په ۱۹۵۹ ز کې د مابای ( اسرائیلي کارګرانو ګوند ) د مرکزي ټولنې غړې شوه.
عوري صباغ له ۱۹۵۷ ز تر ۱۹۶۳ ز پورې په ( بئر السبع ) کې چې دفلسطین په جنوب کې واقع ده، د حرفوي زده کړو په برخه کې د استاذ په توګه وظیفه تر سره کړې.  
د اسرائیلو د لسم پارلمان په رسمي برېښنا پاڼه کې د سیسي د مور د ماما په اړه له انځور سره یې داسې راغلي:
د زیږېدو نېټه: ۱۹۳۱ز / ۱۱ / ۱۱.
د هجرت نېټه: ۱۹۵۱ز
د زیږېدو ځای: المغرب.
زده کړې:
۱- د المغرب په دار البیضاء کې د مقیاسونو او پیمانو د علم په حرفوي مدرسه کې یې زده کړې کړې دي.
۲- د عامې ادارې له پوهنځۍ څخه فارغ شوی.
۳- تخصص یې انجینري ده.
 عام فعالیتونه، او اضافي معلومات:
۱ - د سیسي د مور ماما د فرایهایت ( آزادۍ ) ټولنې غړی و، نوموړې ټولنه په ۱۹۴۷ ز کې  د اسرائیلي کارګرانو ګوند غړو ددې لپاره جوړه کړه چې په مشترک ډول په ګڼو برخو کې کار وکړي.
 ۲ - د ۱۹۴۸ او  ۱۹۵۰ ز تر منځ  د المغین  غړی و، ( المغین د المغرب په مراکش کې پټ یهودي تنظیم دی ).
۳ - د ۱۹۵۰ او ۱۹۵۷ تر منځ د فرانسې په مونبردون کې د تربیتي کورس غړی پاتې شوی.  
۴- په عین جیف کې له تربیتي کورس سره یو ځای شو. عین جیف په فلسطین کې د یهودو یو مهم ځای دی.
۵ - په کیبوتس کې د ۱۹۵۳ او ۱۹۵۶ تر منځ غړی و. کیبوتس یهودي  هستوګنځای ته وايي، په دا ډول هستوګنځای کې له ۴۰ تر ۱۵۰۰ کورنۍ اوسېږي او له یهودو پرته بل څوک نشي پکې اوسېدای، زیاتره غړي یې تجاران وي او ټول برابر کار سره کوي. کیبوتسونه د یهودو تر ټولو مهمې ټولنې دي، دغه ټولنې خپلو یهودو ته تعلیمي، روغتیايي او حرفوي خدمات وړاندې کوي، او د اوسیدونکو په خپلو ذاتي امکاناتو بسیا کوي.
لومړی کیبوتس په ۱۹۰۹ز جوړ شو، او وروستنی یې په ۱۹۹۸ ز کې، او تر دې مها ل ۳۰۰ کیبوتسونه جوړل شوي دي.
۶ - په النحل کې یې هم  خدمت تر سره کړی. النحل یعنی مخکښ جنګیالي ځوانان.
۷ - په عربا کې د اورون په صنایعو، او بیا د حمل ونقل په صنایعو کې  له ۱۹۵۶ تر ۱۹۵۷ پورې یې آهینګري کړې ده.
۸ - د ۱۹۵۷ او ۱۹۶۳ ز تر منځ  په بئر السبع کې د کار تر وزارت پورې د ځانګړي شوي تربیتي کورس استاذ او مشر و.
۹ - د کار په وزارت کې د ۱۹۶۸ او ۱۹۸۱ ز تر منځ د حرفوي تربیي په برخه کې څارونکی و.
۱۰ - په همدې وخت کې د بئر السبع د کارګرانو دمجلس سکیرتر و.
۱۱- د ۱۹۷۴ ز او ۱۹۸۲ تر منځ د کارګرانو د اتحادیې د غوره ټولنې غړی و.
۱۲- په ۱۹۵۱ کې د اسرائیلو د کارګرانو د ګوند غړی و.
۱۳- په ۱۹۵۹ز کې د همدې ګوند په مرکز کې یې غړیتوب درلود.
۱۴- په ۱۹۷۱ ز کې د کارګر کوند ددیوان غړی و.
په کمیسیونو کې  دندې:
۱ - د اسرائیلو په لسم پارلمان کې د اقتصادي کمیسیون غړی و.
۲- د کار او خیر کمیسیون غړی.
http://marsadpress.net/?p=13850
د یادونې ده چې پورتني یاد ځایونه، ټولنې او کمیسیونونه ټول د یهودو دي، مطلب دا چې د سیسي د مور ماما چې په یو ډول دده بابا کېږي خپل ټول ژوند د یهودو چوپړ ته وقف کړی وو، اوس یې چې لمسی مسلمانان وژني ډېره د تعجب خبره نه ده!
  او دا هم د یادونې ده چې اوس اوس د مصر لويې څارنوالی ته د سیسي او همدا رنګه د عدلي منصور په اړه چې د سیسي له خوا ولسمشر ټاکل شوی د حامد صدیق په نامه د جنايي څېړنو د مرکز د یو څېړونکي له خوا دعوه وړاندې شوي ده، دعوه وايي چې له سیسي او عدلي منصور نه باید مصري تابعیت واخیستل شي؛ ځکه چې په مورګانو کې یې مشکل دی، د سیسي مور یهودۍ او مغربي تابعیت لري، او د عدلي منصور مور امریکايي تابعیت لري. څارنوالۍ په دې اړه یو کمیسیون ته دنده سپارلې چې په دې هکله قانوني نظر وړاندې کړي.
http://shorouknews.com/news/view.aspx?cdate=25082013&id=a499a336-9e01-4ee7-9a0e-94f1fa8848bc

 زه اوس پوه شوم چې دا د یهودې تیتانۍ زوی ولې د وړو ماشومانو، ښځو او بوډاګانو وینو ته دومره تږی و!؟ په اصل کې د ده او لعنتي شارون وینه سره ګډه ده؛ ځکه خو یې په پاکو او مظلومو وینو تنده نه ماتېږي!
 په مصر کې د اسرائیلو سفیر یعقوب امیتای د مصري موقت حکومت د زراعت وزیر ابو حدید ته مبارکي ور کړې وه، او ورته ویلي یې وو چې اسرائیل سیسي ته دقومي اتل په سترګه ګوري! د ( اسرائیل غږ ) راډيو دخبر پر اساس په مصر کې اسرائیلي سفیر یعقوب امیتای د مصر د زراعت نوي وزیر ابو حدید ته د مبارکۍ په مهال ویلي: ( سیسي په مصر کې قومي اتل نه دی، بلکې په اسرائیلو  او ټول عالم کې د یهودو لپاره قومي اتل دی! ) http://www.nuqudy.com/%D9%85%D8%AC%D9%84%D8%A9/%D9%85%D9%86%D9%88%D8%B9%D8%A7%D8%AA/%D9%87%D9%84

 او دا یقیني خبره ده؛ ځکه سیسي چې څنګه واک ته ورسېد، سمدستي یې په فلسطینیانو لارې بندې کړې، هغه کوم تونلونه چې د مصر او فلسطین تر منځ ددې لپاره جوړ شوي وو چې فلسطینیانو ته د اړتیا وړ توکي ورسېږي او تګ راتګ پرې وکړي هغه یې ټول ونړول، دا په داسې حال کې چې  دغزې فلسطینیان پرته له همدې یوې لارې بله لار نه لري، او له کومې ورځې چې سیسي واک تر لاسه کړل له همغه ورځې فلسطینیان له ګڼو ستونزو او ناخوالو سره لاس او ګرېوان دي! او یهود مزې او چړچې کوي!!
زلمی هېواد وال.