رفيع الله روشن
څو ورځې وړاندې مې په فيسبوک کې دثنا صافۍ په نوم يوڅوک وليد،له ليدوسره سم يي په ننګرهار په يوې راډيوکې ديوې کارکوونکې ثناصافۍ اواز په ذهن کې را تېر شو،هغه وخت چې ما دثنا صافۍ اواز او خپلو پښتنو خويندوته نصايح اورېدلي وو،چې دې به په څه ډول هغوي ته لار ښوونې کولي،سمه داسي لکه پخپله چې چې کوربه نه بلکې دنظر خاندې په
ډول پروګرام کې مېلمنه وي،خو فکر کوم زما په ګډون د ډيرو ځوانانو اوخلکوبه ددې ډېرې خبرې کول بد نه راتلل ځکه ټولي له سمون او هغه څه څخه ډکې وې چې په رښتياهم ځوانې نجونې اومېرمنې يې دمثبت بدلون په لور سوق کولې،نو په همدې ډاډ مې ددوستئ وړانديز ورته وکړ،له وړانديز سره سره مي دمسج په خانه کې داسي ورته وليکل:( سلامونه اغلي ساپۍ هيله ده چې صحمتنده اوسي،اغلي ! دثنا ساپۍ نوم مي فکر کوم په ننګرهار کي له کومي راډيوڅخه د وياندې په توګه اورېدلي دي،دهغي هڅې اوهاندونه دتقدير وړ دي،نو دهماغي په فکر مي تاسوته ددوستي وړانديز وکړ،خداي دي وکړي هماغه اوسي،اغلي،نن په فيسبوک کي ډير هلکان د نجونو په نامه ادرسونه جوړوي چې خلک ډير وسره په عذاب وي،نو هيله ده تاسو هم واقعاً ثنا ساپۍ اوسي) په همدې پسې مې دځان په هکله هم مکمل معلومات ورکړل.چې څوک يم،دکوم ځاي يم اوڅه دنده لرم.
کله چې هغې زما ددوستۍ وړانديز منلي وو نو داسي يي ليکلي و(ښه ډير ښه خوښه شوم چې ستاسې په اړه مې مالومات پيدا کړل يقيني وسئ زه ثنا صافئ يم، زه اوس لندن کې يم د بي بي سي پښتو سرويس سره کار د پروډيوسرې په حيث کار کوم)
کله چې ما دثنا ساپۍ په نوم يوه پښتنه نجلي اوهغه څوک چې موده وړاندې يې د پښتنو مېرمنو اونجونو دکلتور اوثقافت نماينده ګي کوله، ښه راته ښکاره نشو،نو مي په همدي خاطر ورسره ددوستي لين د جوړولو هڅه وکړه ترڅو يي متوجه کړم،پوهېدم چې ډيرو پښتنو او افغان خويندو وروڼو به له ما مخکي هم ورته ويلي وي،خو ماغوښتل چې داسي خبري ورته وکړم ترڅو اغلې ساپۍ پرې قانع کړم اوخپل حجاب ،افغانيت اوپښتولۍ ته درناوي ولري،زه داهم نه وايم چې زه تر نورو ډير علم او وړتيا لرم،مګر له يوچاسره خبرې کول اوهغه شخص ته قناعت ورکولو لپاره هم ځيني مهارتونه او خبرې شته چې ورڅخه کار واخلو،خير په هرحال، کله چې مې نن فيسبوک وليد نو دثنا جانې لخوا پکې ډير يوښکلي اعتراف شوي وواو دپوښتنې په ډول يې ليکلي چې ډېره جالبه ده اوهغه هم داسي.: (ځينو ملګرو رانه غوښتنه کړې چې که نور ځړوکي (پړوني، ټيکري، څادر) نه په سروم په فېسبوک کې يې بايد پر سر کړم. هغه به ځان او تاسو ته درواغ ويل نه وي؟ ولې بايد نړۍ ته هغه څېره وښيو چې موږ يې نه لرو؟ ولې بايد درواغ ووايو؟
په همدې کار خو مې خوشال خان خوښ شي:
زه خوشاله کمزوري نه يم چې به ډار کړم
په ښکاره نارې وهم چې خوله يې راکړه ) دثنا ددې پوښتنې او اعتراف په څواب کې مې ډير داسي نظريات اومشوري ولوستي چې واقعاً يې په دې قانع کړم چې افرين افغان اوپښتون ولسه،ستاسوپه غيرت،دين،ايمان،پښتو اوپښتونولي دي زر ځله افرين وي،هغه خبرې چې ماکولي اوپه زړه کې مي وي ټولي مي ددوي په نظرياتوکې ولوستي،نو مې له خوښي نه يوه ژوره ساه واخسته.
هوګرانې ثنا خوشحال خان خټک خودې په دې خوښ شي چې په ښکاره دخولي اخستلو اعلان کوي خو فکر کوم چې مطيع الله تراب صيب به دې په دې ډېر بد راشي چې وايي:
لباس کلتور اوتمدن مو په پتلون واوښته
ستر عورت موتر پنډيو اوترزنګون واوښته
بعضولستوڼي تر اوږو اوچاتر ستوني يوړل
دمغرب ګرمو هواګانو ترې پړوني يوړل
نو ووايه اوس چې څومره دې بد راغي مطيع الله تراب ،قسم درکوم درته چې حقيقت به وايې،دادی فکر پرې وکړه تراب هم رښتيا وينا کړې اوخوشحال خان خټک هم،مګر داهغه حقيقت دي چې تاسويي داورېدو غوږنه نلرئ.
مګرلوستونکيو دفيسبوک پر صفحه چې ثنا ساپۍ کومه پوښتنه اواعتراف ليکلی ددې نظرياتو ،مشورو او انتقادونو پروړاندې دځان د روښانه اوياهم پاک ښودلو لپاره هېڅ اقدام ندي کړي،هېڅ ټکي يي ندي ليکلي او خاموشي يي اختيار کړي،قدرمنو خاموشي په مختلفوځايونوکې مختلفي معناوي اوانګيرني لري،دبېلګې په ډول کله چې ديوې نجلي لپاره ريباران راشي اوله نجلۍ څخه په کور کې خپله کورني پوښتنه وکړي چې ددې رشتې په هکله څه ويل لري، ايا خوښه يي ده اوکنه،نوپه دې وخت کې که انجلۍ خاموشي اختيار کړي،داکاملاً په دې معني ده چې هغه په دې خېښۍ يا رشته راضي ده،په بل ځاي کله چې يوڅوک کومه اشتباه،غلط عمل اوياهم کوم جرم وکړي اوله پلټنو وروسته پرې ثابته شي په دې حال کې که چېرې نوموړي شخص خاموشي اختياروي نو بې له کوم دليله دا دهغه په کړي کار دپښېمانتيا زيګنال ورکوي،اوپه خپل عمل پښېماني اوشرم ښيي.
نو روښانه شوه چې په دې ځاي کې خاموشي دثناساپۍ په پښمانتيا دلالت کوي،اودنظرخاوندانوته ځواب نه ورکول يي ښکاره اعتراف دي اوشايد په اينده کې يې په خپله خوله هم ووايي.
ددې په خاطرچې ثناجانه په دې پوهه شي چې په اسلامي نظام اوبيا په پښتوکې بي حجابي څومره لوي ګناه او بد تميزي ده اوبل داچې يوه ښځه بايد کمترکمه په دې پوهه شي چې دښځينه عورت له کوم ځايه تر کومه ځايه دي او دنارينه و عورت له کوم ځايه تر کومه ځايه دی اوبيا لکه د ثنا ساپۍ پشان نجونې چې ځانته په علمي اوعملي ډګر کې يوڅه وايي هم،هغه خو بايد بيخي په دې برخه کې ماسټر ه وی.سايل صيب څه ښه ويلي دي:
په علم لور دافلاطون ښکاري
په قدقامت کې لوېشتينکه جلۍ
راځي په دې خاطر يوژوندي مثال خپل ځان راوړم،يوه ورځ مې فيسبوک کې خپل يو انځور چې تازه مي شيف کړي وو،توري عينکي مې په سترګو،بې لستوڼو يخن قاق مې په تن او په موسکاسره مي انځور اخستي و،هغه انځور مې همدې فيسبوک کې پورته کړ،دملګرو په نظرونوکې په يوځاي کي له داسي نظر سره مخ شوم.(تاسو وګوري،ږيره اوبرېت يې پاک خرېيلي،توري عينکي په سترګو،انګريزي سټايل کې ولاړ دي،بي لستوڼو يخن قاق اونور اوس نو تاسو ووايي چې په ده کې دمسلمان څه دي؟)زه پوهېږم چې هغه شخص به داخبره په کومه انګېزه کړي وي،اودنارينه عورت يا سټايل يا پاکي کوم زيان اوياکومې فايدې لري خوبياهم زه دې ته متوجه شوم چې له ماسره داسي کارونه رښتياهم نه ښايي،اوبايدپه اينده کې داسي ونکړم،ځکه شايد دا په کبر کې راشي، که څه هم دهغه ملګري کمنيټ يا نظر ماته ډير تريخ وو خو اصلاح کوونکي وو،نوثناجانې زه تاسوپه خپله هنداره کې نه ګورم اونه داسی فکر وکړي خو وګوري ديوې پښتنې او غربي نجلۍ يا غير مسلمانې نجلۍ فرق ظاهراً په حجاب سره کېږي.
نو اوس زه له ثناجاني څخه هيله او غوښتنه کوم چې په اينده کې دي د خپل حجاب پوره درناوي وکړي،دخپلو نورو پښتنو خويندو په سپينه لمن دې هم تور داغ ونه لګوي،چې ددې داسي کارونو په ترسره کولو باندې نورو پښتنو خويندوته سبا خلک ددې تانه اوپيغور ورکړي،فکر کوم دابه ښه نه وي چې مونږ له يوه کوچني موقف څخه پرمختګ کوو او په هرڅه کې منفي بدلونونه ورسره راولو،که ثنا نن په بي بي سي کي کار کوي داسمه ده خوفکر کوم بي بي سي کي به چاته هم دانه ويل کېږي چې تاسو پړوني وغورځوي،يا تاسو پتلون مه اغوندي نيکر کي وګرځي اويا هم نور.
دامنم چې زما په خبروکې به ترخه ډيروي خوکه فکر ورباندې وشي نو داهم باور لرم چې خواږه به پرې غالب وي،اوهيله ده چې ثناصافۍ خور رانه ورباندې خفه نشي،ځکه ما دهمدې هڅي لپآره هغې سره په فيسبوک کې دوستي وکړه او دادي نن يي موقع راته پيداشوه،داحق هم ورته ورکوم،لکه څرنګه چې يې په فيسبوک کې يوبل چاته هم ليکلی وو چې که ستا دبيان ازادي کې زما اوياهم کوم بل چا سپکاوی وی نو کاملاً حق لري چي کمينټ يي ډيليت کړی،که چېرې زما په خبروکې خدای مکړه ستاسو سپکاوی شوی وو نو ډيليټ کولی خويې نشي خو ځواب يې حتماً راته وليکۍ
درنښت.