حاجي معراج الدين
په سعودي کې د مصر فوځي کودتا په ولسي او ټولنيزه کچه بېلا بېل عکس العملونه رامنځته کړي، تر دې چې د علماؤ، دعاتو او خطيبانو څخه یوه ډله د مصر فوځي کودتا تائيدوي، او د اخوان المسلمین ډله په خوارجو نوموي، د مسلمانانو ترمنځ یې د دښمنۍ او شخړو زيږوونکي بولي، او د خپلو اهدافو ترلاسه کولو او واک ته د رسېدلو په موخه دين تحريف کوونکي
يې ګڼي. لکه د مکي حرم امام او خطيب شيخ سديس چې د سعودي واکمنې کورنۍ سره نژدې اړيکي لري، د اخوان المسلمين ډلې په اړه داسې څرګندونه کوي: «د مصر فوځي کودتا مخالفين، د ټولنې څخه د فساد په لور وتلي دي، او د مسلمانانو ترمنځ اختلاف او دښمنۍ ته لمن وهونکي دي».
خو د بل پلوه، نور علماء او دعاة، د هاغې فوځي کودتا مخالف دي، چې د روان کال د جولای مياشتې په دريمه يې د ښاغلي دوکتور مرسي منتخب حکومت راوپرځاوه.
په دې اړه د ریاض د فردوس مسجد امام شيخ حمد العقيل خبرې د یادونې وړ دي: نوموړي سيسي د قاتل په نوم یاد کړ، او د حجاج بن يوسف سره يې پرتله کړ، نوموړی زیاتوي چې سیسي د اسرائیلي رژيم غلام دی، او د اخوان المسلمين او د منتخب حکومت ملاتړې يې د مظلومانو په نوم یاد کړل.
همدارنګه په سعودي کې د مخورو علماؤ کرامو څخه شيخ ناصر بن سليمان العمر هم د مصر په فوځي کودتا باندې په تبصره کې وويل: «څه چې په مصر کې روان دي، هغه د یو مسلمان حاکم په ظلم سره له واکه لیرې کول دي، چې د حکومت ځينې ليبرالي، مسيحي غړي او د دنیوي ګټو پلټونکي، اسلامي حکومت نه غواړي، يقيني خبره ده چې شریعت کې د مسلمان حاکم په وړاندې راپاڅېدل جواز نه لري، او د اطاعت پرېښودل يې ناروا دی».
نوموړي شيخ ټينګار وکړ چې چا د مصر د نظام پرضد د دسیسو په جوړولو منتخب ولمسمشر له واکه لیرې کړی وي، ورباندې لازمه ده، چې د دغه کار څخه تېر شي، او بېرته حق خپل اهل ته وسپاري او الله تعالی ته توبه وباسي.
نوموړي په علماؤ، دعاتو، ټولنو، اسلامي ډلو او د ملت روښان فکرانو باندې غږ وکړ، چې حق څرګند کړي، او د مصر منتخب نظام په ضد بغاوت رد کړي.
همدا نګه يې د اسلامي، عربي هیوادونو او نړۍ سياست پوهانو، او بين المللي نهادونو ته بلنه ورکړه، چې د دغې کودتا مخالفت وکړي، او له فوځ څخه وغواړي چې خپلو فوځي مرکزونو ته شاتګ وکړي، ټولې چارې بېرته خپل عادي حال ته وروګرځوي، او حق خپل اهل ته وسپاري.
نوموړي شيخ په رابعه عدوي کې د کودتاچیانو لخوا د خلکو عام وژنه په کلکه وغندله.
د سعودي امنيتي ځواکونو په لس ګونه هاغه علماء نيولي دي، چې په مصر کې د فوځي کودتا سره يې مخالفت څرګند کړی دی، د پرونيو نيول شوو کسانو څخه یو په رياض کې د الفردوس د مسجد خطيب دی، چې د مصر د کودتا مخالف وه، او پرون ونيول شو.
د يادونې وړ ده، د سعودي د واکمنې کورنۍ یو مهم غړی، ملیونر ولید بن طلال د عربي دولتونو پاڅونونه وغندل او ويې ويل چې باید بېخ يې وويستل شي. سعودي، امارات، کويټ هاغه هیوادونه دي چې د مصر د فوځي کودتا د برياليتوب په موخه يې د ۱۲ مليارده ډالرو څخه زياتې مرستې کړي دي.
http://akhbaralyom.net/news_details.php?sid=70322
حاجي معراج الدين