فروفيسل خليلي هندوستان ته ورسېد

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع. شريف زاد
د کوم وخت څخه چې دا ګوند او ګوند بازي راپيل شوې ده زمونږ ولس ارام ، هوسا او کرار حالت نه دى ليدلى . تورې تيارې تورې بلاوي او په تورو کې د تورو پا چاېې هم رامنځ ته شوې. انصاف دې روزي شي دې بهرنيو لا بل ډول حالت د عوام الناس او خا ص الناس په شعارو نو کې د ځانونو سره راووړ. دا څه حال اوداڅه جنجالونه ،برنامې ....او ډ...... شوې؟


دهندي، ترکي سريالونو مسا بقه لا پر ځاى پريږدي د اريا نا او طلوع تلويژن ته چې ګوري په کې له فرهنګه ، ژبې او کلتور ليرې ډنډورې وهل کيږي ځکه چې تش په نوم دموکراسي ، غوړو خبرو لاسي تيليفون، دوم لاس ګاډو، يو تيوب او داسې نورو داسې يو سياست رامينځ ته کړ چې د منلو وړ کارونه نن سبا هېڅ ګڼل کيږي او هر څه له آش نه خوړلئ او خوله سوې نه هم تيرئ کوي. وايي چې يوه ورځ يوه سړي د خپل ملګري کور ته لاړ، د کور خاوند ورته يوه کاسه ګرم آش راووړ. ميلمه لا لاس کاسې ته نه وه وړى چې غا ښونه ېې په درد شول او لاس ېې په خوله باندې ايښئ وه اوله درده تاو راتاويده دکور خاوند په دې سو
چ چې ګرم آش ېې خوړلئ دئ هغه ته ېې وويل چې لږ به دې صبر کړى وه چې آش سوړ شوئ واى او بيا به دې خوړلۍ وه نو خوله به دې نه سوه ! ميلمه چې د غاښونو څخه په تکليف وه او هم ېې د کور له خاوند شرم راته هغه ته ېې وويل هو! اش نه خوړلئ خوله مې وسوه.
! الغياث په دې کاسه کپړي چې مونږ هندوانو ته ليږلئ. وايي چې پشۍ به د وړو جوړه کرم ميو به پکې څوک وکړي .
پښتانه هسې په خوب ويده دي او ځانونه ته ېې هيڅ فکر نه دى د سمې او کږو لارو په مينځ کې مشکوک دى او نه پوهيږي چې په دې څو لارو کې څه وکړي د نواز شريف په ډول پيښماني هم نه ښيي چې واېې مونږ به د افغانستان په لانجه او بحران کې له سره غور وکړو خو واېې چې دروغ ويونکى حا فظه نه لري د اسلام اباد پاچا اوس هم د دې مظلوم ملت وينو ته سترګې په لارى دي. مګر دا پنجابى د رباني د پاچايا ېې په وخت نه پوهيده چې ديوه مظلوم ملت د مستقبل لپاره بايد څه شوى واى او يا ېې د اقبال لاهوري په ښکلې جهان بيني ځان پوه کړى واى.د استعمار په وزرو سپور ښاغلى په سيا سي لحاظ ملنډې وهي لکه پخوان
ۍ ډمې وزيرې حنا کهر رباني.
د افغانستان کشکره اوس هند ته تللې او په ډيرو ديوالونو به ټوپکې ووهي ددې مېړنى ولس مشکلات به مکارو ، چالاکو سکانو هند وانو سره کته او پورته کړي. دا عکه به دلته څه وواېې ؟اسلام اباد او هندوستان خو هسې په خوله پشۍ او موږک دى. درې لسيزې اسلام اباد تير ويستلو او يو څو لسيزه به مو هنداوان د امريکايي دالرو په خاطر وځغلوي. دا برګ چې افسوس تر اوسه افسوز وايي زمونږ د هيواد او په تيره ددې قومونو او قبيلو لپاره څه وکړي . ما د لاندې متن په کومه مجله کې ولوست چې واېې:
د علومو اکا ډمۍ دايرة المعارف څه موده د مخه خپل يو ريسرچ کې وويل چې هزاره ګان د چنګېز اولاده ده. خليلي ته خدای ورکړه. د اکاډمۍ د ريس او درو نورو چارواکو مو قوفي يې وغوښته بلکه د سترګو په رپ کې يې عملي هم کړه. بې هغې هم فهيم د کرزي نه زړه ايستلی يا د پښتونخوا په اصطلاح، ړه اوخکی و، خليليي يې شا ټينګی هم ووېست. د اکادمۍ رييس هم وړې سپږې نه دي چيچلی. که خليلی منګری دی، مارشال هم چمچه مار بويه. ريس د مارشال د قلمرو دی. ګوره چې به کوم يو غاوره شي. کرزی به ځان آخون موسا بولي خو دا د ټلوالې منګوران به آخر په کټ کې داسې ټک ورکړي چې د مبارکې نارې به يې خولې کې ور وچې
کړي.
نو خلیلي به په ټولو دا مني چې هزاره آريايان دي او پخپله دی نه يواځې د کرزي مرستيال دی، بلکه د اتناګرافۍ په ګډون د ټولو اجتماعي علومو فروفيسل هم دی.
خو کرزي کولی شول چې ورته ووايي چې که هزاره مغل شي نو څه کفر شو؟ په ملي سرود کې خو حتی پشه يان هم په درنښت ياد شوي.
پخپله خليلي د کرزي په اولو مياشتو کې ارګوالو ته اعتراف کړی و چې ډېر خوشاله دی چې کرزی د ده ټبر هم په سيالانو کې حساب کړ او چې هزاره خولۍ آسمان ته نه غورزوي ګويا ناشکري کوي. دا پخپله د خليلي الفاظ و چې چا ېې ما ته نقل قول وکړ. نو اوس څه ټکه راوشکېده چې سپږمې يې لکه بلا تشبيه خراساني کچر، آسمان ته نيولي. نه مغل مني، نه چنګېر بس قرآن يې کړی چې پنځه زره کلنه آريايي سټه لري. زه وايم پښتنو چې دا دعوه وکړه څه توره يې وکړه؟. بله دا چې آريايان، لکه مغول، لکه افريقايان په څېرو کې څه خصوصيات هم لري چې د هغې له مخې او د وجود د هډوکو او د قد او پزې او سترګو د اندازې له
مخې له نورو بېلېږي . چونګې سترګې يا پړېخه پوزه، نه کوم عار دی فضيلت بلکه د تعارف وسيله ده.
نو په هر اړخيز ډول د افغانستان حالات دا لس کاله چې هر ځلي ورځم، له يوه کال نه بل ته خدای وهي. خليلي بېګناه جونګښه وه، اوس ښامار ترې جوړ شوی. همداسې ېې نورجنګسالاران. يواځې سړی چې مخ په ځوړ روان دی زموږ ژړندوکی کرزی ماما دی.
په درناوي