نــــــــــــصـــــــــرالـــلـــه احـــــمـــدزی
د ازره پخوانی امنیه قومندان د حاجی زرغون په منځګړتوب له سیمه ایزو طالبانو سره په یو او بل د نه یرغل موافقه وکړه دوي دواړه د ببرزیو له قوم څخه دی ، د تل په څیر د هوا له ګرمیدو سره ازره ته د حزب اسلامی پلویان ورغلل نو دلته طالبانو هاند وکړ چې حکومت سره
نور هم روابط دوستانه کړی او دۍ هڅې يې ښه نتیجه هم ورکړه ، طالب مشرانو له خلکو وغوښتل چې که غواړی د جنګ مخه ونیسی حزب اسلامی له سیمی رخصت کړی په دغه وخت کې د حزب اسلامی څو تنه خالی سلاح چې غوښتل یې د حصارک له لاری ازره ته لاړ شی د سپاندوکڅ نومی سیمه کې د ملا لعل محمد په نوم د طالبانو یو سیمه ایز قومندان له موټره ښکته کړل او د تنګ په نوم سیمه کې یې خپل مرکز ته ورسول د بندیانو د آزادولو په خاطر طالبانو شرط کیښود چې د حزب اسلامی قومندانان دی سیمه پریږدی موږ یې کسان ورخوشی کوو خو مقابل کې د حزب اسلامی مشرانو ویل موږ خپل بندیان په شرطونو نه آزادؤ خو له یوی هفتی کشمکش وروسته طالبانو د حزب کسان ازاد کړل او د بندیانو مسله یې سره حل کړه .
ځینی سیمه ایز خلک د دواړو ترمنځ وګرځیدل چې ستونزه سره حل کړی آخر کې د حزب کسانو له ولس سره ومنله چې موږ سیمه پریږدو خو طالبان به هم ژمنه کوئ چې لاری به نه تړی ،خلک به نه زوروئ او برمته به نکوئ حقیقت دادی چې هغه و خت طالبانو دا شرایط قبول کړل او د حزب مشران له سیمی ووتل له دی وروسته طالبانو همغه کار پیل کړ چې یو کال دمخه حزبیانو پیل کړی و په مساجدو کې ویناوي او خطاب کول او ولس ته يې ډاډ ورکړ خو فرق یې له حزبیانو سره دا ؤ چې هغوي د عشر ټولولو وینا نکوله او خپل معلیمان يې هم ددرس ورکولو لپاره مکتبونو ته کله کله ورتلل او همغه کتابونه به یې شاګردانو ته تدریس کول کوم چې د افغانستان ددولت د پوهنی وزارت ورکړی وول ، خو طالبانو د عشر اندازه په منبر کې اعلانوله او معلیمان ورسره نه ؤ .
طالبانو هم خپل منځ کې ستونزه د رلوده د ازره ولسوالی طالبانو له هغو طالبانو سره په ستونزه کې پریوتل چې له ازره د باندی د نورو سیمو ؤ څنګه چې یو ولس د بهرنیو قواؤ په هکله جدی عکس العمل څرګندوئ همدا مثال د کور دننه مسایلو ته هم شه بیلګه ده او حتی د کشمکش قضیه یې له ولس پرته تر مطبوعاتو هم ورسیده ، د سیمه ایزو طالبانو د وینا له مخې د طالبانو د تحریک د مشرانو لخوا د یو هیت په واسطه دا جنجال حل شولو خو حاجی زرغون د تل په څیر د ازره له آمنیه قومندان سره تګ راتګ کولو او طالبان به له وسلو سره د ولسوالی ترمخ تیریدل دوي او عسکرو به یو او بل ته لاسونه ورکول ،توکئ به یې کولې ځکه ټول د همدی کلیو وول او یو بل سره يې د نیکونو له وخته ګډ کلیوال زوند تیر کړی ؤ په یوه مسجد کې به یې لمونځ کولو ، د آخترونو خواږه یې سره خوړل ، هغه نظامی او لوژستیکئ وسایل چې دولتئ آړخ ته راتلل هغه د سیمه له طالبانو ته هم رسیدل پدی هکله دولت ادعا لری چې یوه داسی دسیسه یې شنډه کړه چې د هغي له مخې طالبانو کولی شول چې ازره د یو قوې سنګر په حیث د تل لپاره وکاروئ شاید همدی قضي ته یې اشاره وی که داسی وی نو دولت ولی خپل د امنیه قومندان ونه نیولو؟، ګرانه به وي چې سړی ادعا وکړی د طالبانو د مشرانو په سطحه څومره دا د جوړ جاړی نا اعلان شوی هو کړه منل شوی وه خو په عمومی سطحه دی کار سیمه کې طالبان غښتلی کړل .
زه د دولت له دۍ ادعا سره ډیر توفق هم نه لرم او غالب ګمان مي دا دی چې دواړو طرفونو د قومي پیوند له مخې پریکړه کړی وه چې د ازره طالبان او دولتی آړخ به د یو او بل ګټي ساتی خو باوری یم چې د طالبانو لوړ کسان پری خبر ول یا پری خوښ ؤ او یا قصدآ چپ پاتی شوی ؤ ، یو طرف به د بهرنیو طالبانو مخه نیسی او بل طرف به دولت ته د خیر او خیریت خبر ورکوئ نو دواړه به ګټه وکړو، له هیچا پټه نده چې د پولیسو موټر به د شپی له مخې د سیمه ایزو طالبانو په خدمت کې هم ؤ او حتی خپل مریضانو د انتقال او د ضرورت نورو کارونو لپاره به یې هم کارول .
حاجی زرغون لنډه سوانح
حاجی زرغون د لوګر ولایت د ازره ولسوالی د سپین جمات د سیمی اوسیدونکئ او په خپله سیمه کې د ببرزیو د قوم دننه د خپل کلی مشر هم ده د روسی فوځونو خلاف سپیڅلی جګړه کې د مرحوم مولوی صیب خالص په تنظیم کې د حاجی دین محمد او د هغه د ورور حاجی عبدالحق تر قومندی لاندی کار کا ؤ تر خپله وسه يې فعاله او صادقانه ونډه درلوده د نجیب رژیم تر سقوط وروسته کابل او جلال اباد ته ډیر تګ راتګ ګاؤ خو ددی وړ نه ؤ چې کومه دولتی وظیفه دی پرمخ یوسی نو بیرته ازره ته راغې ، دغه وخت ازره کې د استاد ربانی حکومت هیڅ واک نه درلود خو تنظیمی کشمکش هم نه ؤ د ازره قومي مشرانو او د مختلفو تنظیمونو قومندانانو وپتیله چې د خلکو د ستونزو لپاره یوه پراخه قومي شورای تشکیل کړی دا چې د حکمتیار په مشری اسلامی حزب تر نورو ګوندونو آکثریت ؤ نو د سیمه ایزو مشرانو لغمان ولایت ته سفر وکړ تر څو د حزب اسلامی دریځ معلوم کړی
. ښاغلی حکمتیار د ازره له قومندانانو سره د جهاد له وخته هم شنا خت درلود نو بې له کومې ملاحظه يې ژمنه وکړه هغه څه چې له حزب پوری مربوط وی په هغه ارتباط درته د همکاری ډاډ درکوم او د حزب قومندانان به د قومی شورای په کارونو کې هیڅ راز مداخیله نکوئ ، د شورای له تشکیل وروسته دغي شورای کې تر ټولو کمه ونډه د حزبیانو وه پداسی حال کې چې په جوړیدو کې ونډه تر نورو ګوندونو زیاته وه جنرال علی شاه احمدزی چې اوس د سیمه ایزو پولیسو د پروسی عمومی مسؤل دی په همدې شورای کې د آزره ولسوالی د یو قومی مخور او د حرکت انقلاب اسلامی (مولوی محمدنبی) د ګوند قومندان وکیل شاتو خان لخوا په شورای کې په وظیفه وګمارل شو ، هغه وخت یې د جنرالی ترفیع نه درلوده خو کمونستی حکومت يې کې کار کړی ؤ او د نجیب حکومت له سقوط وروسته چې مجاهدینو عمومی عفوه اعلان کړه نوموړی له خپلی کورنی سره په داسی حالت کې راغې چې نور نو اقتصادی ستونزو له پښو غورزولی و .
حاجی زرغون په ازره د ځنګلونو د قبضه کولو په سره هم د عربخیلو او د ازره او حصارک ترمنځ د سپاندوکڅ سیمه کې چې د علیشیرو په کوتل هم شهرت لری د ناصرو له قوم سره ډیری وسلولی نښتي وکړې چې مرګ او ژوبله یې هم له ځان سره درلوده ، د طالبانو په راتګ سره حاجی زرغون له طالبانو سره ملګری شو او کله چې ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشری نړیوال یرغل په افغانستان وشو او قومندان عبدالحق د پاړاچنار له لاری ځاځیو او بیا په پټه ازره ته ننوت د حاجی زرغون ورسره په راز کې و او عبدالحق څلور شپي سپین جمات کې د حاجی زرغون په کور کې دیره وه او بیا وروسته د حاجی زرغون په مشوره په داسی حالت کې چې زرغون هم ورسره و په منګل دره کې د یو قومی مخور وکیل بسم الله کور ته ور وستل شو خو دغه وخت کې دغه مشر کور کې نه و چې کله کور ته راځئ ګوری چې د پټیو په پوله عبدالحق ولاړ دی او سټلایټ تلیفون یې غوږ ته نیولی چا سره خبري کوې . پاتی برخه بیا....
نــــــــور بـــــــــیــــــــــا
نــــــــــــصـــــــــرالـــلـــه احـــــمـــدزی