سوریه:په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال له امله ۲۵۰ شهیدان او ۶۰۰ زخمیان

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د سوريي د الغوطه ښار په ختیځ کې، بیګاه د چهار شنبې شپه ډیره دردوونکي وه.
د بشار الاسد ځواکونو د شپې په نیمایی کې نزدې دوه بجې، د الغوطه ښار ختیځ، او د جوبر کلي شاوخوا تر برید لاندې ونیول، چې پکې کیمیاوي مواد لرونکي مزایل او بمونه کارول شوي دي، چې زیاته مرګ ژوبله یې رامنځته کړې.



عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، د نیمایی شپې په 2:12 بجو، لومړی ځل څلور توغندي، دوه دوه وتوغول شول، او بیا نور  چې شل دقیقې وروسته یې شمېره ۱۵ ته ورسېدله.
دغه د کیماوی موادو لرونکي توغندي په «عین ترما، زملکا، جوبر، وحزة، عربین حموریة» سیمو کې د خلکو په استوګنځایونو باندې پرېوتل، چې پایله یې د سلهاؤ ولسي خلکو په وژلو او ټپي کولو پای ته ورسېده.

د عريين ښار یوه روغتون تراوسه تقریبا ۵۰ شهیدان، او ۲۰۰ ټپیان اعلان کړي، چې ۲۲ پکې ماشومان، ۱۱ ښځي او ۸ سړي دي. دا په داسې حال کې یوې طبي سرچينې په کفر طنا کې د ۲۰ شهیدانو او سلهاؤ ټپیانو خبر ورکړی دی.

همدارنګه د دوما ښارګوټي څخه هم، یوې طبې سرچینې د ۳۰ شهیدانو او لسو ټپیانو خبر ورکړی، چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي.
د غوطي په روغتونو کې د ټپیانو لپاره تیاری نیول شوی، خو تراوسه د شهیدانو او زخمیانو دقیق شمېر نه دی معلوم. ځکه شمېر یې ډیر زیات دی.
د یوې احصاصې له مخې ویل شوې دي، چې د ډاکټرانو، طبی کارکوونکود کمبود په حال کې، ۲۵۰ کسان شهیدان او تر ۶۰۰ کسان ټپیان اټکل شوي دي. چې زیاتره يې له کیمیاوي موادو څخه د ژغورنې وسایلو د نه شتون له امله په شهادت رسیدلی دی.
د سیمې یو فعال، د طبی او ژغورنې وسایلو ته سخته اړتیا ښودلې ده، په ځانګړي ډول يې د اکسسجن د سامان یادونه کړې، ترڅو خلک د بې هوشۍ، ساه بندۍ، لاړې بهیدلو، تشويشي امراضو او نورو څخه وژغورل شي.
د الغوطه روغتون ډاکټرانو له پلټنو څخه وروسته څرګنده کړې،  چې په دغو خلکو د  السارین کیمیاوي ګاز استعمال شوی دی.
د زياتې مرګ ژوبلې له امله خیریه کارکوونکو، سیمې ته د زیاتو طبی موادو د رسولو غوښتنه کړې،

د یادونې وړ ده، چې په سوریه کې د دا ډول کیماوي وسلې استعمال لومړی ځل نه دی، په ځانګړي ډول د «زملکا او دوما» ښارګوټو کې د څو میاشتو راهیسې کییماوي مواد کارول شوی. خو تر اوسه د بشري حقوقو مدعیانو پرې غوږونه کاڼه کړې او هیچا د سوریه مظلوم ولس غږ نه دی اورېدلی.

لاندې مستندې وډیو ګانې د بشار الاسد ځواکونو لخوا د کیمیاوي موادو استعمال، تائدوي:

د زملکا په ښارګوټي کې، د زهرجن ګاز له امله وژل شوې ټوله کورنۍ:
http://www.youtube.com/watch?v=cO8_eZcZkNE

د زملکا ښارګوټي لسګونه ټپيان:
http://www.youtube.com/watch?v=Qa0fWpKmFuY&feature=youtu.be

په عریین روغتون کې لس ګونه شهیدان او ټپيان:
http://www.youtube.com/watch?v=0fRTMheTT8A&feature=youtu.be

د دوما په روغتون کې شهیدان او ټپيان:
http://www.youtube.com/watch?v=GJmz9wP3HWk&feature=youtu.be


په کیمیاوي وسلو، ټپيان ماشومان:
http://www.youtube.com/watch?v=CBDb0fI_pwE&feature=youtu.be

د زملکا په ښارګوټي کې د کیماوي وسلو څخه د يوه ژرغورل شوي ګواهي:
http://www.youtube.com/watch?v=GJmz9wP3HWk&feature=youtu.be

په ماشومانو کې د نفس بندۍ حالات:
http://www.youtube.com/watch?v=JqVeCVovF58&feature=youtu.be

د عریين په روغتون کې ماشومان شهیدان:
http://www.youtube.com/watch?v=Ddpt3l_5TKU&feature=youtu.be

په یوه ماشوم باندې د کیمیاوي موادو نخښي:
http://www.youtube.com/watch?v=YVTZSLUtLOQ&feature=youtu.be

یو ماشومون په وروستیو سلګيو کې:
http://www.youtube.com/watch?v=nRDkuRGNFiE&feature=youtu.be

په کیمیاوي وسلو شهیدان او ټپيان شوی شامیان:
http://www.youtube.com/watch?v=a4H0Hbw2S8M&feature=youtu.be
معراج الدین