ــــــــــــصـــــــــرالـــــــــــلـــــــــــه آحـــــــــــمـــــــــدزی
بالاخره ازره ته دولتی مرستي ورسیدی بیا هم د تل په څیر د لوګر د وکیلانو ترمنځ جنجال او کشمکش وشو او د کبر خیلو او ببرزیو د قوم مشرانو شوی مرسته د ځان ګڼله او نورو کلیو هم پکې برخه غوښتله خو اخر د مشکل د حل په خاطر دغه مرسته په څلورو برخو وویشل شوه کوم چې له تاریخه په
ازره کې مروج ویش او تاوان ګاللو طریقه ده ، ځینی وکیلان هم د هلیکوپتر په ذریعه لاړ ورسره لاړ ؤ او بیرته هم د هلیکوپتر به واسطحه ولایت ته ستانه شول .
د ازره ولسونو ته ستونزه ورپیښیدل یوازی پدی کې نده چې موږ په پټو سترګو د حزب اسلامی او طالبانو په هکله هغه څه ومنو چې دولتی آړخ یې ادعا کوئ بلکه خپله د ستونزی یو قوئ طرف همغه ډلبازی او ګروپونه دی چې د لوګر او ازره په نوم یې سیاست ( تجارت )کړی او یا یې کوئ چا پکې ځمکي واخیستیي ، چا پکې بنګلی او مارکیټونه جوړ کړل ، چا سرمایه امریکا او نورو هیوادونو ته وتښتوله او خپلوانو او د راز ملګرو ته یې همدغه سرمایه چې د مالی فساد او د تورو معمیلو له لاری یې ترلاسه کړی تجارتي شرکتونه ساز کړل او ګټه یې ددوی جیبو نو ته د دریم له لاسه ورځئ همدا احمقان دی چې نن لوګر ولایت ددوی د ځان غوښتنی له امله د لوګر ددی ولایت د شریفو خلکو لپاره تنور ده که ۵۰٪ بی امنیتی طالبانو او حزب اسلامی په غاړه آچوو نو دا پاتی ۵۰٪ خپله د لوګر ولایت له والیانو رانیولی تر وکیلانو او قراردادیانو او ټیکدارانو پرغاړه وه او دی ، څنګه چې کورنی مشر لری همداسی والی هم د ولایت د مشر حیثت لری خو کچیر د کورنی مشر په خپل اولاد کې هم فرق وکړی او ګران او ناګران وټاکئ نو دا کورني ویجاړه ، بي اتفاقه او د پرمختګ او ښیرازئ مخ به هم ونګورئ .
متاسفانه لوګر کې دا دیارلس کاله کیږی چې هر یو والی همدا ډول کرغیړنه پالیسی اخیتار کړی ده او وکیلان او نورو چارواکو کې يي هم ډلي جوړی کړی یوی ته یې په بلی ترجیح ورکړی او همدا ډول د قومونو ترمنځ یې هم یو څو کسان انتخاب کړی او د ټول لوګر په سطحه له همغو سره شریکه مو ضعګیری اختیاروئ او مرکزی دولت سوږمو او سترګو ته هم همغه خپل شریک او معمیلګر ټیم ښکته پورته کوئ ، د ازره ولسوالی وکیلان او هغه ګروپونه چې مخکني لیکنه کې يې نومونه ذکر شول دا څو کاله کیږی چې د ازره ولسوالی د امنیه په قومندان ټاکنه په سر یې سره سیالی او کشمکش دې او هریو هڅه کوئ چې قومندان د دوي د خوښیی سړی وئ او ولسوال ددوی د خوښیی وی او................ ایا د ولسوال او قومندان ټاکنه د وکیلانو کار وئ او که د وزارت داخیله او یا د اداره محلی او یا کوم بل ارګان ؟ ښه او غوره وکیلان هغه وی چې دوی د هری ولسوالی د مسؤلینو له کړنو خبر وی او له هغه وروسته د ولایت په سطحه ټول ګډ دریځ ولری او بیا خبره مرکزی حکومت سره شریکه کړی او پدی ترتیب سره مسؤل کس بدل کړی خو دلته هر څه برعکس دی قومندان هم هڅه کوی چې یوې ډلی پوری ځان مربوط کړی او د بلی ډلې په خلاف خصمانه پالیسی ولری نو نتیجه داشی چې له ولسوالی یو کیلو متر هم آه خوا نشی تلائ .
هغه څوک چې زما په حق وینا خفه کیږی بلکه سوزیږئ زه ورته وایم که په دی ریښتنونو خبرو زه درته بي حیاء ښکارم نو دعا کوم چې لوګر کې همدا ډول بي حیاء کسان نور هم زیات شی ترڅو د سمون په خوا حرکت وکړو او پدی هکله د زیار مدنی ټولنې منصفانه هلی ځلي د لا زیاتو ستایلو وړ دی ځینی چارواکی هم زیار مدنی ټولنه ګواښئ خو موږ ددی ټولنې تر چتر لاندی لوګر کې د ریښتونی سمون هڅه پیل کړی ده نه له چا سره شخصی ستونزه او نه رقابت او نه په شخصیتونو تیري کوو او له اخطار ورکونکئ هم غواړو چې شخصیت پیژندنه رامعرفئ کړی یعنی څه ؟ ګرانه زه په بشپړ ډول ستا او ستا کورنی ته درناوی لرم او الله ج د لا زیات درناوئ کولو توان راکړی دا چې ستا د لیکنی سرلیک پیغام و خو له لوستلو وروسته پوه شوم چې اخطار، تهدید، له آخلاقو له حدودو وتلی الفاظ او که په بله مروجه لهجه درته ووایم چې هر ظالم یې د مظلوم خلاف کاروئ سم دم ترهګریز ګواښ او برید ؤ. زه پوهیږم ته آمریکا ته لاړ یې زما مخکنی لیکنه بیا ولوله له هغه ډول کړنو وروسته د ټولو د تلو مسیر همدا ده کوم چې تاسو انتخاب کړی ، په دوبی کې د افغانانو سرمایه ګذاری ملیاردونو ته رسیدلی دا له کومه ؟ .
خو زه یې کوم باک او پروا نلرم اوس خو ۲۰۰۱ او بلاخره ۲۰۱۱ کال هم نده څوک چې د لوګر او ازره په نوم سیاست کوئ ،قرادادونه کوئ ، ګټي کوی او بیا خیانت ،جفا او دوهوکئ لار غوره کوئ موږ ورسره حساب کول غواړو دا د ټولو لوګریانو هیله او غوښتنه دی زه د ستاسو په څیر کسانو په کونو آفسوس کوم چې جیب دی ډک کړ ،شرکتونه دی جوړ کړل له میلون پورته ډالر مالی فساد دی وکړ نو دا څو میاشتی د مخه ستا هغه لوګر ، هغه ازره چې ستا جیبونه یې در وپړسول که ایا ضمیر دی دا اجازه درنکړه چې پوشتنه یط وکړی او یو لکه ډالر په بدل کې مرسته دی کړی وایې ؟. تر اوسه خو دی د ملنګ جان په مستعار نوم زما د لیکنی صفتونه او ستاینه کوله او مډالونه دی راکول اوس ولې ترهګریز ګواشونه کوئ ؟ زه په جعلی نوم لیکني نکوم نو نور به څه ځان در وپیژنم همدومره وړوکئ شخصیت یم څنګه چې تاه تعریف کړی یم
ګرانه ته چې کوم مکډونال کې د چفسو او بار ګرو خوړلو لپاره له دوستانو سره بانډار وکړی نو بیا ورته وايې تاسو داسی فکر وکړی چې نن تاسو د افغانستان له راتلونکې ولسمشر سره ناست یې او چفس او بارګر مو ورسره وخوړل باور و کړه زه دا نشم کولئ ځکه زه وړوکئ شخصیت یم او فکر نه کوم چې پدی پوزیشن سره به می څوک له مړی او ژوندی ایسار کړی
تا خپل متل کې واړه او لوی خلک معرفی کړی خو منځني دی له پامه غورزولی دی دا ولی ؟ او دا متل دی خپله اختراع ده او که دبل چا ؟ زما د لیکنو په هکله زما ځواب درته دادی
هوښیاران وایې : چې پر لار سم راوان یې نو دا بیا مهمه نده ، چې خلکو ته دې سیوري کوږ ښکاري .
نــــــــــور بــــــــــــــــــیا
نــــــــــــصـــــــــرالـــــــــــلـــــــــــه آحـــــــــــمـــــــــدزی