ع. شريف زاد
يو سړى په سفر روانېده نو له يوه حکيم څخه ېې پوښتنه وکړه چې له چا سره ملګر تيا کوم او له چا نه ځان ساتم حکيم ورته ووېل: چې له اته رنګه سړو نه ډډه کوه.
لومړى هغه څوک چې احسان نه مني
دوم هغه څوک چې بې سببه قهر او غصه ورځي
دريم هغه څوک چې له اخرته بې پرواوي
ځلورم هغه څوک چې چل باز يا ټګ وي
پنځم هغه څوک چې دروغ ويونکى وي ېعني دروغ وايي
شپږم هغه څوک چې شهرت پرست وي
اووم هغه څوک چې بې حيا وي
اتم هغه څوک چې بې هېڅه په خلکو بد ګوماني کوي
او د لاندې اته کسانو دوستي پسې لکړه ګرځوه:
لومړى هغه څوک چې په نيکي قايل وي
دوم هغه څوک چې له خپل دوست څخه په سختي کې لاس نه اخلي
دريم هغه څوک چې ويل او عمل ېې دواړه ښه وي
څلورم هغه څوک چې له کبره ځان ساتي
پنځم هغه څوک چې عقل ېې په قهر غالب وي
شپږم هغه څوک چې بې طمعې سخاوت کوي
اووم هغه څوک چې ادبناک وي
اتم هغه څوک چې د صالحو خلکو ملګرى وي
کله چې دغه سړي لاړ او په پورتنيو خبرو ېې عمل وکړ په ډير ه خوشحالي له سفره بيرته راستون شو او له ناکاره خوى بالکل خلاص شو.
شراب خور که دې يار شه مه ېې وينه
که دې ورور شه که د پلار مه ېې وينه
تل ور ځينې ليرې ګرځه په هر ځاىکې
شفقت که درته بسيار شه مه ېې وينه
دا خبره تاسې اوس واوري په غوږو نو
شراب خورچې وفادار شي مه ېې وينه
په درناوي