نــــــــــصـــر الـــــــلـــــــــه احـــــــــمــــــــدزی
درنو لوستونکو اړ شوم چې تاسو سره د کړی وعدی برخلاف اتمه برخه یوی بلی لیکنی ته ورکړم ،څنګه چې خبر یاست د لوګر شهزاد ګان (دولت ،طالب ،حزبیان ،وکیلان ،والی ،پولیس ،فوځ او سیمه ایز پولیس) او یرغلګر امریکایان او ددوی قرادادی ملګری(ناټو) هیوادونه یو بل باندی د بری او ماتی خبرونه نشروی او دولت او طالبان په ډیر ویاړ سره د قتلونو
مسؤلیت اخلی او دی ته غټه لاس ته راوړنه وايې
د مینی لمونځ به اوس د چا په اذانونو کوو
خدایه کافری زمانی رانه بلال وړی ده
ددفاع وزارت ددرواغو د تولد اداری مشر جنرال عظیمی په سپین سترګئ سره اعلان وکړ چې ۲۰۰ دوه سوه طالب جنګیالی مو ازره کی وژلی دی او ۲۰ مو زوندی نیولی دی او دا عملیات د ملی اردو لخوا په ځانګړی او خپلواک ډول پیل شوی چې ملی پولیس ورسره ملګری دی، او ددی ترڅنګ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوئ چې دولت درواغ وایې او د ازره ولسوالی اکثره سیمه زموږ تر واک لاندی ده او موږ حاضر یو چې خبریالانو سیمی ته بدرګه کړو تر څو هر څه په سترګو وګورئ او بلی خوا ته یو امریکای ژورنالیست ډیوډ ایکس ویلی چې د ازره او حصارک عملیات د امریکایې عسکرو په ملتیا پیل شوی دی.
حقیقت دادی چې ملی دفاع ځواکونه د ځاځیو د روقیان څخه د تختکیو د کوتل له لاری ازره ته ننوتل هغه هم تقریبآ دری هفتی وروسته او نه په دی ډول چې دولت یې ادعا کوله ازره کې چاڼیز عملیات راوان دی دا هسی درواغ او چټیات وول کله چې دوی د ازره د سپین جومات له لاری ولسوالی ته ورغلل د طالبانو لخوا پری د ښکارئ ټوپک ډز هم نده شوی دی سیمه کې د طالبانو طرفدار حاجی زرغون هم ځان پت کړی و یاده دی وئ چې حاجی زرغون د مولی صیب خالص ګوند کې و او د ازره له مخکنی امنیه قومندان سره یې ښه صمیمانه اړیکی درلودی او دواړو بداسی حال کې سره شین چاي سړپولو چې یو طالب پلوه ؤ او بل دولت پلوه دواړه د ازره د ببرزیو د کلی او قوم څخه وو.
تر ننه بوری دولتی قواؤ نه کوم طالب ازره کې وژلی او نه یې نیولی دی ، نه والله که پلټنه او یا تالاشی پیل شوی وی د لوګر د لوا قومندان ملا عبدالرازق او جنرال عظیمی چې کومه ادعا کوی هسی تبلیغات او د مالی فساد د تر سره کولو لپاره یوه لاره جوړول دی خو سړی حیران شی چې د ازره ولسوال حمیدالله او د امنیه قومندان ولی پټه خله دی چې تر اوسه مو چیغی وهل چې خلک وړه شول لوږه ده قحطئ ده طالبانو لاری تړلی نو نن به داسی حال کې غلی یاست چې دفاع وزارت او داخیله وزارت دروغ وایې او تاسو خاموش یاست تاسو څه فکر کوی چې هره میاشت به دولتی قواوي ستاسو خدمت ته منډی راوهئ ؟
هغه خوراکئ توکئ چې دولت ازره ولسوالی سره مرسته اعلان کړی ۳۰۰ ټنه غنم او پنځوس لکه افغانی دی تر ځاځیو رارسیدلی او دغه مرسته د ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلی لخوا شوی ده او د لوګر د وکیلانو او ولایتی شورای تر منځ د ویش به سره کشمکش هم د والی ارسلا جمال لخوا حل شو او فیصله یې وکړه چې دا مرسته به په ټوله ازره کې ویشل کیږی ځکه چې په ځینو کلیو طالبانو بندیز لګولی و او له ځینی کلیو یې په زور دوډی خوړله نو ټول یې ځپلی دی .
ډیویډ ایکس هغه ادعا چې امریکایی او ناټو پیاده ځوکونه له دولت سره ملګری دی زه یې به کلکه ردوم دا دروغ دی یوه بهرنی عسکر هم ورسره نشته او نه یې تر اوسه ازره کې ورسره کوم هوایې ځواک مرسته کړی او نه بمبارد شوی ده او د ځاځیو روقیان او د لوګر دوبندی سیمه کې د بهرنیو ځوکونو یو څه همکاری ورسره موجوده وه خو د پیاده عسکرو شتون یې نشی تایدیدایئ او د ډیوید ایکس دا ادعا چې دوه سوه ۲۰۰ طالبان یې ندی وژلی زه هم ورسره موفق یم دولت درواغ وايې که د لسو جسدونه یی هم ثبوت کړل نو دا ګز او دا میدان .
د طالب ویاند داخبر نه تاییدوم چې ازره د څو هفتو به شان اوس هم ددوی تر واک لاندی ده ځکه بی له جګړی له ډیرو کلیو شا ته شول او د کلیو محاصره یې د ملی فوځ تر ورتلو د مخه ماته کړه او دا ادعا یې د منلو ده چې ازره کی دوی اوس هم حاکمیت لری او څه سیمه یې تر واک لاندی ده مثلآ منګل کلی چې د ځاځیو او پاکستان طرف لویه حیاتی لاره ده د طالبانو په واک کې ده ، د باغک کلی ،زیړی کلی ، تنګ کلی ، شیګئ کلی ،ملایانو کلی ،قاسمخیل ، پنځو کڅ ، پچه لاره عرب خیل د امروت کلی یوه برخه دا هغه ساحی دی چې ذبیح الله مجاهد یې دعوه کولی شی خو بدی کې د طالبانو لپاره حیاتی سیمه او موقعیت تنګ کلی ، باغک کلی ، شیګئ کلی او قاسمخیلو سیمه دي چې سرک هم ورته نشته او له تیرو څو کلونو دا ددوی پاخه مراکز او د طالبانو د ځان د شتون لپاره حیاتی سیمه بلل کیدای شی ، زه د طالبانو د ویاند دا خبره هم تایدوم چې ددوی د ملګرو په وژنه کې دولت درواغ وایې ، ښاغلی مجاهد صیب : د لکړی کوتل مو پر مخ خلاص دی چط تر شا یې د ځاځیو لویدار تنګئ پروت ده او کوټکئ او سپینه شګه او د ګوئ قوتل سره کې سرحدی پولیس هم شته نو بیا تاسو په کوم طرف وځئ؟
زه وایم دولت دی د پنځو کسو د وژل شو سوانح راته ولیکئ چې د چا زوی ده او د کوم کلی ده او نوم یې څه دی نو زه به هم بیا خپل معلومات در سره شریک کړم چې رښتیا دی او که درواغ ؟ افسوس د ازره او لوګر په وکیلانو ولیې غلي دی؟ ایا څه زهر زقوم یې خله کی در اچولی دی ؟ څه شو د ولایتی شورای زیړ لونګئ ریس چې غبرګې تسبیح هم اړوی ولی حقیقت نه وایاست ؟ ولی د لکړی کوتل د طالبانو پرمخ خلاص پروت ده او تالاشی هم پکې کوی .
د لوګر خلکو ، د ازره خلکو متحد شی ، قومی تړون وکړی له دی پرته بله چاره نلرئ دغه جګړی پردی دی ،هسی شعارونه دی نور هم بی پته کیږی ایا موږ او تاسو یې شاهدان نه یوو همدغه خلک څه موده د مخه سره یوه دسترخوان باندی نه و ناست؟ به داسی حال کې چې چا رنګین بیرغ ،چا سپین او چا شین بیرغ کې لښته ټومبلی وه نو نن ولی بیا ښکر په ښکر شول ؟ هغه چا سره ملګری شی چې د کتاب او قلم طرفدار وی ، ددینی او عصری علومو ملاتړ کوئ ، ابدی کوی ، امن راولی ، درناوی مو کوی ، دهویت یې معلوم او ښکاره وی ، ادرس ولرئ ، په دین او کلتور پوهیږی ، جګړه ډیر مرموزه ده او یوازی یو څه څرګند دی چې هغه د ولسی خلکو قتل ،مهاجرت ، شکنجه ، د فصلونو په جبری حق غوښتل چې څوک ورته د مالیه نوم ورکوی او څوک ورته د عشر ددی کار لپاره شرعی دلیل هم نشته او قانونی هم .
نـــــــور بــــــــیــــــــــــــــــــــا
نــــــــــصـــر الـــــــلـــــــــه احـــــــــمــــــــدزی