دلوګــــــــر شــــــهــزادګــــــان اومه (۷) بـــــــرخــــه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نـــــصـــر الــــلــه   احــــمــدزی
له هر څه د مخه  په ټولیزه سطحه  ټول افغان ولس  او په خصوصې  توګه  د لوګر   او ازره ولس ته  د زړه له کومی د نیکمرغه کو چنی اختر    مبارکی وایم  الله ج  مو عبادات  ،دعاګانی  ، صدقه او خیراتونه  قبول کړه   او ددی ترڅنګ دی  رحمن رب د هغو زحمتونو  او کړاؤنو  ستر اجر درکړی  چې  د تیر اختر  نه راپه  دی خوا  د جګړی  او  وراني  د اتلانو  لخوا

ورسره مخ  شوی یاست  هیله  دی  چې  همدا  اختر  د بدمرغیو  او  جګړو  د پای  پیغام   له  ځان  سره  ولرئ   او د ظالمانو  د ظلم   کرغیړن  لاسونه  ورلنډ کړی  ولو که  تر هر غولوونکئ  شعار تر  نامه  لاندی  وی .
د دفاع  وزارت  ځواکونه  تقریبآ له دری هفتو وروسته په لومړی ځل  د ځاځیو  د روقیان  له طرف د تختکیو  د کوتل له لاری  د ازره ولسوالی  سپین جومات  سیمی ته ورغلل او له هغه ځایه  د ببرزیو  د کلی   له لاری  د ولسوالی  مرکز ته ورسیدل  او  د سیمی  خلکو د ملی اردو به ځواکونو  ګلان  هم ور وپاشل  او د ولسوالی د چارواکو   لخوا یې  په هوایې ډزو استقبال هم وشو  ددی کار دوه سببه کیدای    شی  اول      دا چې  د طالبانو  له کړنو  خلک  تر اخری حد  تنګ شوی و  چې  حتآ سر درد تابلیت هم نه پیدا کیدل  نو بی له شکه  ولس دداسی  یو نجات ورکونکئ  قوت په  طمع  و  او    حتی له  حزب اسلامی  يې هم غوښتی و چې دولت مو غم نه خوری  او طالبان   راباندی   رحم  نکوئ  که تاسو مو له دی جهنم وژغورئ ، او دوهم  دلیل  یې دا کیدای     شی   چې  بهرنی عسکر  ورسره نه  و .
 ددو بندی او  لټکوري   د کوتل  قواوی  لا تر اوسه  ندی توانیدلی چې  ولسوالی ته ځان ورسوی  او  علت یې هم  د طالبانو لخوا خښ شوی  ماینونه  دی  په دی  دری هفتی جګړه  ددفاع وزارت  دري (۳)  ټانکونه  له  لاسه  ورکړی   او تر لسو پوری  یې  عسکر   له زوند محروم  شوی  دی   او د طالبانو تلفات  تر دی ډیر خکه  ده چې  یوه پک اپ  یې  د ځاځیو  په لویدار تنګئ کی  له هوا وو یشتل شوه  چې تقریبآ دولس ۱۲ کسان  ملګری یی له لاسه پکې ورکړل  او یوه پک اپ  یې په قاسمخیلو کی  ویستل شوی  ده  ، څو کسان    یی  په   روقیانو کی  وژل  شوی  دی  او  ددی    جګړی    یو بل  مرموز راز ددی چې  د طالبانو لخوا  ټاکل  شوی مسؤلین  (ولسوال،قومندان   او داسی نور مهم کسان یی  له سیمی د مخه وتلی او مسؤلیت  یې ځای طالبانو ته سپارلی ده  او دولتی قواؤ هم  د لکړی کوتل   چې د ازره او ځاځیو تر منځ  ستره حیاتی لار ده  خلاص پریښی و  کومه  د مزاحمت  خبره پکی نه وه  نو د لوګر له      شهزادګانو  پوښتنه کوم چې   دی کی مو کوم راز نغښتی  ؤ؟  که داخره قبوله کړو چې طالبانو سره  بهرنی جنګیالی هم وول نو ایا هغوی ته د وتلو ګودر قصدآ  خلاص   نه و پریښودل شوی؟   او که طالبانو خپل مسولین  د مخه ویستلی او یا وتلی وی نو ایا طالبانو  جهاد همدا و چې  څو میاشتی  ولسی وګړی  وزوروی  او  کله چې ددوی   سر ته خطر پیښ شی نو بیا دی له سیمی پښیي  سپکوئ  ؟  نو که داسی وی خپل ملګری یې ولی  د مرګ  په پوله پریښودل ؟
دولتی قواوی ادعا کوی چې موږ  تر پنځوسو کسانو پوری   زوندی  نیولی دی  خو دا حقایق  به بیا وروسته  روښانه  شی  چې  څومره  رښتیا ده   ، د لوګر  وکیلان    هم  په  ډلو ویشل شوی دی   خو د ازره ولسوالی  وکیلان   په هغه مرسته  هم سره وران   شوی چې  ددولت لخوا عاجله مرسته اعلان شوی وه  هر یو غواړی چې  خپل  ځان ته غوښنه برخه تر لاسه کړی   خو زه وایم که عدل وی  نو باید دغه خوراکی توکئ  په هغو  کلیو وویشل شی چې  طالبانو لاری پری تړلی وی او څه  یې نه ورپریښودل  د نورو  کلیو ځکه  حق  نه کیږی  چې  سیمه  کوم   اسمانی افت نه ده ځپلی  بلکه  اسلامی امارت ځپلی ده  ، هغه وکیلان   چې دلته   په  خپل شخصی رقابت   کې سره  ښکیل دی  او ولس ددوی   د ځان غوښتنی او  قدرت   پرستی  جزا ګالی   د مثال په دول  یې  دلته نومونه   درسره شریکووم  او بیا به  په مناسب وخت    کې   ورباندی   ځنګړی لیکنه وکړه
۱:  انجنیر صاحب جان    د ولسی جرګی  وکیل   ولسوالی ازره
۲: له وخته تیر سناتور سلطان جان  خاکسار  ازره
۳: فعال سناتور  هدایت الله احمدزی ازره
۴: فعال سناتور  صفت الله حقمل ازره
۵: عبدالولی وکیل    ولایتی شورای مشر ازره
۶: حاجی دور ګل       د ولایتی  شورای  منشی  ازره
۷: عبدالخالق خیر خواه  د ولایتی شورای غړی ازره
۷: داکتر ولی خان صمیم  د ولایتی شورای غړی    ازره
۸:  خان محمد    د ملی امنیت  مدیر ازره
۹: غفار  د ملی امنیت  مستقل آستازی  چې   اوس  یې ورور  والی وحدت یار  په نوم ځای ناستی ده  او غفار  خپله د قتل  په دوسیه کې بندی ده  ازره
۱۰: جنرال علی شاه احمدزی  د داخیله وزارت  د محلی پولیسو عمومی    مسؤل  ازره
یاددونه : دغه کسان  د ازره  مربوط دی  د نور لوګر  لیست پاتی ده  هغه به هم درسره شریک کړم  او ددوی ترمنځ  د ملګرتیا او ایتلاف  راز به  هم  سره  په ګډه  ولولو  تر څو دا  بې ضمیره  څیری  وپیژنو  او په دي بوه شو چې  ستونزه  یوازی  ملاعمر  او حکمتیار  نده  .
له  افغان  ځواک  ،  روهی ، دعوت  ،سپرغئ  او له زیار مدنی ټولنې یوه    نړی مننه  چې  زما لیکنی  یې نشر کړی  الله ج دی  ټولو ته  نیکمرغه  اختر په نصیب کړی .
پـــــه  درنـــــــــښـــــت
نـــــصـــر الــــلــه   احــــمــدزی