راځئ چې د تاند ملا وتړو او انټرنیټي ترهګرو ته په خوله سوک ورکړو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سیدعبدالحنان پاچا

د ترهګرۍ یا terrorism ټکی د فرانسوي له terrorisme څخه راوتلی دی چې هغه بیا په خپل وار سره د لاتیني ژبې د terreo اصطلاح ته ورګرځي او په ځانګړې توګه هغې دولتي ترهګرۍ یا state terrorism ته چې د ترهګرۍ په دوره یا terror reign (۵/۹/۱۷۹۳ - ۲۸/۷/۱۷۹۴) کې د فرانسې د حکومت له خوا ترسره کېده د هغه وخت د شرایطو په پام کې نیولو

سره په عمومي توګه تاوتریخوالي ته ویل شوی دی په داسې حال کې چې د اوس وخت د غوښتنو له مخې ترهګري ګڼ ډولونه لري.
په دغو ډولونو کې ملکي ترهګري، سیاسي ترهګري، دولتي ترهګري، انټرنیټي یا سایبر ترهګري ډېر د یادونې وړ دي چې د ډېرو یې ریښې په یو نه یو ډول زمونږ په ګاونډي هېواد پاکستان کې راوځي. دغه هېواد له تېرو درې نیمو لسیزو راهیسې په یو نه یو ډول په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملا تړ کړی او لا یې کوي چې په نتیجه کې یې په لکونو بې ګناه افغانان وژل شوي، ګڼې عام المنفعه شتمنۍ له منځه تللي دي او افغانان یې د خیر په غونډۍ یبلې پښې او لوڅ سرونه کېنولي دي.
که څه هم چې دغه هېواد په ظاهره له افغانانو سره د خور او خوريي خبره کوي خو په پټه بیا هر هغه څه ترسره کوي چې د افغانستان د ویجاړۍ او بربادۍ سبب ګرځي. دوی نه یوازې دا چې د افغانستان د ورانولو له پاره په خپله غېږه کې ورانکارو ته د فعالیت زمینه برابره کړې بلکه پخپله هم نېغ په نېغه په دغه وراني کې لاس لري چې په افغانستان کې یې د ګڼو پوځي قطعاتو له جنګېدلو څخه نیولې بیا تر ننني انټرنیټي ترهګرۍ پورې ګڼې لاسوهنې کړي او لا یې هم کوي.  
د افغاني رسنیو په ډګر کې تاند یوه نوموتې انټرنېټي رسنۍ ده چې د چلوونکیو په وینا یې له تېرې څه مودې راهیسې د پاکستاني انټرنيټي ترهګرو له خوا د ترهګرۍ ښکار ګرځېدلې ده. د تاند د ۵/۸/۲۰۱۳ د یوې اعلامیې له مخه په دغه ورځ پاکستاني انټرنيټي ترهګرو د ترهګرۍ د ملاتړي او کوربه هېواد پاکستان د کراچۍ، اسلام اباد او پېښور له ښارونو څخه ګڼې حملې پرې کړي دي چې په لږ ځنډ په منظمه توګه شنډې شوي دي. د تاند په وینا دغه ترهګرپه هرو لسو دقیقو کې یو ځل پر تاند برید کوي.  
د تاند د یوې اعلامیې له مخې، له دې جملې څخه اکثره بریدونه، د کراچۍ له ډیفنس کالونۍ یا ډیفنس هاوسینګ اتاریټي څخه چې د پاکستاني پوځیانو او پوځي استخباراتو د چارواکو د استوګنې سیمه ده، شوي دي. اعلامیه د تاند د هوسټ په وینا لیکي چې دغه هوسټ یا د انټرنیټ سایټونو کوربه اداره لس میلیونه ویب سایټونو ته خدمت وړاندې کوي خو تر اوسه پورې یې په هېڅ وېب سایټ داسې حملې نه دي شوي او وایي چې دا د افرادو نه بلکه د شبکو یا ایجنسیو کار دی. د تاند د اعلامیې له مخې د تاند هوسټ له سلو څخه ډېر آی پي ادرسونه چې حملې ترې کېږي بلاک کړي دي خو دا چې دغه بریدونه د طالب تر چتر لاند�
 � په پاکستان کې د مېشتې استخباراتي شبکې له لوري تنظیم شوي دي له دې امله یې د هغو کمپیوټرونو شمېر ډېر زیات دی چې حملې ترې کوي.
تاند د افغاني ټولنې د مختلفو قشرونو اړوند د مختلفو لیکوالو لیکنې خپروي خو دا لا پوره معلومه نه ده چې یاد شوي ترهګر د څه له امله غواړي چې دغې وتلې افغاني رسنۍ ته زیان ور واړوي. تاند په ۵/۸/۲۰۱۳ نېټه د «د اندړو پاڅون ارزېده، که نه ارزېده؟» تر عنوان لاندې د مولوي خادم احمد اندړ یوه لیکنه خپره کړه چې په ظاهره په پاکستان کې د انټرنټي ترهګرو له پاره پلمه وګرځېده او په یوه پیغام کې یې له تاند څخه غوښتنه وکړه چې دغه لیکنه لیرې کړي. دغه لیکنه په افغانستان او په تېره بیا په غزني کې د پنجابیانو او نورو پردیو چالونه او فرېبونه رسوا کوي او تر څنګ یې د ولسي پاڅون �
 �قیقتونه وړاندې کوي.
راځئ چې د جلال اباد د ۹ معصومو ماشومانو پاکې وینې ته د درناوي په ښودلو له تاند سره خپل اواز یو کړو او دغه لیکنه تر خپله وسه د خپلو ویب سایټونو، ویب لاګونو او فیس بوکونو له لارې خپره کړو څو د افغان ولس دښمنان وشرمېږي او نور له دغو بې شرمیو څخه لاس واخلي.
وما ذالک علی الله بعزیز
سیدعبدالحنان پاچا
.................................................................
د اندړو پاڅون ارزېده، که نه ارزېده؟
Monday, 5 August 2013 14:02
لیکنه: خپروونکی: تاند د خپرېدو ځای: کابل
یو کال پوره شو. د اندړو د څوارلسو شاځلمیو پاڅون په یوه تاریخي حماسه واوښت. د ظالم ګرېوان ته لاس ور ولوېد. ملائیت او ولس په جګړه شول. ملا د اعتراض قابل شو. پاڅون لاهم خپل خیر او برکت ته دوام ورکوي.
د څوارلسو کسانو د یوه کلي د پاڅون سیمه تر دوه سوه غټو کلیو پراخېږي، او زرګونه ځلمیان او وګړي د طالب وحشت ته سینه سپر کوي.
نیم شلګر ازادېږي. خلک له امریکایي چاپو، طالبي اختطافونو، وژنو، د موټر سایکل پر شا له سپرو محکمو او قاضیانو، او بالآخره، د ملایانو له ناروا غوښتنو، شیطانتونو، عشرونو، او زکاتونو ټولولو د آرام سا اخلي.
په دوولس کاله کې لومړی ځل د اخترونو مېلې، اتڼونه را ژوندي کېږي.
په زرګونو ماشومان ښوونځیو ته ځي. د ولسوالۍ یو نیم زر دوکانونه، چې طالبانو تړلي و، پرانیستل کېږي. د اندړو ولسوالۍ بازار د غزني له بازار سره سیالۍ ته چمتو کېږي.
په سیمه کې د لوبو او سپورټ شاوخوا څلوېښت ټیمونه فعالېږي.
تر دری سوه پورې سیمه ییز وګړي په محلي پولیسو، او همدومره نور په پراختیایي پروژو کې بوختېږي.
په هغې سیمه کې، چې په رڼا ورځ څوک نه ګرځېدل، په نیمه شپه، یو یو کس، په یوه یوه موټرسایکل، او سایکل چکر وهي.
سیمه د راتلونکیو ټاکنو لپاره چمتو کېږي. د سیمې د خلکو رأیه ارزښت پیدا کوي. د سیمې د خلکو پر څېره د آزادۍ او غرور وقار را څرګندېږي، او ورو ورو، له سیمې څخه د پنجاب د ظلم، وحشت، تمې او امید څادر ټولېږي.
پاڅون د افغانستان د ټولو ولسونو لپاره د آزادۍ او غرور درس جوړيږي.
خو،
دا چې د پاڅون سیمې ته په دومره خوښیو راوړلو سربېره هم د پاڅون غړي هماغسې فقیران، ملنګان، او سپېڅلي سرښندونکي پاتې کېږي، د پاڅون ریښتینی حقیقت سر ته را وباسي، او د دروغجنو کابلي، اروپایي، او پاکستاني ملایانو پر خوله خاورې ور منډي.
طالبان نرمېږي. خلک زړورېږي. په ټول جنوب کې ښوونځي رونق پیدا کوي. د طالب سیاست ماتېږي. مقر تصفیه کېږي. قرباغ آرامېږي.
خو د ظلم، بې غورۍ، او ناځوانۍ په دې هېواد کې،
ولس، او هېواد ته په دې ټولو لاسته راوړنو سربېره هم، پاڅون د ټولو د سترګو اغزی پاتې کېږي.
د معارف چارواکي یې ځکه نه غواړي چې د دوی د شخصي ګټو لنګې غواوې وچېږي، د ښوونکیو معاشونه نه نیمېږي، او د معارف پروژې هوایي نه پلې کېږي.
امنیتي چارواکي یې ځکه نه غواړي چې د دوی د لارې اخاذۍ، او غدۍ، د پولیسو په معاشونو کې د چارواکو استحقاق، او اوپراتیفي وهنې له ګواښ سره مخامخېږي.
د ولایت مقامات یې ځکه نه غواړي، چې دغه مقامات بیا نور مقامات لری، او نور مقامات له پاڅون سره په جګړه دي.
د ځمکو مافیا یې ځکه نه غواړي، چې د ولسوالۍ دفترونه او راجسترونه فعالېږي، او د دوی جعلکارۍ له ګواښ سره مخامخېږي.
امریکایی یې ځکه نه غواړي چې د ولسونو له بیدارۍ سره د دوی سترې پروژې برخلیک ګواښل کېږي.
د دوی او طالب ډرامه رسوا کېږي، او خلکو ته ثابتېږي چې طالب څومره ډارن، او څومره پر امریکایي ترحم او شفقت پایېدونکی کائن دی.
د سیمې حاکم لږکي یې ځکه نه غواړي چې د پښتون مېشته ولسوالیو امکانات نور پر دوی نه وېشل کېږي، او د وکالتونو څوکۍ تر دې وروسته پر دوی انحصاري نه پاتې کېږي.
طالب ته باج ورکوونکي تاجر، سوداګر، طبي مافیا، او دولتي او مؤسسوي کارمندان یې ځکه نه غواړي چې نور دوی له طالب سره پټې معاملې نشي کولای، په عام محضر کې طالب ته چندې نشي ټولولای، او د طالب پر مټ پر خلکو ملکۍ نشي کولای. نور دوی د رخصتۍ وخت له طالبانو سره په تملقانه بانډارونو نشي تېرولای.
د امنیتي کمپنیو مسؤولین یې ځکه نه غواړي چې نور دوی د پاڅون په سیمه کې بیمه شوي موټر نشي سوځولای، او نور لږ تر لږه، په دې کمه سیمه کې د خپل وجود ضرورت نشي ثابتولای.
هاخوا، طالب هم خپل پنجابیتوب ته دوام ورکوي، تر دې چې، د پاڅون د وسلوالو ځلمیو پر ځای د پاڅون د سیمې عام وګړي ګواښي، وژني، کړوي، او د لارې له موټرو ښکته کوي.
د تېز مازدیګر کیسه ده. د دری زره مدرسو په فتوا جنګېدونکي خوارج د اندړو د پاڅون سیمي ته روان د بې وسلې او بې وزله سوارلۍ یو ټونس موټر تر بېدرېغه ډزو لاندې نیسي، یو تن سپین ږیری جمعه ګل کاکا شهیدوي، او اووه تنه نور ټپیانوي.
ګناه فقط همدا ده چې، د دې سیمې خلکو تېر کال طالب ته نه وویل. دا یې ورته وویل چې نور دې نه غواړو. له هغې را وروسته، طالب نه د دې سیمې پر کورونو، نه پر قرآنونو، نه پر سپین ږیرو، نه پر مزدورکارو، او نه حتی پر تورسرو صرفه وکړه. تېر کال یې د پاڅون د سیمې یوه مېرمن، چې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې واده وه، دومره حد ته ووهله چې وینې پرې را ماتې شوې.
د پاڅون سیمه له یوې خوا د طالبانو د خوارجي فتنې په مقابل کې لکه غر محکمه ولاړه ده، له بل اړخه، پر دې سیمه پر درځنونو وزیر او محسود ووژل شول، نو قبایل د امارتي دلالانو په دلالۍ، د قبیلوي بدۍ په انګېزه د دې سیمې ازار ته راځي، چې د خوارجو په جامه کې وحشتونه کوي.
له بل اړخه، دغه سیمه، د حکومت دننه مافیایي کړیو او پورته یادو شویو ټولو اړخونو د حسد او کینې ننګونې ته مخامخېږي.
دا ځکه چې د پاڅون سیمه اوس حق غواړي، او له حکومت څخه په غزني کې تر دې ورځې چا حق نه دی غوښتی.
د دې سیمې د معارف پیسې تر ننه پورې لوټل کېدلې، د پولیسو اعاشه یې لوټ کېدله، او د ځمکې مافیا د ولسوالۍ له نه فعالیته فعاله ګټه اخیستی.
د پاڅون د مسؤولینو لپاره د دولتي کړیو لخوا توطیې جوړېږي، او وخت ناوخته د پاڅون مجاهدین د دولت او امریکایانو پر کمینونو اوړي.
همدا پرون پرون، د پاڅون دوه شازلمیان امریکایانو او طالبانو په ګډ حشر کې شهیدان کړي. دا دوهم ځل دی چې د پاڅون ملګري د امریکایانو لخوا شهیدانېږي.
په سیاسي لحاظ، د غزني ټوله ولایتي اداره له پاڅون سره کینه کوي.
د پاڅون یو ځلمی سرلاری د ولسمشر په حکم د ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه تعینېږي، خو دا چې د ولایت د امنیه قوماندان زړور زاهد او د غزني والي د لویې لارې په اخاذیو او غدیو کې ښکېل دی، د ولسمشر د حکم اهانت کوي، د پاڅون د پنځه سوه تنه لاریون کوونکیو سپکاوی کوي، او د پاڅون د ملګري پر دنده له ګومارل کېدلو سره مخالفت کوي.
د ولایت مقام د پاڅون پر خلاف په توطیو کې منظمه برخه اخلي. د ولایت مقام رسنیو ته بیا بیا د پاڅون له جنګي لاسته راوړنو انکار کوي، د والي ویاند پر پاڅون د فتنې نوم ږدي، او والي د ولایت په مقام کې پر پاڅون د راپورونو جوړولو لپاره د رحیم الله یوسفزي په څېر د آی ایس آی د لویو لویو څېړونکیو جاسوسانو کوربه توب کوي.
د معارف وزارت کارمندان، چې له یوې خوا، له د سر له وېښتو، د پوندو تر چاودو پورې، په غلا او غدۍ شریک دي، او له بلې خوا، ۸۰٪ د طالبانو په فرمایش مقرر شوي وګړي دي، پاڅونیانو ته د خپل حق غوښتلو پر سر په غوسه کېږي، او په هر دفتر، او هره پروژه کې د پاڅونوالو سپکاوی کېږي.
د دولت مقامات رسنیو ته د پاڅون د خبرونو د نه خپرولو لپاره زنګونه وهي، غله او داړه مار وکیلان پر پاڅون د اربکیزم او امریکایيتوب، او امریکایان پرې د جهادیتوب، او حزبیتوب ټاپې وهي.
بي بي سي او نور، په سخته آګانه بڼه، د پاڅون د زیان خبرونه په سرخیو کې راولي، او د پاڅون د بریاوو خبرنه په حاشیه کې هم نه ذکر کوي. د پژواک اژانس، او آزادي د اویا پنجابیانو او پنجابي اجیرانو د مرګ د بې سابقه خبر له خپرولو څخه انکار کوي.
په دې سربېره، چې په غزني کې د اربکي په نامه ځواک نشته، بي بي سي په نامسلکي بڼه، تکراراً د اربکي اصطلاح کاروي، او یو ځل لا د ټولو غزنیچیانو، ښځو نرو په استاځۍ لیکي چې “غزنیچیان له اربکیانو په تنګ دي (!)”.
وخت تېرېږي. د وخت ګړدونه کښېني. هر څه روښانه کېږي.
ټول پوهېږي، چې پاڅون نه امریکایی و. نه حزبي و. نه اربکي و. نه د فیضان و. نه د اسدالله خالد و.
 د اندړو پاڅون د فقیرانو، بې وزلو، ملنګانو پاڅون و. که پاڅون امریکایی وای، نن به یې مشران د خپلو اولادونو په نفقه پورې حیران نه وای.
که پاڅون دولتي وای، نن به لکه د ټول افغانستان، د پاڅون پر سیمه هم پنجابۍ لمنه خپره وای. نن به زرګونه ماشومان ښوونځیو ته نه وای روان. نن به پنځوس ښوونځي د زده کوونکیو په ملکوتي نعرو ډک نه وای.
ریښتیا خبره خو دا ده چې که پاڅون نه وای، د اندړو پر خاوره به لس کاله وروسته هم محلي، یا ملي پولیس پښه نه وای اېښې.
ریښتیا خبره خو دا ده چې پنجابي ښامار په هیڅ ځای کې خپل دومره مخلص اکوڼي له لاسه نه دي ورکړي، لکه په اندړو کې.
په هیڅ ځای کې یې دومره پرتوګ نه دی ویستل شوی، لکه دلته، او په هیڅ ځای کې ورڅخه دومره کرکه نه کېږي، لکه په دې سیمه کې.
نن هماغه خیال محمد حسیني، چې پاڅون ته یې د فتنې او ورووژنې خطاب کاوو، په خړو سترګو، او شرمنده څېره، د پاڅون سیمې ته د رأیې اخیستلو او کمپاین لپاره ځي.
که څوک وایي چې شهیدان وشول، هغه دې دا ووایي چې شهیدان په کومه سیمه کې ونشول؟ آیا د غزني هغه برخې چې پاڅون پکې نه و شوی، آرامې وې؟ آیا هلته مړي نه کېدل؟
آیا تر پاڅون مخکې پر همدې سیمه مړي نه کېدل؟ آیا یوولس تنه متعلمین د اور په وسیله تعذیب او بیا ونه وژل شول؟ آیا په سلګونو ځوانان او مشران ترور نشول؟
هو، شهیدان بل ځای هم کېږي، دلته هم وشول، خو دلته د شهیدانو وینې تعليم او ژوندانه ته لاره هواره کړه. په نورو ځایونو کې یې غلامي، او ذلت راووست.
دلته یو څو ځلمي په سنګر کې وجنګېدل، شهیدان شول، یو څو نورو آرام ژوند وکړ.
په نورو ځایونو کې خلک له کورونو څه را وایستل شول، او د تور سرو په مخ کې د وربوزوهلیو لخوا غلبیل کړای شول.
دلته د شهید وینې جذبه او احساس را ژوندی کړی، په نورو ځایونو کې یې وېره او ترهه خپره کړه.
په ننګرهار کې پاڅون نه دی شوی، شهیدان کېږي. په ارزه کې پاڅون نه دی شوی، خلک له لوږي مري. په پکتیا کې پاڅون نه دی شوی، متعلمین شهیدانېږي. تفاوت دا دی چې د دې ځای شهید خپل دښمنان تر ځان مخکې کړل. د دې ځای شهید په مېړانه ومړ. د دې ځای شهید خپلو بچیانو ته درس پرېښود. د دې ځای شهید خلکو ته مېړانه ور وښوده. د دې ځای شهید خلکو ته د ژوند چل ور زده کړ.
د دې ځای شهید د دې لپاره شهید شو، چې نور ژوند وکړي.
دا دی، د لوی خدای په کرم، او د ولس په مېړانه، د کابلي او پنجابي ملایانو په نه غوښتلو سربېره د هغوی ناروا دعوې او تهمتونه یو یو دروغ شول. د شهیدانو وینې رنګ راوړی، او رابه یې وړي. پاڅون ژوندی دی. د اندړو حماسه ژوندۍ ده.
مولوي خادم احمد اندړ