د امنیتي تړون پر لاسلیک ټینګار

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حمیدالله فیضي
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټینګار کوي چې؛ د افغانستان د د ولسمشرئ د ټاکنیزو مبارزو تر پيل مخکې باید د امریکا او افغانستان تر منځ امنیتي تړون لاسلیک شي.


د جیمز ډوبنز په وینا، په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو د حضور څرنګوالی؛ په دې هیواد کې د سولې د راوستلو ضمانت او له افغان ځواکونو څخه د امریکایي ځواکونو د ملاتړ کچه؛ د کابل او واشنګټن تر منځ د دوه اړخیز امنیتي تړون هغه عمده مسایل دي چې؛ لا تر اوسه د دواړو لورو له خوا ورباندې موافقه نه ده شوې.
دامریکا له د امنیتي تړون پرلاسلیک ټینګار ددې لپاره چې دوی وکولای خپل جدول جوړ او د وسایلو د لیږد په اړه پریکړه وکړي دا ځکه چې ډیر وخت ته ا ړتیا لري څو د لیږد تګ لاره جوړه کړي. خو ددې ترڅنګ امریکا ژمنه کړې چې افغانستان به یوازې نه پریږدي هڅه کوي چې خپلې موخې وټاکي او دې موخو ته د رسیدو لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.
له بلې خوا په امریکا کې د افغانستان له جګړې سره مخالفتونو زیاتیدل او او ټینګار دګڼ شمیر ځواکونو پر وتلو ،دافغانستان دجګړې پیلچلتیا چې امریکا له خپل قدرت سره سره یې په محار کولو یا کنټرول کولو کې پاتې راغله . امریکا یې په دې فکر کې کړه چې جګړه افغاني او یوازې خپلي نظامي اډې معلومې او دخپلو موخو د پلي کیدو لپاره هڅې جاري وساتي .
خو دافغانستان خلک بیا هیله لري چې له نړیوالو سره اړیکي ولري په ځانګړي توګه د نړئ تر ټولو سترو قدرتي هیوادونو سره . افغانان وایې چې اوس هم دوی د نړیوالو هیوادونو په ځانګړي توګه دامریکا د اقتصادي او سیاسي مرستو ترڅنګ نظامي مرستو ته هم اړتیا لري دا ځکه چې تردې مهاله په افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو مداخلې دوام لري.
که څه هم ګاونډي هیوادونه انتظار وباسي تر  څو نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او دوی  د خپلو نفوذي  برخو څخه په ګټې اخیستنې په افغانستان کې یو لاس پوڅي نظام قدرت ته ورسوي څو د دوی ټرانزیټ او بازار د تولید یې پراختیا ومومي .
پاکستان نه غواړي چې طالب هم بشپړ قدرت ته ورسیږي دا ځکه چې پاکستان په دې اند دي که طالبان هم قدرت ته ورسیږي بیا ددوی د غوښتنو څخه سرغړونه کوي نو پاکستان غواړي چې په افغانستان کې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره د څو ډلو ترمنځ وسله والې مبارزې روانې اوبه خړې کړي او کبان ونیسي.
تردې مهاله لا هم افغان امنیتي ځواکونه ددې جوګه شوي نه دي چې د افغانستان د لر او بر امنیتی مسولیت پرغاړه واخلي په په استخباراتي  هوایې او لوژستیکي برخو کې ډیره تکیه پر نړیوالو ده تر هغه چې په دې برخو کې پرمختګ نه وي شوی  د نړیوالو نظامي شتون ته هم اړتیا شته.
ددې ضمانت هیڅ څوک نشي کولای چې د نړیوالو په وتلو سره به په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ او ګاونډي هیوادونه به خپلې مداخلې پای ته ورسوي نو ځکه د نړیوالو شتون د ګاونډیو هیوادونو د نیغ په نیغه بریدونو او لاس وهنو پر وړاندې یو ستر ګواښ دی .
افغانان ویره لري چې د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره به د ګاونډیو هیوادونو نفوذي ګړی بیا د قدرت د ترلاسه کولو لپاره له یوه بل سره وسله والې مبارزې پیل او افغانستان به بیا د کورنئ جګړې خواته یوسي . همدا کسان چې اوس د هیواد په بیلابیلو برخو کې قدرت په لاس کې لري . له ګاونډیو هیوادونو سره ډیرې ښې اړیکې لري اوهمدا کسان ول چې په ګاونډیو هیوادونو کې سره کښیناستل او دافغانستان د واک په اړه یې پریکړه کوله چې کابل ته په راتلو سره یې  دقدرت د ترلاسه کولو لپاره له یوه بل سره جګړه پیل او په کابل کې ۶۵ زره کابلیانو په وژلو سره کابل ښار  په یوې ویرونکې څیرې بدل کړی وو
 .
ان افغانانو د ددغو کسانو مخینې ته په کتو وایې چې دوی په جګړه کې لوی ، په جګړه کې شتمن او په جګړه کې قدرتونه ترلاسه کړ نو لدې دریو څیزونو ددوی بیلیدا خورا ستونزمن کار دی. د نړیوالو په وتلو سره به دغه پخوانئ ډلې ټپلې د ګاونډیو هیوادونو په غوښتنه دیو بل پروړاندې خپل شته قدرت وازمایې او افغانان به بیا د اور په سوخت توکو بدل کړي.
له بلې خوا افغانان په دې اند دي چې راتلونکو ټاکنو ته به هم دغه ډلې ټپلې ځانونه نوماند کړي او نه باید د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون د ټاکنیزو مبارزو قربان شي. دغه ډلې ټپلې به بیا د افغانانو له اړتیاوو او لدې تړون څخه د افغانانو د رایو ترلاسه کولو لپاره ګټه واخلي. که چیرې افغان حکومت د خپل تیر کړنو څخه یوازې یوه لاسته راوړنه هم ولري . هڅه دې وکړي چې دامریکامتحده ایالتونو او افغانستان ترمنڅ دامنیتي تړون په اړه د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو په رڼا او دملي حاکمیت په تامینولو سره  پریکړه وکړي.
داچې افغان حکومت له ا مریکا سره دامنیتي تړون پروړاندې د سولې او ثبات او همداراز له ۲۰۱۴ کال وروسته د مرستو د تضمین غوښتنه کوي دا کولای شي د افغانستان له سولې او ثبات سره مرسته وکړي دا ځکه چې نړیوال به ځان ژمن وبولي څو دافغانستان په قضیه کې زیدخله هیوادونه دې ته اړ کړي چې د افغانستان د سولې په اړه ګامونه اوچت کړي.که چیرې افغان حکومت د قدرت د اوږد والي په موخه له راتلونکې دودیزې جرګې څخه کار واخلي او یوازې پلمه یې امنیتي تړون وي افغانستان بیا دهغو خوځښتونو قرباني شي چي عربي نړئ یې قربانی ده . دافغانستان په ګاونډ کې پراته هیوادونه کولای شي د افغانست�
 �ن په سوله کې مهم رول ادا کړي خو دابه د دوی راتلونکې ګټې چې هغه له ترهګرئ سره د مبارزې په موخه ترلاسه کیږي وګواښي. پر ګاونډیو هیوادونو فشار او پر مرستو بندیزکولای شي دا هیوادونه اړ کړي چې د افغانستان دسولې او ثبات لپاره ګامونه واخلي.افغانان هیله لري چې د افغانستان دملي ګټو په خوندي کولو او پرمختګونو ته په درناوي سره له  امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي څو بیا افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د موخو قربانی نشي.