په ازره ولسوالی کی د هلیکوپتر د بیړنئ ناستی کیسه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصرالله احمدزی
 د لوګر شــــــهـزادګان پنځمه ۵ برخه
هلیکو پتر ملکئ وه او پکې ناست  کسان هم غیر نظامیان وول  وسلی ورسره نه وی  ، دوئ  له خوست څخه  د کابل  په خوا پرواز کړی ؤ د هوا د خرابوالی له امله  یې یلر ورکه کړی وه  او د لوګر ولایت  د ازره ولسوالی  د منګل کلی  د  لیسه تر مخ  میدان ګوټئ کې کوزه شوه  خو سمد ستی بیرته پرواز ورکوئ  او د کلئ منځ کی  د منګل د شفاخانه سره نږدی

یې ښکته کوی چې  د کوم کور په سر یی د افغانستان ملی بیرغ لیدلی او طمع يې کړی چې لاره ګودر به راوښیئ له دی سره  په دی کلی کې سیمه ایز طالبان له کورونو وځئ او هریو د غرونو په طرف ځغلئ  او داسی فکر کوئ چې حکومت عملیات پیل کړل او یا د پیښوریانو خبره چاپه يې راباندی ووهله  او هر یو د پټیدو په لټه کی کیږی، د اجمل په نوم یو کلیوال هلیکوپتر ته ورزئ هغوی د ترجمان په واسطه ترینه هیله کوی چې موږ سره هلیکوپتر کی وخیزه او تر ولسوالی مو رهنمايې کړه خو هغه انکار کوئ چی ورسره لاړ شئ دی وخت کی نور کلیوال هم راغونډیږئ خو د ولسوالی طرف ورته ورښیئ  چې د هغه غره ترشا ولسوالی ده خو کوم کلیوال خپله ورسره نه ځئ  کله چې کلی کی اوازه خپریږی چی دوی نه لار ورکه ده او وسلی هم ورسره نشته نو بیا سیمه ایز وسلوال بیرته له غرونو او غونډیو راکوزیږی  او هلیکوپتر ته په داسی حالت کی ورزی چې هغوی پرواز ته امادګئ نیسی له لیری ورباندی ډزونه کوئ او دوی مجبوریږی چې له پرواز ډده وکړئ  او ټول په اسارت نیول کیږی ددوی سامانونه په جدا پک اپ کې باروئ او کسان جدا پک اپ کې  او له ځان سره يې وړئ او له منګل دری یې د زیړي  د کلی او تنګ لور ته بیا يې چې هغه طرف ته د موټر سړک هم نشته ، هغه وخت کې دا مسله د خبرونو د سر کرښه وه ما ملګرو ته ویل زه ۱۱۰٪ باورئ یم چې ترکان به پریښودل کیږی او داسی پیشي ډیری شوی دی او په خوندی ډول ازاد شوی او دلیل یی همدا دی چې هغه بهرنیان دی  او په بهرنیانو کې ترکان ځانګړئ احترام لرئ  زه له زړه نه وایم چې د طالبانو ددی کار ستاینه کوم چې ترکان یی ازاد کړل اومید چی دا کار د پیسو(د خرڅلاؤ او اخیستو) له مخی نه وی شوی،   اومید دی چې  افغان ژباړونکئ بندی هم خپلی کورنئ سره په زوند دیدن وشی او د ازادی له نعمت برخمن شی، د طالبانو تحریک ته وایم له بندیانو سره ښه سلوک کوئ هغوئ سره د مسلمان په څیر چلند کوئ د هغوی د سرنویشت پریکړه د بیعلمه وسلوالو په واک کې مه ورکوئ اسلامی احکام عملی کول شعار نه بلکه عمل غواړئ  باور وکړئ تاسو هم د پردی جګړی د سوخت مواد یاست او ددولت وسلوال ځواکونه او غیر وسلواله بشری قوه هم او ولسی خلک  ستاسو ټولو ترمنځ کړیږی ، وژل کیږی ،شکنجه کیږی، او په ډول ډول بدرنګو نومونو یادول کیږی زه یوه پوښتنه مطرح کووم : ازره کې به څو کورونو د  سیمه ایزو پولیسو ملاتړ کړی وی  او ددي سیمه ایزو پولیسو تعداد خو به له ۲۰۰ څخه زیات نه وئ؟  که یوازی له یوه کلی پنځلس کسان وښیو نو څو کلیو به دا کار کړی وی؟  چی داسی وی نو یوازی د اکبرخیلو کلی له دوه زره کورونو زیات ده نو بیا مو د کوم دین او مذهب په حکم او شریعی دلیل په ټول کلی لاره تړلی چی هم پکی سپین ږیری ،سپین سري میرمني،تنکئ ما شومان ، ځوانان ، د جهاد د وخت کونډی او یتمان زوند کوی ایا دا ټول ددین له مخې د سزا مستحق دی؟ زه باور لرم چې الله به هم درسره حساب کوی ، دا ولس به یې هم درسره کوئ، د ازره طالبه بیځایه مستی کوئ د طالب نوم مو بدنام کړ د هغوی له ادرس فاسد کارونه کوئ  هغه څه کوی چی د یو مومین طالب له شان سره نه ښايې تاریخ نه مسخه کیږی تاریخ چې څومره زوړ شی هغومره پوخ شی، د جلال اباد په ښار کې د قومندان حضرت علی یو وسلوال ریکشه وان ته ویلی ؤ چی استاده  دغلته بر رب العالعلمین ته مو ورسوه خو د ریکشه ډرایور هوښیار انسان و نو سمدستی ورته وویل راځئ  حرکت یې وکړ د جلال اباد د دارالمعلمین عمومی دروازه کې ښکته کړل او پیسی يې تری واخیستی نور ترینه لاړ نو اوس زه د طالبانو مشرانو ته وایم ټول پوهیږو چې رب العالمین چیری ده او دارالمعلمین چیری ده او د ورتلو لاره یې کومه  ده. نور بیا